ټکنالوژي

هغه عمده لارې چاری چې هکران کولای فیسبوک حساب مو هک (غلا) کړي او د هغې د مخنیوي لارې چارې

لیکوال: اینجینر عبدالحق زاهد
لیکوال: اینجینر عبدالحق زاهد

انجینر عبدالحق ذاهد –

فیسبوک یو له مشهورو اوعمده ټولنیزو شبکو څخه دی چې نن سبا په ټوله نړۍ کې تر نورو اجتماعي سایټونو ډیر مخکې دی او په واقیعت کې هم د خپلو کاروونکو لپاره په  زیاته اندازه سهولتونه منځ ته راوړي نوموړی ویبسایټ تقریبا یو بیلیون شا وخوا استعمالوونکی لري چې دا یو ډیر لوی جمیعت دي.

داچې نوموړی اجتماعي شبکه لا تراوسه ډیره ځوانه ده او له پیل څخه یې دومره وخت نه کیږي خو بیا هم په پرمختللو هیوادونو کې خلک ورسره ډیر آشنا دي. نظر د هغو ملکونو خلکو ته چې نوی یی دی شبکې ته لاس رسی پیداکړی او هغه عموما هغه پس پاتې ملکونه دي لکه افغانستان او تر یو حده یې د تعلیم او نوې تکنالوژۍ په برخه کې معلومات کم وي نو همدا ډول خلک د نورو مسلکي کسانو او هغو مزاحمو کسانو له خوا چې همدا یې کار دي او د مختلفو اهدافو لپاره د خلکو حسابونه غلا کوي تر ټولو ښه هدف ګرځي، ځکه هغه خلک چې څه ناڅه لدې سیستم سره بلدتیا لري د نورو په مقابل کې عکس العمل ښیي او تر یو حده له دا ډول تهدیدونو ځان ساتلی شي.

نو د همدې په خاطر مې مناسبه وبلله ترڅو بعضې هغه لارې چارې چې وکولای شو له دې تهدیدونو څخه ورباندې ځان وژغورو له تاسو قدرمنو لوستوونکو سره شریکې کړم.

i.    په براوزر Brower یا پلټونکې کې د پاسورډ ذخیره کول:- همیشه به مو لیدلي وي کله چې خپل د فیسبوک او یا ایمیل حساب ته داخلیږې نو ستاسو نه پوښتنه کوي چې آیا پاسورد مو ددې سایټ لپاره ذخیره کول غواړي او کنه. اکثره خلک ددې مسلې سره عادې برخورد کوي کله ورته ذخیره ووايي او کله هم نه، نو که چیرې مو خپل پاسورد پدې طریقې سره ذخیره کړ نور کسان په آسانۍ سره کولای شي ستاسو پاسوورډ د براوزر د Save Password  نه په اسانۍ سره لاسته راوړي. لکه په ګوګل کروم کې په لاندې وینډو کې لیدلی شۍ ددې لپاره Setting –Option  ته لاړ شۍ.chrome optionsڅنګه کولای شو لدا ډول تهدید نه ځان وساتو؟

a)    هیڅکله خپل پاسوورډ د حساب داخیلیدو په وخت کې مه ذخیره کوئ.

b)    خپل پلټوونکي یا براوزر ته مو خوندي وساتئ یعنې پاسورډ ورکړئ.

c)    همیشه په خپل کمپیوټر او نورو الاتو کې له قوي پاسورډونو څخه استفاده وکړئ.

ii.    ستاسو د ایمیل حساب یا امیل ادرس د پیداکولو له لارې:- په اسانۍ سره کولای شي ستاسو د ایمیل له لارې ستاسو پاسوورډ ختم کړي او بدل یې کړي.
د دې لپاره چې خوندي و اوسو نو باید خپل ایمیل ادرس او پاسورډ ساتنه وکړو او همدارنګه کولای شي چې د خپل ګوګل حساب لپاره د 2 Step authentication in your mail آپشن په فعالولو سره بدون له خپل موبایل پرته نه شی کولای بل څوک مو بریښنا لیک یا ایمیل آدرس خلاص کړي.

iii.    د منبع کوډ Source Code:- تاسو به اکثره وخت د فیسبوک یا بریښنا لیک پاڼه کې په هغه ځای کې چې پاسورډ لیکل کیږي د پاسورډ په ځای کې د ستوریو غوندې نښی وینی او کله مو چه پاسورډ لیکی هم د ستوریو نښو په شکل لیدل کیږي چې تاسو به فکر کوی دا هیڅوک هم نشی کتلای خو داسې نده هغه خلک چه له پروګرامینګ او کوډونه سره څه ناڅه بلدتیا ولري کولای شي ستاسو پاسورډ پیداکړي.

