الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اته شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د طائف غزا

د طائف غزا په حقيقت كې د حنين د غزا ادامه ده، ځكه د هوازن او ثقيف ماتې خوړلې لښكرې له خپل قوماندان مالك بن عوف نضري سره يو ځاى لاړې، او ټول په طائف كې ميشته شول، هملته يې په كلاګانو كې ځايونه ونيول. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې په جعرانه كې د ولجو له ټولولو نه فارغ شو د همدې آتم كال په شوال مياشت كې د طائف په لور وخوځيد.

خالد (رضي الله عنه) يې له زرو مخكښانو سره مخكې وليږه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هم ورپسې روان شو له نخله يماني، قرن المنازل ورپسې له ليه نه تير شو، هلته د مالك يوه كلا وه هغه يې ړنګه كړه، مخكې لاړ طائف ته له رسيدو سره سم يې د طائف كلا محاصره كړه، نژدې يې سنګر ورته ونيو. ددغه كلابندۍموده لنډه نه وه. مسلم له انس (رضي الله عنه) نه په روايت سره دا موده څلويښت (40) ورځې ښودلې ده، خو سيرت ليكونكو دغه موده د رواياتو په خلاف سره شل ورځې، يا 18 ورځې او يا 15 ورځې ښودلې ده.(1)

د محاصرې په دوران كې دواړو خواوو يو پر بل د تيږو او غشو وارونه كول، په لومړي سر كې مسلمانان د محاصره شويو كفارو له خوا د غشو تر سخت بريد لاندې راغلل. يو شمير ورنه ټپيان او 12 تنه شهيدان شول، په پاې كې مجبور شول خپل سنګر بدل كړي او په هغه ځاى كې يې نوې قرارګاه جوړه كړه چيرته چې اوس د طائف جومات دى.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) منجنيق يا د هغه وخت توپ نصب كړ په مشركينو يې ګوزارونه وكړل، كلا درز وكړ، او  څو تنو مسلمانانو د هغه وخت له ټانك نه په استفادې سره له همدې درز نه كلا ته د ننوتلو هڅه وكړه ترڅو اور ورته كړي، خو كفارو په اور سرې شوې اوسپنې پرې واچولې، هغوى له ټانګونو نه راووتل او كفارو په غشو سره څو تنه ورنه په شهادت ورسول.(2)

پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له نوي جنګي تاكتيك نه كارواخيست او داسې اقدام يې وكړ چې كفار دې ته اړ باسي تسليم شي. پدې لړ كې يې د هغوى د انګورو د ونو او تاكونو قطع كولو او سيځلو امر وكړ، تاكونه پرې او وسوځول شول، همدا وه چې ثقيف غوښتنه وكړه چې د خداى پخاطر او د خپلوۍ په اساس دغه سلسله نوره بنده كړئ. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د دوى غوښتنه ومنله. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له خوا آواز وشو هر غلام چې له كلا نه راووزي او زمونږ لوري ته راشي هغه آزاد دى. پدې اعلان پسې 23 تنه راغلل١. پدې ډله كې يو هم ابوبكره ؤ، هغه د طائف له كلا نه راكوز شوى ؤ، او د لاندې د يوه څاه په څرخ باندې ناست ؤ پښې  يې ځوړندې كړې وې، له همدې امله رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ابو بكره نوم ورباندې كيښود. دا ټول غلامان يې آزاد كړل، هر يو يې يوه يوه مسلمان ته وسپاره تر څو د دوى خرڅ و خوراك وركړي، پدې كار سره كفار په غوسه شول، او دا ډير سخت ورباندې تمام شو.

محاصره اوږده شوه، د كلا فتحه كول سخت او مشكل ؤ، د كفارو په غشو او سرو شويو اوسپنو سره يو شمير مسلمانان زخميان او شهيدان شول، په كلا كې د ننه له كفارو سره د يوه كال آذوقه هم وه، له بيرون نه هم لاره موندل ورته ګران و. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له نوفل بن معاويه سره مشوره وكړه، نوفل ورته وويل: هغوى لكه ګيدړې په غارونو كې د ننه دي، كه همدلته انتظار وباسې نو وبه يې نيسې، او كه خوشي يې كړې نو زيان نه شي در رسولئ. همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د محاصرې پاې ته رسولو فيصله وكړه، عمر (رضي الله عنه) ته يې امر وكړ چې خلكو ته غږ وكړي چې: ((ان شاء الله سبا به روانيږو)). دا اعلان مسلمانانو ته عجيب ښكاره شو، سخت ورباندې تمام شو، ويې ويل: ځو به خو مخكې لدينه چې دا كلا فتحه كړو!! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏اغدوا على القتال‏)‏.ځئ، سبا هم جنګ وكړئ.

