تخار: دولتي ځواکونو د درقد نیولو دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د تخار چارواکي وايي چې د دې ولایت درقد ولسوالۍ يې له دوو میاشتو وروسته د طالبانو له تسلطه خلاصه کړه.

د تخار د والي وياند سنت الله تیموري وايي چې دوی نن سهار پر دې وتوانيدل چې د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي، خو طالبانو تر دې دمه د دولتي چارواکو د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي.

سنت الله تيموري تېره ورځ خبر ورکړ چې د مراد علي مراد په ګډون يې د درقد ولسوالۍ ته مرستندوی کتار لېږلی او هڅه کوي چې دا ولسوالۍ د طالبانو له واکه خلاصه کړي.

تیموري ويلي و، چې په جګړه يې ۲۲ طالبان وژلي دي، خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد د دوی څرګندونې بې بنسټې وبللې او د خپلو څلورو ملګرو د مرګ ـ ژوبلې پخلی يې وکړ.

مجاهد وویل چې درقد ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه روان کتار يې د درقد په اسلام اباد کلي کې په شا تمبولی او د دوو قومندانانو په ګډون يې ۱۸ تنه وژلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د