دیني، سیرت او تاریخ

د ژوند حق د اسلام له نظره

لیکوال: غریب الله هلال
لیکوال: غریب الله هلال

لیکونکی: غریب الله ( هلال)
۱۹/ جدی ۱۳۹۴

د انسان د ژوند حق:

په اسلام کې د انسان د ژوند حق:

انسان الله تعالی اشرف المخلوقات او ډیر په ښه او ښائسته شکل سره پیدا کړی دی، الله تعالی د انسان د پیدایښت فیصله د یو ستر هدف او مقصد سرته رسولو په خاطر وکړه چې د الله تعالی عبادت وکړي په هغه شان چې الله تعالی او د هغی رسول صلی الله علیه وسلم يې مونږه ته لارښونه کړي ده، ولی چې د انسانانو نه مخکې په دنیا کې پیریان میشته وو او دوی د الله تعالی څخه سرکشي شروع کړه او د الله تعالی حکمونه په هغه شان چې امر ورته شوی وو سرته نه رسول نو پدغه وخت کې ملایکو الله تعالی ته عرض وکړه چې انسانان مه پیدا کوه ولي چې دوی به هم د پیریانو پشان سرکښې وکړي خو الله تعالی ملایکو ته وویله زه پوهیږم په هغه څه چې تاسو پری نه پوهیږي، نو د انسانانو پلار آدم علیه السلام یې د خاورو نه پیدا کړ او ملایکو ته یې امر وکړ  چې د انسانانو پلار آدم علیه السلام ته سجده وکړی ټولو ملایکو سجده وکړه مګر شیطان علیه اللعنة سجده ونکړه، غرور او تکبر يې وکړ او وی ویله، زه دی د اور نه پیدا کړی یم او آدم دی د خاورو نه، نو زه څنګه آدم ته سجده وکړم، نو لدې کبله د ورځ د قیامت پوری ملعون وګرځیده.

د ملایکو سجده د انسانانو پلار ته دا د انسان د عظمت او لوی شان په معنی ده دا چې انسان پیدایښت  مهم دی نو ژوند یې هم د الله تعالی پروړاندې ډیر زیات ارزښت لری ، د انسان وینه په ناحقه تویولو الله تعالی ډیر زیات خفه او په قهر کیږي له دی وجی نه الله تعالی د قرانکریم په سورة المائدة ایات نمبر ( ۳۲) کې فرمائی: (مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا)
ژباړه: الله تعالی وایي له دې وجی نه مې په بنی اسرائلو فرض کړه که چا یو نفس قتل کړه بدون د کوم نفس نه (د شریعت د اجازی پرته)  په ځمکه کې ګویا دوی ټول انسانیت قتل کړه او که د یو چا ژوند ته یې نجات ورکړه ګویا دوی ټول انسانیت ته نجات ورکړه).

په حدیث کې راغلی دی نبی علیه السلام ویلی دی تر ورځ د قیامته چې څوک په ناحقه وژنه کوي د قابل پکی برخه شته، کوم چا چې د خپل ورور هابیل وینه په ناحقه تویه کړی وه.

له دینه معلومیږي چې د یو انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه ده او د یو انسان  ژوند ژوغورنه د ټول انسانیت د ژوند ژوغورنه ده او په سورة بنی اسرائیل ایات نمبر (۳۳)  کې الله رب العزت فرمائی (وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا)

الله تعالی وایې د یو نفس د وژلو مرتکب کیږي مه د هغه چې الله تعالی حرام کړی دی مګر په حقه سره او که څوک مظلوم او په ناحقه ووژل شي د هغی وارث ته مونږ د بدلی او قصاص غوښتنی حق ورکړی دی. نو پکار ده چې د هغی په وژلو کې د حد نه تیری ونکړي له هغه سره به مرسته وشي.

