نظــر

د حق او باطل جګړه يوازي بدنی نه ده، بلکي پر ډول ډول ډګرونو شامله ده

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: عبدالمالک همت

تر ټولو دمخه بايد دا څرګنده سي چي د حق او باطل تر منځ جګړه د آدم عليه السلام سره د شيطان د دښمنۍ له پيل څخه را پيل سوې ده او له دې څخه دوې يو له بلي مخالفي او متعارضي لاري رڼا او تياره رامنځ ته سوي دي، نو کله چي نور او رڼا تته سوې ده، تياره خپره سوې ده او که رڼا قوي سوې ده، نو تيارو کډه کړې ده او له دې دوو څخه به يوه خامخا څرګنديږي او داسي حالت نه سي رامنځ ته کېدلاى چي نه دي رڼا پکښې وي او نه تياره. يا دي نه حق وي او نه باطل. البته هر انسان به يا پر حق وي يا پر باطل او په نړۍ کي ټول ولسونه يا پر حق وي يا پر باطلو. همدا راز داسي هيڅ يوه عقيده نه پيدا کيږي چي يا دي پر حق يا پر باطلو نه وي ولاړه. البته د لوى څښتن حکمت تقاضا کوي چي دا بهير به چي دا ځمکه وي تر الى ما شاء الله روان وي.

په دې ترتيب يوه لور ته  زموږ او بل لور ته د کفارو او د دې دين د دښمنانو ترمنځ جګړه او معرکه پرله پسې روانه ده او هيڅ نه قطع کيږي.  البته کله د ځمکي په يوه ګوټ کي راونه وي کله يې په بل ګوټ کي. او کله دا جګړه زيات زور واخلي او کله څه سړه او سوکه سي. او کله چي حق قوي او پياوړى سوى دى د باطلو دښمني او عداوت لا ور سره زيات سوى دى او د حق د له منځه تلو لپاره ډول ډول کفارو لاسونه سره ورکړي دي.

خو په دې اړه يوه خبره کول په کار دي او هغه دا چي دغه جګړه خامخا بدني نه ده او ضرور نه ده چي دا جګړه به په  وسلو  سره مرګ ژوبله وي، بلکي  دا اساساً د ارادو او عقلونو او ذهنونو جنګ دى چي زياتره له تاوده جنګه پرته د ژوند په نورو برخو کي  روان وي.  يا په بل عبارت دا جګړه پر ډول ډول ډګرونو شامله ده. چي په هغو کي سياسي ډګر ، فرهنګي او ادبي ډګر، د رسنيو ډګر، اجتماعي او اقتصادي ډګرونه او داسي نور راځي او مرګ ژوبله د دې جګړې له پړاوونو څخه يو پړاو دى.

هر د عقل خاوند په دې پوهيږي چي دغسي اقتصادي، فرهنګي، تبليغاتي او …. جګړې پر دښمن باندي د بري ستر لاملونه او ډېره ښه وسله ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم به د حق او باطل د جګړې په دغه بهير کي حضرت حسان بن ثابت او کعب بن مالک رضي الله عنهما هڅول چي په خپلو شعرونو کي د کفارو بدۍ او عيبونه بربنډ کړي، هغه به حسان ته ويل:

« اهْجُهُمْ أَوْ هَاجِهِمْ وَجِبْرِيلُ مَعَكَ»[بخاري](د مشرکينو بد [هجو] ووايه ، ځکه جبرائيل عليه السلام پرله پسې ستا تاييد او ملاتړ کوي). او دا به يې هم ويل:
« اهْجُوا قُرَيْشًا فَإِنَّهُ أَشَدُّ عَلَيْهَا مِنْ رَشْقٍ بِالنَّبْلِ »[مسلم] (په شعرونو کي د کفارو هجو وواياست، ځکه چي دا پر هغو باندي د غشو تر وارو ډېر بد پرېوزي).

دغه راز د رسول الله صلى الله عليه وسلم مشهور او صحيح حديث دى:

« إِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ » (ډېر غوره جهاد د ظالم واکمن په وړاندي حق څرګندول او سپينه خبره کول دي).

د اسلامي نړۍ يو نامتو عالم ډاکټر سفر الحوالي وايي:” دا يوه لويه تېروتنه ده چي دغه جګړه په يوه ميدان کي رامنحصره سي او يا يوازي موږ دا واجب وګڼو چي يوازي او يوازي وسله واخلو او د کفارو سره په وجنګېږو او که داسي ونه کړو، نو ګواکي موږ هيڅ نه دي کړي. ترڅو چي موږ پوهيږو چي زموږ دښمن دغونه مکار دى او دا جګړه دغونه پراخه ده، نو موږ ته لازمه ده چي د دې جګړې دغو ټولو مجالاتو او فرصتونو ته پام ولرو. haq and batil

په دې اړه به موږ د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د مبارک ژوندانه يوې بېلګې ته پام واړوو. لوى څښتن جل جلاله حضرت پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (73) ﴾ [التوبة:٧٣] ژباړه: اى نبي! د کافرانو(سره په وسله) او د منافقانو سره (په ژبه او دليل، په بشپړ ځواک او پوره مړانه) جهاد وکړه (، څو دوى له کفر او نفاقه راوګرځوې). او(د دواړو ډلو سره) ډېر سخت چلند وکړه (او هيڅ نرمښت مه ورسره کوه او رحم مه پر کوه، ځکه دوى د دې وړ دي)، د هغو د اوسېدو ځاى (په آخرت کي) دوږخ دى او دا(دوږخ) دورتلو ډېر بد ځاى دى.

