نظــر

افغانان هماغه افغانان دي

دروان کال دمارچ په دوهمه په بامیان کې دخارجي او داخلي ښځو لخوا  په واوره دیخمالک  ( ski) مسابقه ترسره شوه ، نه پوهیږم په دې یخ کې به څومره ضرور او حیاتي وه ، بامیان چې یوشمیر خلک یې لا هم په غارو کې اوسي شاید دښځو تر یخمالک نور ډیراولویتونه ولري .

څو ورځې وړاندې دافغان ماشومانو ارکسترا  دموسیقۍ ټیم دامریکاپه مختلفو ښارونو کې خپل سازونه وغربول ، دا ماشومان چې زیاتره یې بیخي کم عمره او تر لس کاله  کشران وو ، ویل کیږي چې دکومې غربي مؤسسې لخوا دکابل له کوڅو ټول شوي چې پخوا یي سوالګري کوله ، داچې په افغان اسلامي کلتور کې د ډمتوب په نسبت   سوالګري او غربت ډیر دپردې  او شرف کار بلل کیږي ، نو ځکه ددې ماشومانوبد برخلیک دسعدي شیرازي هغه کیسه  راپه زړه  کړ ه چې ویلي یي دي .

شنیدم گوسپندی را بزرگی

رهانید از دهان و دست گرگی

شبانگه کارد در حلقش بمالید

روان گوسپند از وی بنالید

که از چنگال گرگم در ربودی

چو دیدم عاقبت خود گرگ بودی

په همدې مهال داوزلوبې دهلکانو په نامه یو فلم  چې کارکوونکي یې دکابل دوه بی سرپرسته ماشومان ښودل کیږي ،ناڅاپه په غربي رسنیو کې دخبرونو سرخط شو، چې ځینو ویل کیدای شي داسکار جایزه وګټي .

دکابل  او افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کې  دښځو لومړنۍ فیشن شوهم څو اونۍ وړاندې په لومړي ځل په کابل کې ترسره شوه ، چې لیدلو ته یې یوازې خارجي رسنۍ بلل شوي وې ، دعاشقانو ورځ هم دغربي مطبوعاتو په استناد په کابل کې دځینو ځوانانو لخوا ولمانځل شوه ، بي بي سي په دې اړه ځانګړی راپور تیار کړی وو ، او ویلي یي وو چې اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان نه دی ، دغه راز سږکال په کابل کې دغربې مطبوعاتو په وینا دنړیوالو فیمنیستانو سره په همغږۍ دښځو دملیاردي مارش لمانځنه هم ترسره شوه له دې علاوه  په دې وروستیو کې په پلازمینه  کابل کې د سه بعدي سینما ، دلارې دسر کانسرتونو ، دخال وهلو دمراکزو ، دنجونو او هلکانو نندارې  او مخفي نایټ کلبونو خبرونو هم په مطبوعاتو پرلپسې خپاره شول ، چې غربي مطبوعاتو ورته ځانګړې توجه وکړه او په پوره آب وتاب یې نشر کړل .

څه فکر کوئ ، چې په پرلپسې توګه ددا ډول نااټکله خبرونو او مطبوعاتي انګازو خپرول  څه معنی لري او موخه ترې څه ده ؟

ایا  افغانان ناڅاپه بدل شوي ؟ ایا ددیموکراسۍ او ویسټرنایزیشن  یوولس کلنې چرګې ناڅاپه په هګۍ اچولو پیل کړی ، چې داسې پرلپسې غربي غیراسلامي او غیرافغاني دودونه او پدیدي رواجوي ؟ او که اصلي خبره کومه بله ده ؟

څه موده وړاندې دنجیب منلي په نوم یوه فرانسوی الفرع افغاني  په بي بي سي پښتو سایټ کې په یوه لیکنه کې دعوه کړې وه ، چې په کابل کې نور چادري له منځه تللي او دده په باورکابلیانو بنسټیز بدلون کړی ، لویدیځې رسنۍ هم کوښښ کوي ، وضعیت داسې وښیي ، چې ددوی یوولس کلنې کلتوري او تبلیغاتي هڅې هسې نه دي تللي بلکه څرګند بدلون یې راوستی ، د همدې لپاره دوی  هر هغه کوچني خبر  چي په کلتوري بدلون  او غربګرایي  باندې دلالت وکړي په خورا آب وتاب را اخلي  ، او په سمعي ،  چاپي ، انلاین ، تصویري او ویډیويي بڼه یي په بیا بیا خپروي .