ددې لپاره لاندې ویندو ته وګورئ.

څنګه کولای شو لدی ډول غلا مخه ونیسو:

a)    هیڅکله مو فیسبوک د ساین آپ په وینډو کې مه پریږدئ.

b)    هیڅکله مو د فیسبوک پاسورډ مه ذخیره کوئ.

c)    کوښښ مه کوۍ چې د هرچا په کمپیوټر کې خپل ایډي خلاصه کړی که مو خلاصه کړه نو بیا مو هغه خپله د کار کولو تاریخچه History ډیلیټ کړئ.

iv.    Tabnapping :- دا اصطلاح نن سبا ډیره استعمالیږي او داده د غلا یوه ډیره ښه او اسانه طریقه ده پدې طریقه کې هکران جعلی پاڼې جوړوي چې کټ مټ د اصلي پاڼې په شکل ښکاره کیږي کله چې استعمالوونکی ورته پاسورد او یوزر نوم ورکوي مستقیم هغه هکر ته ځي چې پدې طریقې سره په مختلفو شکلو څخه استفاده کوي لکه مختلف داسې جعلي پاڼې د ګیمونو د ویبسایټونو په نوم جوړوي چې د استعمالوونکي نه د حساب د نوم او پاسوورډ غوښتنه کوي نو که چیرته دی داسې یو ځای کې خپل معلومات ورکړل داسې وبوله چې هک شوې.

څنګه به پوه شو چې دا یو جعلي پاڼه ده او که اصلي:

a)    هیڅ وخت له خپل فیسبوک نه داسې لینک ته مه داخلیږې چې sign up ویڼډو ولري.

b)    کله موچې  فیسبوک راخلاصولوو ځان ښه مطمئن کړی چې په ادرس بار کې مو یوازي د فیسبوک ادرس لیکل شوی وي. لکه www.facebook.com

c)    هیڅ کله هم له هر سایټ څخه ګیمونه مه چلوئ او مه ډاونلوډ کوې چې اعتباري نوي.

d)    په خپل موبایل کې د د Spyware and freeware سافتویرو نه مخنیوی وکړئ.

e)    کله موچه سافت ویر پکار کیږي کوشش کوی چې له اعتباري سایټ څخه یې ډاونلوډ کړۍ.

v.    ستاسو د وای پای  Wi-Fi شبکې له لارې:- کله که تاسو په خپل وای پای نیټورک له ضعیف پاسورډ نه استفاده کوي او یا هم پاسورډ نه استفاده نه کوی نو هکران کولای شي ستاسو شبکې ته داخل شي او ستاسو د کمپیوټر ټول معلومات غلا کړي او همدارنګه ستاسو د راوټر له لارې ستاسو د انټرنیټ ټول ټرافیک لاسته راوړی شي هغه که که فیسبوک وي حساب وي او یا هم نور معلوماتونه.

ددې لپار چې لدې ډول تهدید نه مو مخنیوی کړی وي:

a)    کوم وخت هم کوشش مه کوئ چې پري یا عامه وای پای استعمال کړې ځکه کیدای شي ددې ډول شبکو ټرافیک د هر چا له خوا کنټرول شي.

b)    په Public Wi-Fi کې همیشه د VPN استفاده وکړي د ټرافیک د Encryption لپاره.

c)    تل د WPA-2 امنیت د PIN سره استعمال کړئ.

d)    وخت او وخت مو خپل وای پای پاسوورډ بدل کړئ.

vi.    تل له خپل حساب نه خارجیږئ :Always Logout- کله موچې کمپیوټر تنها پریښودلو حتما له خپلو ټولو حسابونو نه خارج شئ بعضې داسې استعمالوونکي شته چې هیڅ وخت له خپل فیسبوک څخه نه خارجیږي نو د هغې لپاره ډیره ضروري مشوره ده که غواړي چې خپل فیسبوک يي له غلا او خرابوالي وساتي.

vii.    Facebook Phishing فیسبوک پیشینګ :- د اصطلاح د فیسبوک د یوې مشهورې غلا د روشونو څخه عبارت ده چې په پدې طریقه کې هم د جعلي پاڼو Fake Pages څخه استفاده کیږي چې استعمالوونکې یوې غلطې پاڼې ته داخلیږي او خپل معلوماتونه داخلوي چې مستقیما د هکرانو لاس ته ورځي لکه پدې لاندې وینډو کې په www.facelook.com.clxx6.com   ډول او نورو ادرسونو پرتې وي.