د پورتني آيت په اړه څه لنډي څرګندوني:

﴿جَاهِدِ الْكُفَّارَ﴾: ټول کوښښ او جهد دي د کفارو او منافقانو سره په  جګړه کي وښنده. جهاد د دښمن په وړاندي د ننګي او دفاع په لار کي د ټولو کوښښونو، وس او هلو ځلو په کار اچولو ته وايي. (أيسر التفاسير لكلام العلي الكبير).

محمد سيد طنطاوي په خپل التفسير الوسيط کي وايي: ” قوله سبحانه جاهِدِ من المجاهدة، بمعنى بذل الجهد في دفع ما لا يرضى، سواء أكان ذلك بالقتال أم بغيره“. یعني:” جاهِدِ “: له مجاهدې څخه اخيستل سوی دی چي معنا يې ده: د هغه څه په دفع کي چي ناخوښه وي کوښښ کول، په جګړه سره وي او که په بل څه.

په تفسير المنار کي وايي: جهاد د ځواک کارولو او مشقت ګاللو ګډ کوښښ دى. لکه قتال چي له قتل څخه اخيستل سوى دى. او دا جهاد حسي او معنوي او قولي او فعلي وي.

شعراوي په خپل تفسير کي وايي: په دغه جهاد کي په لاس جهاد، په دليل جهاد، په ژبه جهاد  ټول داخل دي. نو چي له منافقانو څخه څوک جګړه کوي په لاس، ژبه، توره او بيان دي جهاد ورسره وسي او که څوک په ذمه يا عهد د اسلام  ايل او مطيع وي ، نو په دليل دي جهاد ورسره وسي او د اسلام ښېګڼي او د شرک او کفر بدګڼي دي ورته څرګندي سي.

د بدائع الصنائع د اووم ټوک په ۹۷ مخ کي د جهاد د اصطلاحي معنا په هکله وايي: جهاد د الله عز وجل په لار کي د ځان په وژلو، د شتو په ښندلو او ژبه او داسي نورو د وس او طاقت ښندنه ده.

لوی څښتن چي جهاد مشروع کړی دی يوازي يې پر مرګ ژوبله نه دي رالنډ کړی. ابن تيميه رحمة الله علیه وايي: جهاد هم په لاس دی، هم په دعوت، دليل، ژبه، رایه، تدبيراو صناعت، نو جهاد په هر هغه څه چی ممکن وی واجب دی. ( الفتاوى الكبرى 5/537).

لکه چي پوهيږو د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم پوځي جګړې خو د کفارو سره معلومي دي او هغه په ځينو محدودو او د ګوتو په شمېر وختونو کي وې. اما هغه صلى الله عليه وسلم په نورو ټولو وختونو کي د هغو سره جهاد کاوه او دغه جهاد يوازي د جګړې په ورځو پوري محدود نه وو. نو له دې څخه معلومه سوه چي  د کفارو سره جهاد او د هغو سره سخت برخورد يوازي په توره (تودې جګړې) پوري محدود نه دى، بلکي په دې لار کي په  شتو او سرښندنه، ژبه، قلم، دعوت او تبليغ، وخت لګولو، زيار او زحمت ګاللو، د پوهي او استعداد په کار اچولو او اسلامي دفاعي سياست کولو سره هلي ځلي چي د غليم د نيواک د طردېدو، د هيواد د خپلواکۍ، د اسکېرلو انسانانو د ژغورني او د اسلامي واکمنۍ د ټينګښت لامل کيږي، دا ټول جهاد او سخت برخورد باله سي. لوى څښتن جلت عظمته فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (10) تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (11)﴾[الصف:١٠ ــ ١١]

ژباړه: اى مومنانو! آيا زه تاسي ته هغه سوداګري دروښيم چي تاسي له دردناک عذاب څخه وژغورئ؟ پر الله او د هغه پر پيغمبر باندي پر ايمان باندي همېشه تو(مداومت) وکړئ او د الله په لار کي په خپلو شتمنيو او ځانونو سره جهاد وکړئ. دا (سوداګري) ستاسي لپاره (د دې دنيا تر سوداګرئ) ډېره ښه ده که تاسي (د شيانو په تاوانونو او ګټو) پوهېږئ(نو دغه چاري تر سره کړئ).