مسلمانان سهار جنګ ته لاړل، يو شمير ورنه ټپيان شول. بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپله اعلان وكړ: ‏(إنا قافلون غداً إن شاء اللّه‏)‏.[ان شاء الله سبا به ستنيږو] مسلمانان دا ځل خوښ شول او ټول روان شول. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تبسم كاوه، او كله يې چې كوچ كاوه امر يې وكړ چې داسې وايي : ‏(‏آيبون تائبون عابدون، لربنا حامدون‏)‏‏.‏ يعنې په داسې حال كې بيرته ځو چې توبه ګار يوو، عبادت كوونكي او د خپل رب ثنا ويونكي يوو. چا عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! ثقيف ته ښيرې وفرمايه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏اللّهم اهد ثقيفا، وائت بهم‏)‏‏.‏اې ربه ثقيف ته هدايت وكړې، او زما حضور ته يې راولې.

په جعرانه كې د ولجو ويشل

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له طائف نه ستون شو او څه د پاسه لس ورځې په جعرانه كې پاتې شو، غنيمت شوي مالونه يې نه ويشل انتظار يې يوست چې كيداى شي د هوازن نمايندګان راشي او خپل مالونه بيرته ور وسپاري، خو څوك را معلوم نه شول. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د غنيمتونو ويشل پيل كړل، تر څو د مكې مشران د قبايلو سرداران او نور مخور چې ډير حريص وو، پدې مالونو سره خوښ چوپ او قانع كړي. لومړى يې هغو كسانو ته چې نوي مسلمان شوي وو او ددې ضرورت ليدل كيده چې زړونه يې راجلب شي، تشويق او ترغيب شي، ښه برخه ورکړه، دې ډول خلكو ته مؤلفت القلوب ويل كيږي، همدوى ته يې له نورو نه مخكې ښه لويه برخه وربيله كړه.

ابو سفيان  ته يې څلويښت اوقيې نقره (سپين زر) او سل اوښان وركړل، خو لدې سره هم ابو سفيان وويل: زوى مې يزيد؟ يعنې زوى ته مې هم برخه وركړه! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې زوى ته هم همدومره برخه وركړه. ابو سفيان بيا وويل: هغه بل  زوى مې معاويه؟ هغه ته هم څه وركړه! هغه ته يې همدومره برخه وركړه. ورپسې يې حكيم بن حزام ته سل اوښان وركړل، هغه د نورې برخې سوال وكړ، نور هم همدومره اوښان وركړل شول. صفوان بن اميه ته يې هم درى ځله سل، سل، اوښان يعنې ټول 300 اوښان وركړل. دا په شفاء نومي كتاب كې راغلي١.

او حارث بن كلده ته يې هم سل اوښان وركړل، همدا راز د قريشو او نورو قبايلو سردارانو ته يې سل، سل اوښان وركړل، نورو ته يې پنځوس، پنځوس اوښان، ورپسې څلويښت، څلويښت اوښان وركول، خلكو به ويل محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دومره بخشش وركوي لكه چې له فقر نه بالكل ويره نلري.
په همدې وخت كې كوچيانو يو ځل چور جوړ كړ، په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورټول شول هر يوه مال ورنه غوښت، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مجبور شو د يوى ونې خوا ته ودريد، چادر يې په زور ورنه كش شو، ويې فرمايل: ‏(‏أيها الناس، ردوا علي ردائي، فو الذي نفسي بيده لو كان عندي عدد شجر تهامة نعماً لقسمته عليكم، ثم ما ألفيتموني بخيلاً ولا جباناً ولا كذاباً‏)‏‏.‏ [اې خلكو! چادر مې پريږدئ، چادر مې راكړئ، قسم په هغه ذات چې زما مرګ او ژوند يې په لاس كې دى، كه د تهامې د ونو په اندازه څاروي مې لرلئ ټول به مې درباندې ويشلي واى، بله دا چې تاسې خو زه كله هم بخيل، ډارن او دروغجن نه يم ليدلئ.]