که ددې یادو  نادودو په اړه ژوره پلټنه او ځیرنه وکړو ، په څرګنده رامعلومیږي ، چې دغه هڅې یوازې تبلیغاتي جنبه لري ، او یو شمیر خاصې کړۍ یوازې ددې لپاره ګومارل شوي ، چې دغه ډول ځیني صحنې برابرې کړې ترڅو دلویدیځو مطبوعاتو او اشخاصو تبلیغاتو ته  مواد پیدا کړي .

دلوړو غربي پدیدو او دودونو دترویج په اړه که څه هم  لویدیځ مطبوعات او غرب زده ګان وایي چې دغه وارداتي کلتوري پدیدې اوس په افغانستان کې رواج شوي دي ، مګر حقیقت ددې سرچپه دی .

واقعیت ته په کتلو که قضاوت وکړو ، په یوه جمله کې ویلای شو ، چې افغانستان هماغه افغانستان دی ، او افغانانو له هراړخیز فشار او کلتوري یرغل سره سره په جمعي توګه خپلو دیني اساساتو او عنعناتو ته شا نه ده اړولې ، افغانان اوس هم خپل سپیڅلي دین او درانه کلتور ته ژمن دي  او کومې تبلیغاتي هڅې  چې دافغان کلتور دختمیدو او غربیتوب درواجي کیدو لپاره کیږي ، په دروغو او تیرایستنې ولاړې هڅې او بي اساسه تبلیغات دي.

په بامیانو کې د غربیانو تر څارنې لاندې دښځو یخمالک چې ځینو غربي رسنیو لویه پیښه او ددوی په قول لوی تحول وباله  زیاتره ګډونوالې یې خارجي ښځې وې ، او یوازې دګوتو په شمیر کسانو په کې ګډون درلود ، دا  کومه سپورتي لوبه او مسابقه نه وه ، بلکې یوازې د خارجي کیمرو په وړاندې  دیوې لوبې تمثیل وو ، ترڅو دغرب تبلیغاتي حربې ته مواد پیدا کړي  .

دکابل فیشن شو هم کټ مټ همداسې یوه غولوونکي هڅه وه ، داچې دې نندارې ته یوازې بهرنۍ رسنۍ غوښتل شوي وي او حتي په کورنیو خبریالانو باندې باور نه وو شوی ، معلومیږي چې دغه ننداره  دډار او وهم په فضا کې ترسره شوې ، له دې څخه معلومیږي چې دې کلتور په کابل کې رواج نه دی موندلی بلکې غربیانو په غلا  او پټه یوازې دخپلو تبلیغاتو لپاره  ترسره کړ .

دوه ورځې وړاندې دمارچ  په اتمه  چې دښځو نړیواله ورځ وه ، هم غربي رسنیو ډیره هڅه وکړه ترڅو وښيي په افغانستان کې یې په تیره لسیزه کې ستر بدلون راوستی ، دوی دهمدې لپاره یوځل بیا د ښځو دبي سترۍ دیو شمیر سازمانونو او خپلو ګومارل شویو اشخاصو په توسط  کوښښ وکړ دښځو لاریونونه راوباسي ، خو هغه لاریون چې په دې ورځ په کابل کې ترسره شو، دګډون کوونکو شمیر یې ترلسګونو نه اوښت ، او حتی دولسي لاریون اطلاق ورباندې نه شو کیدلای ، ځکه چې ګډونوالې یې یوازې دغربي ادارو تنخوا خورې  ، غرب زده او ولس رټلې دګوتو په شمیر ښځې وې ، چې په هیڅ وجه دافغان میرمنو نمایندګي نه شي کولای ، داچې له ټولو هڅو سره سره غربي ادارو  دخپلو تبلیغاتو لپاره  دمارچ په اتمه کومه تبلیغاتي سوژه ونه موندله او حتی  د حامد کرزي میرمنې له بي بي سي سره له  ویډیوي مرکې څخه انکار وکړ  ، داسې معلومیږي چې دغرب دفکري او کلتوري جګړه مارانو  یوولس کلنو   افغانیت ضد هڅو دعمل په ډګر کې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې ، او دکلتوري تحول په اړه  ټول تبلیغات یې یوازې دروغجنې او هوایي خبرې دي .