او په سورة النساء ایات نمبر ۹۳ کې الله تبارک وتعالی فرمائې (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا) ژباړه: که چا یو مومن قصدآ مړ (قتل) کړه ددی جزأ جهنم ده او همیشه به په جهنم کې وي د الله تعالی غضب به وی پدې باندې د الله تعالی لعنت وی پدې باندې او تیار شویدی ددې لپاره عذاب لوی.

مفسرین وائی چې هر چا یو مسلمان قصدا قتل کړه نو ددی ځاې د اوسیدو او جزأ فقط او فقط اورد جهنم دی او کچیرته سهوآ د یو چا د لاسه قتل وشوو او توبه یې وویستله او قصاص او دیت یې ورکړ الله تعالی غفور، رحیم او مهربان دی پخپلو بندګانو مغفرت به ورته نصیب کړی.

نو  انسان وژنه د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځی په اوسنی وخت کې په ټوله نړۍ او خاص کر په اسلامې نړۍ کې انسان وژنه دغومره ډیره شوی ده چې د یو انسان وینه تویول د یو چرګ حیثت هم نلری نو همدا لا امل دی چې وخت په وخت زلزلی، غره ښویدنه او نورو قسم ماقسم عذابونو سره مخ کیږو او د الله تعالی د قهر او غضب سره مخ یو.

له دی کبله چې د انسان ژوند دیر ارزښت لری د الله تعالی په وړاندې نو نبوي سنتو هم د انسان د ژوند اهمیت ته په ډیرو مواردو کې اشاره کړیده او تفصیلی احادیث پدې هکله راغلی دي ولی چې ژوند د انسان اساسي حق دی که ژوند نوي نو نور ټول شیان عبث او څه فایده نلری که هغه د ازادی حق دی، دبیان او مذهب د ازادی حق دی، که د اوسیدو حق او داسی نور دا ټولی ازادیي ګانی او حقوق د انسان د ژوند سره تړلی دی او که انسان ژوند ونلری ټول شیان بې معنی او عبث دي.

د انسان د وینې تویونه حراموالی د سنتو په رڼا کې:

*    د وژنی حراموالی:

*    قاتل د مقتول د میراث څخه محرومول:

*    مرتد مخکې له دینه چې ووژل شي د توبې غوښتنه به ترینه کیږي:

*    قاتل به په سهوه او شبه العمد کې نه وژل کیږي.

*    هغه څوک چې ډاکټر نوي او څوک مړ کړي تاوان او دیت به ورکوي.

1.    د وژنې او یا د قتل حراموالی: په څو نقطو شامل دی.

#    قاتل د وژنې په وخت کې مؤمن نه وي:

دلیل د ابن عباس رض حدیث دی وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی زنا کونکی زنا نه کوي پداسي حال کې چې مؤمن وي، شراب خور شراب نه څکوي پداسي حال کې چې دا مؤمن وي، غل غلا نکوي پداسي حال کې چې دا مؤمن وي او قاتل وژنه او قتل نکوي پداسي حال کې چې دا مؤمن وي.( بخاری شریف روایت کړیدی)

#    یو نفس ته امن ورکول او بیا یې وژل دی سړي ته به په ورځ د قیامت د خیانت بیرغ ورکړل شي:

دلیل پری د عمروبن الحمق حدیث دی دا وائی چې ما درسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی دي چې هغی و ویله چا چې یو نفس ته امن ورکړه او بیا یې ووژه دیته به په ورځ د قیامت دخیانت بیرغ ورکړل شي.( رواه النسائي)

#    وژنه او قتل د لویو ګناهونو نه ده:

دلیل پری د آبی هریرة رضي الله عنه حدیث دی، دا د نبی علیه السلام نه روایت کوی چې هغی مبارک وویله تاسو د اوه هلاکونکو نه ځانونه وساتي نو صحابه کرامو وویله چې هغه کوم دي نو د الله تعالی نبی وفرمائل:  د الله تعالی سره شریک پیداکول، سحر کول، د انسان وژنه هغه چې الله تعالی حرامه کړی وي مګر په حق سره، د سود مال خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په وخت کې شاته ګرځیدل او په نیکو او محسینو ناخبره ښځو پسی تور لګول. ( رواه احمد)