ورپسې د خپلې اوښې خوا ته ودريد، له بوكام نه يې يو ويښته راويوست په ګوتو كې يې نيولى و فرمايل يې:‏(‏أيها الناس، واللّه مالي من فيئكم ولا هذه الوبرة إلا الخمس، والخمس مردود عليكم‏)‏‏.

[ اې خلكو! په خداى قسم كه مې لدې غنيمتونو نه ددې ويښته په اندازه هم څه شى اخيستي وي، يوازې خمس (پنځمه برخه) زما حق ده، ګورئ چې هغه هم بيرته تاسې ته دركول كيږي.]

مؤلفه القلوب ته لدې لويو لويو برخو وركولو نه وروسته يې زيد بن ثابت ته امر وكړ چې غنيمتونه او خلك را حاضر كړي، ټول مالونه يې وويشل، چې هر پلي كس ته څلور اوښان، څلويښت پسونه ورسيدل، د سپرو برخه دوولس اوښان او 120 پسونه وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په ډيره حكيمانه توګه دا مالونه وويشل، ځكه ډير داسې كسان شته چې د خيټې له لارې اسلام ته راوستل كيدى شي، يعنې له مادي لارو نه د حق په لور رابلل كيدى شي، لدې ډول كسانو سره عقل او منطق كارنه كوي، لومړى به يې خيټه ور ډكوې بيا به يې حق ته رابولې، دا كسان هغو څارويو ته پاتې كيږي چې په شنو وښو يا شفتلې سره يې په لاره بوولى شې، دا ډله انسانان هم همداسې مادي تشويقونو او اسبابو ته ضرورت  لري تر څو ورو ورو له اسلام سره الفت او مينه پيدا كړي او په حق اعتراف وكړي.(1)

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لدې ويش نه د انصاروخفګان

په پيل كې اصحاب (رضي الله عنهم) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ددې حكيمانه ويش او مدبرانه سياست په راز او ګټو پوه نه شول ددې ويش تر شا پټ اهداف يې درك نه شواى كړى، نو همدا وه چې ځينې اعتراضونه او انتقادات راولاړ شول. پدې ويش كې انصارو د زيات تاوان احساس كاوه، ځكه هغوى ته د حنين له بخششونو نه هيڅ ونه رسيدل. دوى خو هغه کسان وو چې د سختۍ او ماتې په وخت غږ پرې وشو او دوى په ډيره بيړه دجګړې ډګر ته راودانګل، جهاد يې کاوه او له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه کلکه دفاع وکړه. او د همدوى دمقاومت له برکته ماتې په بري بدله شوه، خو اوس چې د ولجو د ويشلو وخت شو د همغو فراريانو او له  جګړې نه په شا شويو كسانو لاسونه ډك دي، ډير بخششونه وركړل شول، خو دوى (انصارو) ته هيڅ هم په برخه ونه رسيدل.(2) دا تصور ددې سبب شو چې ناراضه شي.

ابن اسحاق له ابو سعيد خدري (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا بخششونه په قريشو او نورو عربي قبيلو وويشل، او انصارو ته يې هيڅ برخه ورنكړه، دوى خفه شول او پدې هكله خبرې او پوښتنې راولاړې شوې. ځينو وويل: اوس خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له خپل قوم سره يو ځاى شو. سعد بن عباده (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته ورغى او عرض يې وكړ:يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! ستا لدې ويش نه انصار خفه شويدي، تا بخششونه خپل قوم ته وركړل، نورو عربانو ته دې هم لويې برخې وركړې، خو انصارو ته دې هيڅ ورنكړل! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل :

‏(‏فأين أنت من ذلك يا سعد‏؟‏‏)‏ ستا څه نظر دى اې سعده! ده وويل: زه خو هم د همدې قوم يو غړى يم. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏فاجمع لي قومك في هذه الحظيرة‏)‏‏.‏  لاړ شه او خپل قوم دې پدې پنډ غالي کې را ته راغونډ كړه. سعد لاړ او انصار يې په يوه پنډ غالي كې راټول كړل، يو شمير مهاجرين هم راغلل هغوى ته يې اجازه  وركړه ورسره كيناستل، ورپسې نور راغلل، خو هغوى ته يې اجازه ورنكړه. كله چې ټول راغونډ شول، سعد ورغى او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته يې وويل چې انصار را ټول شويدي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تشريف راووړ حمد او ثنا يې وويله بيايې وفرمايل: ‏(‏يا معشر الأنصار، ما قَالَهٌ بلغتني عنكم، وَجِدَةٌ وجدتموها علي في أنفسكم‏؟‏ ألم آتكم ضلالاً فهداكم اللّه‏؟‏ وعالة فأغناكم اللّه‏؟‏ وأعداء فألف اللّه بين قلوبكم‏؟‏‏)‏ قالـوا‏:‏ بلـى، اللّه ورسولـه أمَنُّ وأفْضَلُ . اې انصارو! ستاسې يوه خبره راته رارسيدلې ده، لكه چې تاسې له ما خفه شوي ياستئ؟ آيا داسې نده چې زه تاسې ته پداسې حالت كې درغلم چې تاسې ګمراهان وئ الله تعالى هدايت درته وكړ، تاسې بې وسه وئ الله تعالى وس او دارايي در كړه، يو د بل دښمنان وئ الله تعالى سره دوستان كړئ؟ انصارو وويل هو همداسې ده، پر مونږ باندې د الله تعالى او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) زياته مهرباني او كرم دى او له هر څه نه راته غوره دي. بيا يې زياته كړه: ‏(‏ألا تجيبوني يا معشر الأنصار‏؟‏‏)‏  اې انصارو ولې ځواب نه را كوئ؟ دوى وويل: د څه ځواب در كړو يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)؟! پر مونږ د الله او رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لوى فضل شويدى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏أما واللّه لو شئتم لقلتم، فصَدَقْتُمْ ولصُدِّقْتُمْ‏:‏ أتيتنا مُكَذَّبًا فصدقناك، ومخذولاً فنصرناك، وطريداً فآويناك، وعائلاً فآسَيْنَاك‏)‏‏.‏

قسم په الله كه غواړئ چې وواييْ او كه وواييْ ريښتوني به هم ويْ، وواييْ چې يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)!    ته مونږ ته پداسې حالت كې راغلې چې خلكو دروغ در پورې تړل او مونږ دې تصديق وكړ، چا مرسته نه درسره كوله مونږ دې مدد وكړ، چا ځاى نه دركاوه او مونږ ځاى دركړ، محتاج وې مونږ دې مرسته وکړه. بيا يې زياته کړه: ‏(‏أوَجَدْتُمْ يا معشر الأنصار في أنفسكم في لَعَاعَةٍ من الدنيا تَألفَّتُ بها قوماً ليُسْلِمُوا، ووَكَلْتُكم إلى إسلامكم‏؟‏ ألا ترضون يا معشر الأنصار أن يذهب الناس بالشاة والبعير، وترجعوا برسول اللّه صلى الله عليه وسلم إلى رحالكم‏؟‏ فوالذي نفس محمد بيده، لولا الهجرة لكنت امرأ من الأنصار، ولو سلك الناس شِعْبًا، وسلكت الأنصار شعباً لسلكت شعب الأنصار، اللّهم ارحم الأنصار، وأبناء الأنصار، وأبناء أبناء الأنصار‏)‏‏.‏ [اې انصارو د ناچيزې مادي متاع په سبب له ما خفه نه شئ. ما غوښتل پدې بې ارزښته متاع سره د خلكو زړونه واخلم تر څو اسلام راوړي ستاسې په اسلام ډاډ څرګند شوى. اې انصارو! آيا دا مو نده خوښه چې خلك له اوښانو او پسونو سره روان وي او تاسې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره خپلې مېنې ته ستانه شئ؟ قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واك كې دى، كه هجرت نه وى نو زه به له انصارو نه يو فرد واى، كه ټول خلك په يوه لاره روان شي او انصار په بله زه به د انصارو په لاره ځم. اې الله ته په انصارو رحم وكړه، د انصارو په زامنو رحم وكړه او د انصارو په لمسيانو رحم وكړه.] پدې خبرو سره ټولو دومره وژړل چې ږيرې يې په اوښكو لمدې شوې، ټولو وويل: زمونږ لپاره رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) كافي دى، همدا عظيمه برخه راته بس ده. بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تشريف يووړ. او دوى هم سره تيت شول١.

