
زابل: بې لاسو پولیس له ژونده کړېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): 25 کلن محمد حنیف د زابل اوسېدونکی دی، په ملي پولیسو کې يې دنده درلوده، چې د یو ماين ښکار شو.
حنیف وايي چې د ماین په چاودنه کې يې غبرګ لاسونه پرې شول، چې بې لاسو ژوند ورته ډېر سخت دی.
په کورني ژوند کې د محمد حنیف پالنه د هغه ورور کوي، پخپله حنیف تر اوسه واده نه دی کړی.

هغه په مایوسۍ پر دولت غږ وکړ، چې د همدې دولت لپاره يې قربانۍ ورکړې خو اوس يې څوک نه پېژني او ان د خپل ژوند ضرورتونه نه شي پوره کولی.
د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وايي چې محمد حنیف څو ځلې تر امنیه قومندانۍ پورې تللی دی، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.
تر دې وړاندې هم د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې معیوب شویو عسکرو له دولته ګيلې کړې او ويلي يې دي چې دوی د همدې دولت لپاره معیوب شوي دي خو دولت يې غږ نه اوري.
د محمد داود په نوم د ملي اردو د یو تن عسکر نیم بدن فلج او په کور پروت دی، د برید مل عیان الله غبرګې سترګې ړندې شوې دي خو اوس په کونړ کې له خپلې کورنۍ سره معیوب ژوند تېروي.
د هلمند د مارجې د اربکیانو قومندان محمد قاسم په ورته برخلیک اخته دی، هغه په مارجه کې خپله ښۍ پښه له لاسه ورکړه، د حکومت او چارواکو له بې اعتنايۍ سر ټکوي او وايي: «حکومت تش په نامه حکومت دی، که یو طالب په جګړه کې ووژل شي، طالبان د هغه کورنۍ ته د میاشتي ۱۵۰۰۰ افغانی (تقریبا ۲۷۵ ډالره) د راتلونکو دوو کلونو لپاره ورکوي، زمونږ حکومت تر طالبانو هم کمزوری دی».
د یوې احصائيې له مخې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د معیوبینو شمېر تر ۱۳۰۰۰۰ کسانو اوښتی، په هغوی کې ۴۰۰۰۰ داسې دي چې د بدن ځینې غړي یې په بشپړ ډول پرې شوي وي.