#    قاتل ته عفوه نه کیږي، ځکه چې  ډیر لوی منکر کې راګیر دی:

دلیل پری د ابن عمر رض حدیث دی دی وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله: مؤمن تردی پوری په پراخوالی د دین کې دی او اعمالو صالحه کې دی تر څو چې یې حرامه وینه نوي تویه کړي یا ورته نوي رسیدلی. ( رواه البخاری)

#    د قاتل پرته بل څوک وژل لویه سرکښي ده:

دلیل پری د شریح الخزاعي رض حدیث دی دا وائی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دي ډیر لوی متکبر او سرکښه د الله تعالی په وړاندې هغه څوک دی چې د قاتل نه بغیر بل څوک ووژنې.  یعنی دقاتل ورور، ځوی، کاکا او یا نور خپلوان، شریعت حکم دادی چې سزا به هغه څوک وینی چې جرم یې کړی وی ( رواه احمد)

#    قاتل پخپله او د مقتول په ګناه نیول کیږي:

دلیل پری د أبی بکر صدیق رض مشهور حدیث په اخر کې یو صحابی د رسول الله صلی علیه وسلم نه تپوس کوي او که زه د دوه ډلو سره مخامخ شم او دهغی توره او یاغشی ماته راورسیږي او ما مړکی نو د الله تعالی نبی وویله همدغه ستا او پخپله ګناه اخته شو او د خاوندانو د اور نه به وي.( راو مسلم)

#    په ناروا وژنه باندې درسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت شويدی:

دلیل پری د عبادة بن الصامت رض حدیث دی دا وائی چې مونږه نخبګانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت کړیدې پدې باندی چې د الله تعالی سره به شریک نه پیدا کوو هیڅ شي، غلا به نکوو، زنا به نکوو او هیڅ نفس به چې الله تعالی حرام کړيوی نه وژنو مګر په حق الی اخر الحدیث. ( رواه البخاری)

#    په ظلم سره وژنه او یا قتل  داخرت د افلاس نښه ده: ( مفلیسی )

دلیل پری د آبی هریرة رض خدیث دی دا وائی چې بی شکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله ایا تاسو پوهیږي چې مفلس څوک دی؟ نو وویل شو هغه څوک چې مال، درهم او د دنیا سازو سامان نلری نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله نه مفلس ځما د امت هغه دی چې په ورځ د قیامت به لمونځ، روژه او زکاة سره راشی خو ټول اعمال به یې په کنځلو، تور لګولو، پردی مال خوړلو، دچا وینه تویولو او د یو چا وهلو په بدل کې به ترینه ټولي نیکې واخستل شي تر دی چې هیڅ به هم ورته پاتی نشی مخکې ددی چې فیصله پری وشی نو دیته به هیڅ پاتی نشی تردی چې جهنم ته به داخل شي  همدا اصلی مفلس دی.( رواه مسلم)

#    قاتل یو د هغه دریوو کسانو څخه دی چې الله تعالی ورته د اور کنده تیاره کړی ده:

دلیل پری د آبی سعید رض حدیث دی دنبی علیه السلام نه روایت کوي چې هغه وویله چې په ورځ د قیامت به د جهنم نه یو څټ (عنق) راووځي او خبری به کوي زه نن په دریو کسانو مقرر شوی یم په ظالم جابر او سرکشه باندې، هغه چا چې د الله تعالی سره شریک پیدا کړیوي او چا چې یو نفس بدون د بل نفس نو وژلی وي دا به راونغاړی او د جهنم په سره کنده کې به یې وروغورځوي.( رواه مسلم)

#    چا چې قتل او وژنه راوج کړه د ته به د ټول هغه کسانو سزا رسیږي چې تر ورځ د قیامته وژل کیږي.

دلیل پر د عبدالله رض حدیث دا وایی چې نبی علیه السلام وویله مه وژنئ یو نفس په ظلم سره مګر چاچې اوله وژنه کړی وي پده باندې د انسان د ویني تویولو بار تر اخره پوری دی ولی چې دی قتل او وژنه رواج کړیده. ( راوه البخاری) اونور احادیث هم شته دی پدی باره کې چاچې یو نیک کار رواج کړه دته به تر ورځ دقیامته ثواب رسیږي او که چا بد کار رایج کړه دته به دده تاوان او نقص تر ورځ دقیامته رسیږي.

