نادري ناولده

د اوباما د سپي غل نیول شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د یو سپي د غلا د نیت په تور یو تن نیول شوی دی.

د سکای نیوز پر حواله د ستوکرت په نوم یو تن غوښتل چې د بارک اوباما د کورنۍ ګډ سپی «بو» غلا کړي.

«بو» د بارک اوباما، میشل اوباما او د دوی د لوڼو مالیا او ساشا سره شريک دی.

د سرچينې په قول ستوکرت منلي دي چې د بارک اوباما د «بو» د غلا هوډ يې کړی و، خو د پولیسو له خوا ونیول شو.

اوباما دوه سپي لري، چې يو يې په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د یو سناتور له خوا ډالۍ ورکړل شو او بل نوموړي پخپله د ټاکنو په موده کې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه.

هغه د ټاکنو په مهال ويلي و، چې ده له خپلو دوو لوڼو سره ژمنه کړې ده، چې سپينې ماڼۍ ته به یو بل سپی هم راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x