له دې ډول غلا څخه به ځان څنګه وژغورو:

a)    د هغو ایمیلونو څخه تل ځان وساتي چې ستاسې نه غواړي چې خپل فیسبوک ته په نوي وینډو یا  New Tabداخل شئ.

b)    کوشش مه کوي هغه ایمیلونه چې لینکونه له ځانه سره ولري او Spam شوی وي را خلاص کړئ.

c)    په خپل کمپیوټر کې همیشه له ګوګل کروم پلټوونکي څخه استفاده وکړی ځکه کروم کولای شي هغه Phishing page وپیژني.

d)    په خپل کمپیوټر او موبایل کې له اعتباري انټي ویرس څخه استفاده وکړئ.

e)    ځان مطمئن کړی چې Facebook.com آدرس خپل حساب ته داخل شوی یی.

viii.    Keylogging: – دا یوه تر ټوله اسانه طریقه ده چې د یوه کوچني سافت ویر کي لاګینګ په واسطه کیدای شي چې هغه د ټولو فعالیتونو ریکارډ جوړوي او په اسانۍ سره ټول معلومات د هکرانو لاس ته ورتلی شي.

څنګه به دا تهدید له منځه وړو:

a)    د اعتباري او اپډیټ انټې ویرس درلودل.

b)    د وړیا سافتویرونو د ډاونلوډ کولو لپاره د مشهورو او اعتباري سایټونو څخه استفاده کیږي.

c)    د هغه چیپونو او فلشونو سکن کول چې خپل کمپیوټر ته ترې یو څه انتقالوو.

ix.    Mobile Phone Hacking د موبایل له هک کیدل:-  کله کله داسې کیدی شي چې یو بل څوک او یا هم په خپله د ناپوهۍ او یا بې پروایۍ له مخې په ټلفن کې داسې سافت ویر نصب شوی وي  چې د مانیټورینګ استفاده ورڅخه کیدی شي نو پداسې وخت که چیرې موږ خپل پاسورد د تلفن له لارې ختم او یا تبدیل کروهغه ټول مسجونه مو د هکرانو له خوا کتل کیدای شي او کولای شي له هغې په استفادې زموږ پاسورډ ختم کړي.

د مخنیوي لارې چارې:

a)    هیڅ وخت ناپیژندل شوي اپلیکشن په خپل موبایل مه نصب کوئ.

b)    هر وخت مو خپل موبایل چک کړی تر څو ورباندې داسی کوم سافت ویر نه وی انستال شوی.

c)    له آپډیټ انټي ویرس څخه استفاده وکړې.

x.     Social Engineering:-  دا یو ساده حمله ده چې د هکرانو له خوا ترسره کیږي او د ډیکشنري اټک سره ډیر تفاوت نه لري د هدف لاندې حساب په اړه مختلف معلومات راټولوي او بیا د هغې د پاسورډ د هغې له لارې پیداکوي ددې لپاره دوی له مختلفو هغو معلوماتو څخه استفاده کوي چې خلک یې د پاسوورډ په ډول استعمالوي. لکه نوم د زیږیدو ورز د قوم ولایت یا مملکت نوم یا د خپل موټر نوم او داسې نورو څخه استفاده کیږي.

د مخنیوي لپاره به څه کوو:

a)    هیڅکله د ضعیفو پاسورډونو څخه استفاده مه کوي.

b)    تل قوي پاسورډ استعمال کړی چې له حروفو اعدادو او نښو څخه تشکیل شوي وي.

c)    له یو ډول پاسورډونو څخه په مختلفو حسابونو کې استفاده مه کوي.

d)    د ښه او قوي پاسورډ لپاره له Random Password Generator   ویب سایټ څخه استفاده وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x