د هوازن پلاوى

وروسته له هغې چې غنيمتونه وويشل شول، د هوازن قبيلې نمايندګان پداسې حال كې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغلل چې په اسلام مشرف شوي وو. دوى 14 كسان وو، مشر يې زهير بن صُرَد ؤ، ابو بُرقان چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رضاعي تره كيده هم ورسره ؤ. د نوموړي د نوم په هکله څه اختلاف شته ځينو يې نوم ابومروان او ابو ثروان هم بللۍ دى. هغوى له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه سوال وكړ چې احسان ورسره وكړي بنديان او مالونه يې بيرته وركړي، او داسې خبرې يې وكړې چې د ټولو زړونه پرې وسوځيدل. ابن اسحاق وايي: پدې ډله کې نهه سرداران وو، چې اسلام يې راوړ،بيعت يې وکړ، بيا يې عرض وکړ: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! د تاسو له خوا په نيول شويو کسانو کې ميندې، خويندې، تروريانې (عمه ګانې او خاله ګانې دي، چې دا ټولې د قومونو ناموس او غيرت شميرل کيږي:

فامنن علينا رسول اللّه في كـرم   **     فإنـك المرء نرجـوه وننتظر
امنن على نسوة قد كنت ترضعها   **    إذ فوك تملؤه من محضها الدرر

[يا رسول الله(عليه السلام) د خپل کرم له مخې پر مونږ  منت کيږده، ته هسې شخصيت يې چې مونږ تمه او هيله درته لرو، پر هغو ميرمنو احسان وکړه چې تا يې شيدې خوړلې او رضاعي اړيکې ورسره لرې.]

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏:‏ ‏(‏إن معي من ترون، وإن أحب الحديث إلى أصدقه، فأبناؤكم ونساؤكم أحب إليكم أم ـموالكم‏؟‏‏)‏ له  ماسره خو دغه كسان شته چې تاسې يې وينئ، رښتيا خبرې ډيرې غوره ګڼم، دا راته ووايئ چې خپل اولادونه او ښځې ډيرې درباندې ګرانې دي او كه خپل مالونه؟ دوى وويل: مونږ هيڅ شى له خپل نسب،ا ولاد، حسب او شرف سره نه برابره وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏إذا صليت الغداة ـ أي صلاة الظهر ـ فقوموا فقولوا‏:‏ إنا نستشفع برسول اللّه صلى الله عليه وسلم إلى المؤمنين، ونستشفع بالمؤمنين إلى رسول اللّه صلى الله عليه وسلم أن يرد إلينا سبينا‏). كله مو چې د ماسپښېن لمونځ ادا كړ پورته شئ او ووايئ چې مونږ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مسلمانانو ته او مسلمانان رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته شفيع وړاندې كوو چې زمونږ بنديان راته آزاد کړي. د ماسپښېن لمونځ چې وشو، هغوى پورته شول او همدا خبرې يې وكړې، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏:‏ ‏(‏أما ما كان لي ولبني عبد المطلب فهو لكم، وسأسأل لكم الناس‏).كوم شى چې په ما او بني مطلب پورې اړه لري هغه ټول ستاسې، او ستاسې لپاره له نورو خلكو نه همداسې غوښتنه كوم. مهاجرينو او انصارو وويل: له مونږ سره چې څه شيان شته هغه ټول د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دي، خو الأقْرَع بن حابس وويل: زه او بنو تميم دا مالونه او شيان بيرته  نه وركوو. عُيَيْنَة بن حِصْن‏ هم وويل: زه او بنو فزاره هم دا كار نه كوو. عباس بن مِرْدَاس‏ هم همدا ډول خبره وكړه ويې ويل: زه او بنو سُلَيْم هم دا شيان نه مستردوو، خو بنو سليم وويل: زمونږ شيان د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دي. عباس ورته وويل: تاسې زه توهين كړم. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏إن هؤلاء القوم قد جاءوا مسلمين، وقد كنت استأنيت سَبْيَهُمْ، وقد خيرتهم فلم يعدلوا بالأبناء والنساء شيئاً، فمن كان عنده منهن شيء فطابت نفسه بأن يرده فسبيل ذلك، ومن أحب أن يستمسك بحقه فليرد عليهم، وله بكل فريضة ست فرائض من أول ما يفيء اللّه علينا‏). دا خلك پداسې وخت مونږ ته راغلي چې اسلام يې راوړيدى، ما خو د دوى د بنديانو په هكله څه انتظار هم ويوست اوس مې هم دوى ته اختيار وركړ چې مالونه غواړي او كه اولادونه، خو هغوى وويل هيڅ شى هم له خپلو اولادونو او ښځو سره نه برابروي، نو له چا سره چې د دوى اسير شته كه خوښه يې وي هغه دې بيرته دوى ته وركړي، او كه څوك نه غواړي له خپل حق نه تير شي، نو غوره ورته دا ده چې اسير بيرته وركړي زه به د دوى د هرې برخې په عوض كې له راتلونكي غنيمت نه شپږ برخې وركړم. خلكو په ځواب كې وويل: مونږ ته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خوښه له هرڅه نه غوره ده، يعنې دده پخاطر ټول اسيران بيرته دوى ته وركوو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏إنا لا نعرف من رضي منكم ممن لم يرض، فارجعوا حتى يرفع إلينا عُرَفَاؤكم أمركم‏). تاسې لاړ شئ تر څو ستاسې مشران او قومندانان ګزارش راكړي، ځكه اوس ما ته ستاسې راضي او ناراضي معلوم نه شو. بيا ټولو د هوازن قبيلې بنديان ځوانان وو كه ماشومان او كه ښځې ټول يې بيرته وركړل، يوازې عيينه چې يوه زړه ښځه يې په برخه رسيدلې وه نه وركوله، په پاى كې يې له څه بحث نه وروسته هغه هم وركړه. رسول اكرم (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هرې اسيرې ښځې ته يو يو جوړه قبطي جامې هم وركړې.