#    قاتل د الله تعالی د قهر مستحق دی ولو که پیغمبر وی:

دلیل پری د الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی، کوم چې د موسی علیه السلام  د شفاعت په باره کې راغلی دی  دا وائ چې خلک به د قیامت په ورځ موسی علیه السلام ته راشي د شفاعت غوښتني لپاره هغه به ورته ووایې زه شفاعت نشم کولای ځکه زما رب په قهر دی زما د قتل له وجې چې ماته امر نه وو شوی او زما د لاسه یو نفس مړ شویدی، حدیث اوږد خو مختصر مې ذکر کړه. ( شرح النووي )

#    په ظلم سره وینه تویول د انسان او جنت ترمینځ پرده ده:

دلیل پری د طریف آبی تمیمة رض دی ( بخاری روایت کړیدی)

#    په ورځ د قیامت اولنی حساب د انسانانو د وینو کیږي:

دلیل پری د عبد الله رض حدیث دا وائ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله اول هغه چې په ورځ د قیامت یې حساب کیږي د انسانانو ویني دی او په بل حدیث کې ورسره لمونځ هم ذکر شویدی خو بیا مفسرین وایې چې وینه د انسان حق دی او لمونځ د الله تعالی حق نو دلته ددی احادیثو ټکر نشته دي.

#    تیار دی شی د الله تعالی عذاب ته هغه څوک چې په ظلم سره قتل وکړي:

دلیل پری د حارث رض حدیث دی ، دا د نبی علیه السلام نه روایت کوي چې نبی علیه السلام وویله تاسو مه حاضریږي دغسی مړی ته پداسی حال کې چې مظلوم وژل شوی وي پدغه وخت کې د الله تعالی قهر او عذاب نازلیږي داسی نه چې تاسو ته هم درورسیږي.( رواه امام احمد)

2.    قاتل د مقتول د میراث څخه محرومول:

سنت نبوی قاتل د میراث نه ځکه محروم کړیدی چې د وینی تویولو مخه ونیول شی اکثره وخت داسی هم کیږي چې د مال او متاع له وجی په انسانې ټولنه کې مرګونه او وژنی رامنځ ته کیږي هرکله چې قاتل د میراث نه محروم شي نو بیا به د انسانانو د وینو تویول مخنیوی وشي او دلیل پری د ابی هریرة رض حدیث دی دا د نبی علیه السلام نه روایت کوی واې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله قاتل میراث نشی وړلی. ( رواه سنن ترمذي) او د ابی داود  په روایت کې د عمرو بن شعیب رض څخه روایت دی دا وائ چې ویلی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم د قاتل لپاره هیڅ شی نشته که د مقتول لپاره وارث نه وو نو نیژدی خپلوان یې میراث وړلی شی خو قاتل یې نشی وړلۍ. ( رواه سنن ابی داود)

3.    مرتد مخکې له دینه چې ووژل شي د توبې غوښتنه به ترینه کیږي:

مرتد هغه چا ته ویل کیږي چې د دین اسلام نه واوړی بل دین ته که هغه یهودیت، نصرانیت، هندویزم، بدایزم، کمونیزم او یا نورو دینونو ته نو پدغه حالت کې د انسان قتل واجب او جائز دی دلیل پری د ابن عباس رض حدیث دی دا وائ چې ویلی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم چاچې دین بدل کړه ویې وژنۍ. ( رواه البخاری )

خو دوغومره خبره ده چې هرکله مرتد د اسلامي دین نه وژل کیږي نو باید د توبې غوښتنه ترینه وشي که توبه یې وویستله او بیرته خپل دین ته راوګرځیده نو بیا یې وژل جائز ندی او که توبه یې ونه ویستله بیا یې قتل جائز دی.

4.    قاتل به په شبه العمد خطا قتل  کې نه وژل کیږي.

دلته باید یادونه وشي چې قتل د علماؤ په نیز په دری ډوله دي اول: قصدا د یو انسان وژنه دویم: خطا یا سهوا د یو انسان وژنه دریم: چې قصدی قتل سره یې مشابهت وي. دلته د امامانو مختلف نظرونه دي اول واې چې قصدی قتل کې قصاص دی په سهوا قتل کې دیت دی او په قصدی سره مشابه قتل کې دیت دی خو سخت دیت یعنی د سهوی قتل نه زیات او د شریعت د یو انسان دیت ۱۰۰ اوښان ټاکلی دي.

5.    هغه څوک چې ډاکټر نوي او څوک مړ کړي تاوان او دیت به ورکوي.

نبوي سنتو هیڅ شی ندی پریخی هر هغه څوک چې ډاکټر نوي او ډاکټري کوي او دده دلاسه چاته ضرر ورسیده نو دا ډاکټر صاحب به یې تاوان او نقص پری کوي هغه که د انسان وژنه، معیوب کونه او یا نور کوم ضرر وي دلیل پری د عمروبن شعیب رض حدیث دی چې هغه د خپل پلار او نیکه نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی چاچې ډاکټری وکړه او په ډاکټری نه پوهیده له دینه مخکي نو دا زمه وار دي. ( رواه سنن النساي)

د انسان د ژوند حق د افغانستان د اساسي قانون له مخي:

د ۱۳۸۲ه ش کال د اساسي قانون په(۲۳) ماده کې د انسان د ژوند په هکله داسي تصریح شویده: ژوند د الله تعالی بخښنه او د انسان طبیعي حق دی، هیڅوک له قانوني مجوز پرته له دې حق بې برخې کیدای نشي.

هغه حالات چې د انسان څخه د ژوند حق اخستل کیږي په لاندې ډول دي:

که څوک د هغه جرم او جنایت مرتکب شي چې جزائ د جزایې قانون د احکامو لمخې اعدام وي.
د هغه جرایمو د ارتکاب په صورت کې چې جزائ یې قصاص وي.
د هغه جرایمو د ارتکاب په صورت کې چې جزائ یې رجم وي او د حد د تطبیق په منظور تطبیق شی.

د ملګرو ملتونو د منشور لمخی د انسان د ژوند حق:

. دملګـرو ملـتونو منشـور په خـپل مـقدمـه او دلومـړی فـصل دلـومـړی مـادی په « لومړی او دویـمه» فقـرو کښی او دویـمی مادې پـه « لـومړۍ او څلورمه » فقـرو کښی پـه ضمني ډول دنـړیوال امنیـت اوسـولی دتحقق ترنامـه لاندې دژونـد دحـق تضمین شـوی دی .

دبشـر دحـقوقو نـړیواله اعـلامـیه پـه خپله دریـمه مـاده کښی دژونـد دحـق دخـونـدیـتوب په هکله دارنګه صـراحـت لری :« هـر څـوک دژونــد ، ازادۍ اوشخصي امنیـت حـق لری یعنی هـر انسا ن داحـق لری چی په ازادۍ اوخـونـدیـتوب کښی ژونـد وکـړی »

دبشـر دحـقوقو نـړیواله اسـلامی اعلامـیه دخپلی دویمی مـادی په « الف ، ب ، ج» فقـرو کښی دژونـد دحـق دخـونـدیتـوب یادونه کـړی ده . دسیاسی او مـدنی حـقوقـو نـړیوال تـړون پـه شـپږمـه مـاده کښی دژونـد دحـق دخـوندیـتوب یـادونه کړی ده .

ومن الله التوفیق

لیکونکی: غریب الله ( هلال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x