افغانستان

دامریکا دفاع وزیر چک هیګل دکرزي په خبرو مرور شوی

دامریکا ددفاع نوی وزیر چک هیګل افغانستان ته په خپل لومړني سفر راغلی ، نوموړي ویلي وو غواړم دافغانستان حالت ځان ته معلوم کړم ، خو دنوموړي دراتګ په ورځ په کابل کې چاودنې او دحامدکرزي سره مرروتوب دنوموړي سفر ګډوډ کړی او تراوسه نه دی توانیدلی چې دافغانستان حالات ځان ته سمه توګه معلوم کړي ، دافغانستان اسلامي اژانس دراپور له مخې په امنیتي خطر سربیره دحامدکرزي سره مرورتیا ددې سبب شوې چې چګ هیګل له کرزي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس او غونډه کې ګډون ونه کړي ، داچې په دې اړه نور څه پیښ شوي توجه مو دافغان اسلامي اژانس بشپړ تحلیل ته را اړوو .

 (د يکشنبې په ورځ هغه مطبوعاتي کنفرانس چې د جمهور رئيس حامد کرزي او امريکا د دفاع د وزير چک هيګل (Chuck Hagel) تر منځ کيدونکى و د نامعلومه دلايلو له امله ونه شو.که څه هم په ظاهره ويل کيږي چې دغه مطبوعاتي کنفرانس د امنيتي دلايلو او يا د جمهور رئيس کرزي د مصروفيتونو له کبله نه دى شوى خو په کابل کې يو شمير باخبره سرچينو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د امريکا د دفاع وزير چک هيګل د جمهور رئيس حامد کرزي په هغو څرګندونو خورا خوا بدې دى چې د يکشنبې په ورځ 2013-03-10 يې په کابل کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ ې شوې غونډې ته وکړې.

حامد کرزي  په خپله وينا کې د امريکا پر پاليسۍ کلک تنقيدونه وکړل او ويې ویل امريکا له يوې خوا وايي چې طالبان زموږ دښمنان نه دي او له بلې خوا د طالبانو په نوم د افغانستان خلک ځوروي.همدا راز دې سرچينو افغان اسلامي اژانس ته وويل افغان لوري د بګرام د زندان نه سپارل او د وردګ ولايت څخه د امريکا د ځانګړو قواوو نه وتل هغه مسئلې دي چې حامد کرزى يې خفه کړى و هغه په دې دوه ژمنو کې وولس ته خورا پاتې او ناکام راغلو.دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د امنيت شورى د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د امريکا ځانګړي قواوې دې په دوه اوني کې د وردګ ولايت څخه وباسي خو تر اوسه پورې بهرنۍ قواوې د وردګ په ولايت کې ميشتې دي .کتونکي په دې باور دي ستونزې او اختلافات د افغانستان او امريکا تر منځ خورا زيات شوي لکه چې د سياسي حالاتو يو تن څارونکي احمد سعيدي په دې اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل (د جمهور رئيس کرزي او امريکا تر منځ اختلافات اوج ته رسيدلي او نور هم د خرابۍ په لور روان دي چې له همدې وجهې نن د امريکا د دفاع د وزير او حامد کرزي تر منځ ليدنه کتنه هم ونه شوه).له بلې خوا يوې بلې سرچينې په کابل کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د افغانستان د ملي امنيت د شورى رئيس ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هلې ځلې کوي چې د امريکا د دفاع وزير چک هيګل او جمهور رئيس کرزي تر منځ تاو تريخوالى لرې او د ملاقات زمينه برابره کړي.دې سرچينې وويل چې د همدې له پاره ډاکټر سپنتا د يکشنبې په ورځ له ماښام څخه وروسته په کابل کې د امريکا سفارته تللى دى چې تر اوسه پورې د هغه د هلو ځلو وروستي نتايج معلوم شوي نه دي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x