عمره او مدينې ته ستنيدل

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په جعرانه كې د ولجو له ويش نه وروسته عمره ادا كړه او بيا يې مدينې منورې ته تشريف يووړ. عتاب بن اسيد يې په مكه مكرمه كې خپل خليفه وټاكه د كائناتو سردار د هجرت د اتم كال د ذي القعدې په 24 مه بيرته مدينې ته ستون شو.

محمد غزالي وايي: د الله تعالى له لوري د څرګندې فتحې له پيرزوينې وروسته مدينې ته د ستنيدلو او  لدينه آته کاله وړاندې  هجرت تر منځ څومره فاصله او څومره توپير موجود دى؟! وګورئ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پداسې حال كې مدينې ته هجرت كړى ؤ چې له مكې نه شړل شوى، تر تعقيب او څارنې لاندې ؤ، ګوښى ؤ، مسافر ؤ، د انس، الفت، ځاى او ځاى ګير په لټه كې ؤ چې د مدينې اوسيدونكو ښه راغلاست ورته ووايه، دده راتګ يې نيكمرغي وبلله، ځاى يې وركړ، تود هركلى يې ورته ووايه، اطاعت يې ورنه وكړ، ورته تسليم شول، مرستې يې ورسره وكړې، له لارښوونو څخه يې ګټه پورته كړه، دده (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د حضور او موجوديت په بدل كې يې د ډيرو دښمنۍ ته تن وركړ، خو دا دى اوس آته كاله وروسته بيرته همغه مدينې ته چې مخكې بې پناه پكې لټوله پداسې حال كې روان دى چې مكه يې فتحه كړې، د جاهليت واكمني يې نسكوره او غرور يې ورمات كړى، د كفر او شرك زور اوبه شوى، د جاهليت غرور تر پښو لاندې شوى، همغه جاهل او ګمراه خلك په اسلام مشرف او عزتمن شوي، اسلام ورته له هر څه محترم او مقدم شوى، همدا وجه ده چې مخكينۍ ګناوې يې ورته بښل شوې الله تعالى فرمايې: ((إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)). (يوسف: 90)
[ترجمه: چا چې تقوى او صبر وكړ نو الله تعالى د نيكو كارانو اجر نه ضايع كوي١.]

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د