په دې باره کي آيتونه خورا ډېر دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم فرمايي:

« جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ» (د مشرکينو سره په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره جهاد وکړئ). [دغه حديث چي د احاديثو په ډېرو کتابونو کي روايت سوى دى حاکم په المستدرک کي او نورو حديث پوهانو د مسلم پر شرط صحيح بللى دى].

او حقيقت هم دادى چي هغه جهاد چي اغېزمن واقع سي او دښمن د ماتي سره مخامخ کړي هماغه دى چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنت او سيرت پيروي پکښي وسي“.

نو څنګه چي باطل پال کفار دغسي تېرى کوونکى خصلت لري او هر مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د جګړې اورونه بلوي، نو په کار داده چي ټول مسلمان امت هر فرد د کفارو د دغو مکرونو او تجاوزونو سره د مقابلې په موخه په ټولو ډګرونو کي د اوږده مهال لپاره چمتو اوسي او هر څوک چي په دې چارو کي په ځان، مال، ژبه، علم او پوهه او داسی اعمالو چي د ملي مبارزينو د نصرت او ملاتړ لامل سي برخه اخلي مجاهد في سبیل الله باله سي او ان شاء الله د مجاهد ٍوابونه به يې په برخه سي.

خو دا د دې معنا نه لري او دا به لويه بې انصافي وي چي د کفارو د دغه خصلت په مقابل کي او د هغو د تېريو د مخنيوي لپاره دغسي سياست، تدابير او چمتو والى د مسلمانانو جګړه غوښتنه وبلل سي او هغو ته د ترهګرو خطاب وسي. بلکي برعکس دا ډېر ښه کار دى، دنيوي او اخروي ښېګڼي او ثوابونه هم پر مرتب دي. دا له ښکېلاک او د هغه له اربکیانو څخه د هيواد او خلکو د ژغورني او خپلواکۍ ملي او هيوانۍ مبارزه باله سي. دا د پیغمبرانو، صحابه وو، عالمانو، اتلانو او غازیانو پر پلونو پل ايښوول دی. دا په نړۍ کي د سولي او امنيت سره هم لويه مرسته کوي. د کفارو د دغسي جګړه ييز خصلت او د هغو لخوا د جګړو د اور بلونو په وړاندي د مسلمانانو دغسي تدابيرو ته په خپله دغه کفار او د دوى پلويان جګړه غوښتنه او تروريزم وايي يا هغه کسان دغسي خبري کوي چي په حقايقو يې سر نه وي خلاص.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

همت صاحب السلام علیکم !!۱ الله ج دی اجرونه درکړی ، ستاسی ټولی لیکنی او ارزونی په ځای ، عقلی نقلی او منطقی دی . ستاسی د لیکنی په تایید او امتداد به زه د ځان پوهیدنی په خاطر ، یا نورو ته پری کومه غلط فهمی ونه زیږول شی ، تاسی د دغه مبارک ایت [ ] ترجمه او تقسیر [ ] کړی ، له ایت له ظاهری ترجمی خو داسی نه معلومیږی چه کفارو سره بلوسله او د منافقینو سره بلسان مقابله وکړی ، زه باور لرم چه تاسی به یی د ایت د نزول له قیصی لیکلی… نور لوستل »

محمد عبدالله

ماشاالله همت صاحب الله دی جنت الفردوس کی د نبیانو صدیقینو سره اوشهداوو صالحینو سره مو یوزای کړی او الله دی درسخه قبول کړی

عبدالمالک همت

ګران ورور محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب سلام ته دي وعليکم وايم او د روغتيا او ښه وخت او خوښ ژوند دعا درته کوم. ګران استاذه ستاسي د مورد بحث آيت لنډه ژباړه ما په خپل تفسير کي داسي کړې ده: ﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (73) ﴾ ٧٣. اى نبي! د کافرانو او د منافقانو سره جهاد وکړه او ډېر سخت چلند ورسره وکړه، د هغو د اوسېدو ځاى دوږخ دى او دا(دوږخ) دورتلو ډېر بد ځاى دى. اما تفسيري ژباړه مې هغسي کړې چي په مقاله کی راغلې ده. لکه څنګه… نور لوستل »

محمد عبدالله

زه بیا ووایم چی همت صاحب زما په نظر به دانسان دخوشحالولو دپاره لیکنی ونکړی بلکی یوازی دالله رضا یی مطلب وی او دلیکنو سخه یی ماته داسی جوتیږی چی دیر پوهه لری او دراسخی عقیدی خاوند ده الله د له ایمان سره وساتی او په جنت الفردوس کی ورته زای ورکړی دا چی لیکنه یی زمونږ خطاوی جوتوی او یا مونږ ته لاره خیی نو باید مونږ زانونه سم کړو اوسمه لاره دمستقیم ونیسو رازو الحاج بیانزی صاحب تبصری ته نو بیا اول به تینه اجازه واخلو ګرچی اجازه یی هم راته راکړی خو بیاهم تینه داریږو چی کنایی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx