نظــر

پيښور کې په افغان کډوالو څه تیریږي

پاکستاني پولیس له افغان مهاجرو سره خورا بده رويه کوي د پاکستان پولیس په مختلفو بهانو له افغانانو پیسې شکوي، كله ورته وايي چې پاسپورټ کې دې سپيشل برانچ نشته، مهاجر کارت وخت مو ختم دی، په پاسپورټ یا مهاجر کارت کوم ځای کې یې ليکلي چې له ده پیسې مه اخله او داسې نور.

څو ورځې دمخه راته یو ملګري د خپلو سترګو حال وایه چې پاکستانی پولیسو یو افغان مهاجر او د هغه میرمن چې شنه چادري یې په سر وه ، پولیسو په موټر کې کینولي وو، دوی غوښتل چې تور سرې او خاونديې ټانې ته بوځي، ملگري مې ویل چې ما یو پولیس ته وویل: دا سړی مو نیولی، خیر دی، خو دا ښځه خو یې پریږدئ چې کورته لاړه شي. پولیس راته وویل چې ځه ستا کار نشته ، موږ د افغانانو ښځې ځکه ټاڼې ته بوځو چې بیا د خوشې کیدو په موخه ورڅخه ډیرې پیسې اخلو.

همدا ډ‌ول هغه افغان مهاجر چې خپل مریضان پیښور روغتونونو ته راولي نو پاکستاني پولیس له دوی څخه هم پیسې شکوي او ډیر یې تنګوي. سړی نه پوهیږي چې دا حال به تر کومه روان وي. د نیشنل پارټۍ حکومت هم د افغانانو په مقابل کې د پاکستاني پولیسو دا رویه ګوري خو څه نه کوي، بلکې لا يې ملاتړ کوي، څومره تکلیف چې اوس وخت د نیشنل پارټۍ د حکومت په وخت کې افغانانو ته ورسېد او رسیږي، په بل هیڅ وخت کې ورته نه دی رسیدلی. د نشنل پارټۍ مشران لګیا دي د پښتنو نوم بدناموي او د پښتون تاریخ بدناموي.

دا دهغه نیشنل پارټی حکومت دى، چې پخوا به یی ناری وهلی چې که چېرې زموږ حکومت راغی نو پېښور کې به افغانانو ته د پاسپورټ ضرورت نه وي، زموږ افغانان چې تر ډیره له زړه صاف دي دوی د لر او بر افغان مدعیانو ته پنځه وخته لمانځه کې دعاګانې کولې چې یا الله دوی کامیاب کړې، څو افغانان لږ په ارامه ژوند وکړي خو دغو نیشنلیانو داسی نخرې په خپل دوره کې وکړې چې نه پنجابي کړې وې او نه هم بل حکومت. لا اوس هم دوی ناری وهي

چې لر اوبر افغان یو دی خو هر افغان ته دا معلومه شوه چې دا چې افغانان به په داسی نارو نور هڅکله ونه غولیږي.

.

حضرت ولي (جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x