افغانستان

هلمند: ګرشک کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو هم مهاله بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر ګڼو پوستو هم مهاله بريدونه پيل شوي دي.

سیمې ته څېرمه اوسېدونکي وايي چې طالبانو نن سهار د عسکرو پر څو پوستو یو ځايي بريدونه پیل کړل چې لا هم دوام لري.

په ګرشک کې د نښتو په اړه د هلمند ځايي ادارې او طالبانو رسماً څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د هلمند په مارجه کې هم د امريکايی ځانګړو ځواکونو چورلکه د طالبانو له لوري په نښه او رانسکوره شوه.

امريکايی ځواکونو په دې چورلکه کې د خپل یو ملګري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو ومنل، خو طالب ویاند قاري يوسف احمدي وويل چې شاوخوا ۱۶ تنه يې پکې وژلي دي.

په ورته وخت کې په سنګين ولسوالۍ کې هم د جګړ خبر ورکړ شوی دی، چې طالبانو پکې تر ۴۱ ډېرو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

وړاندې تر دې د هلمند ځايي چارواکو ويلي و، چې د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې به د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x