داچې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه پرلپسې دغربي کلتوري پدیدو او عنعناتو دترویج او ځینو نمایشي کړنو  او رسمونو دترسره کولو په اړه راپورونه ورکول کیږي ، اصلي موخه یې شاید دکلتوري یرغل دبریا تمثیل وي ، همدا اوس چې امریکایي او نور غربي عسکر له افغانستان څخه په تیښته دي ، پوځي او سیاسي مشران یې دخپلو اولسونو له دې پوښتنې سره مخ دي چې دوی په افغانستان کې څه کړي او کومه لاسته راوړنه یې درلودلې ، غربي تبلیغاتي ادارې غواړې ددا ډول  موضوعاتو په  راپورته کولو او بیا بیا ښودلو سره نړۍ ته وښيي چې دوی په افغانستان کې ستر تحول راوستی او خپله اصلي موخه  ( غربي کول ) یې   ته لاسته راوړې .

مګر دواقعیت په ډګر کې ، داچې لا هم دکابل په بازارونو کې دچادریو دخرڅلاو او استعمال بازار ګرم دی ، لاهم   په افغاني کلتور کې ږیره دسړیتوب پسول بلل کیږي ، لاهم  موسیقي ته عام افغانان ډمتوب وایي ، لا هم حیاء دمیرمنو ترټولو قیمت بهاء ګېڼه بلل کیږي ، لاهم افغانان سینما او کنسرت ته په تللو شرمیږي ، لاهم دکرزي  میرمن حاضره نه ده چې دبي بي سي په ټیلویزیون یې تصویري مرکه خپره شي ، لاهم په کابل کې نایټ کلب له اخفاء څخه اظهار ته نه دی راوتلی ، لاهم د کابل ټیلویزونونه  دښځینه نطاقانو او ممثلانو  له قحط سره مخامخ دي ، او داسې نور زرګونه   غربي کلتوري ارمانونه نه دي ترسره شوي ، معلومیږي  چې په افغان اولس کې عملي اسلام او افغانیت په خپل حال پاته دی .

هغه دګوتو په شمیر اشخاص چې دخپل ځان په خرڅلاو او خپل اصالت په بایللو سره د غربي کلتور دځلولو او نمایش هڅه کوي په حقیقت کې دغرب کلتوري ایجنټان دي ، چې غربیانو دهمدې هدف لپاره له ځان سره راوستي او ددوی له تګ سره به بیرته غرب ته پناه وړي .

موږ په دې عقیده لرو چې دغرب دپوځي یرغل غوندې کلتوري یرغل هم په حقیقت کې بشپړ ناکام دی ، غربي کلتور ، عریانۍ او بي بندوبارۍ په افغان اولس کې ریښه نه ده  نیولې ، نوځکه غرب اړ شوی  چې  په تطبیقي برخه کې ددیموکراسۍ له شکست وروسته اوس  غربګرايي او دیموکراسي (تمثیل )کړي ، خو ددوی دغه کړنه به کومه نتیجه ورنکړې ، موږ عقیده لرو چې دغرب ښځینه سکي بازانې ، نایټ کلبوال ، د رپ او پاپ موسیقي غږونکي او نور غربي  باد راوړي به  دباد له تلو سره بیرته الونیا کیږي او دروند افغان اولس به له خپل درانه کلتور سره په خپل حال پاته وي .

ان شاءالله

۲۰۱۳/۳/۱۰ م  

____________

قاري حبیب

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x