نظــر

د خلافت په هکله په واضحو ټکو

dr wahaj afghan
لیکوال: ډاکټر وهاج افغان

ډاکټر وهاج افغان –

د مسلمانانو لپاره داسې حکمراني چې ټول مسلمانان يې تر چتر لاندې د برابرو حقوقو په شتون کې را ټول شي؛ بهترين عمل دی، لوړ هدف دی، او د ټولو مسلمانانو د زړونو تمنا او ارزو ده، د دې لپاره په ګډه سولييز کار پکار دی، ولسونه سره بايد فکري نږدې کړی شي، فوارق ختم يا کم کړی شي، د اسلامي ورورګلوۍ فضا خپره شي، اسلامي حرکتونه سره بايد هماهنګ شي، او خپل اختلافات ختم کړي، دا ډېره د سړې سينې اوږدمهاله پروسه ده، تشنج قتل او قتال ته په کې اړتيا نشته، د نړۍ حالات درک کول او ورته واقعبينانه نظر کول هم اړين دي.

البته د راشده خلافت يا د (علی منهاج النبوة) خلافت په نامه هيڅ کومه فريضه په اسلام کې نشته، د تېر خلافت د صيغې فرضيت په اسلام کې نشته، بلکه هغه يوه تنفيذي صيغه وه، يوه وسيله وه، د يوې مرحلې سره د حکم متناسبه صیغه وه او پر ځای شوه، که چېرې بيا هغه اوضاع برابر شي؛ کېدی شي؛ بيا را وګرځي، نو نفي کوو يې نه.

علماء د معاوية رضي الله عنه په اړه وايي، کوم چې خلافت په متوارث ملک بدل کړ: که چېرې معاوية د راشده خلافت نهج او طريقې ته استمرار ورکړی وی؛ نو خلکو به ترې نه وی منلی؛ ځکه چې خلک هغسې نه و پاتې؛ څنګه چې مخکې و.

که څوک وايي چې خلافت په هماغه پخوانۍ تنفيذي صيغې فرض دی، نو يو قرآني او حديثي دليل دې راوړي، هو، د الله تعالی د شرعې تطبيقول فرض دي، او تطبيق يې حکم ته اړتيا لري، خلافت/پاچاهۍ/قُطري امارت/قُطري سلطنت/او نورو هغو تنفيذي عصري صيغو ته اړتيا لري؛ چې په مټ يې د الله تعالی شريعت تطبيقېدی شي، ځکه چې فقهي قاعده ده: ما لا يتم الواجب الا به فهو واجب، چې له يو څيز پرته واجب نه پوره کيږي؛ نو هغه څيز هم واجب ګرځي، نو په يادو تنفيذي صيغو کې چې کومه فراهمه وي؛ او استفاده ترې کېدی شي؛ عملي وي، واقعي وي، آسانه وي، د عصر د حالاتو سره برابره وي، مسلمانان پرې راټوليږي، ضرر يې کم وي، نو بايد استفاده ترې وشي، يعنې مهمه نه ده چې د راشده خلافت يا هغې ته ورته تنفيذي صيغه کې دې را څرګند شي، يا دې د يو خونړي داعشي خلافت په صورت کې را څرګند شي.

تر ننه اخوان المسلمین د داعشيانو خلافت نه مني، او داعشيان اخوانيان ګمراه بولي، حزب التحريريان بيا د داعشيانو او اخوانيانو دواړو نه مني. نورې اسلامي ډلې خو لا پرېږده. درحاليکه چې د اعادة الخلافة او احياء الخلافة جذاب شعار د اخوانيانو ابتکار و، خو اخوانیان د دغه ابتکار داعشي او حزب التحريري تطبيق نه مني.

په دې سربېره د دغه ډول خلافت رامنځته کول اوسمهال عملي او واقعي هم نه بريښي، د دې معنی دا ده چې د پنځوسو اسلامي هيوادونو له مسلحو فوځونو سره جګړې وشي، د نړيوال سياسي نظام سره جګړې وشي؛ چې د مثبتی نتيجې ضمانت يې هيڅوک نشي ورکولی؛ خو دا چې څومره تباهي به رامنځته کړي؛ هغه له هيڅ يو عاقل انسان څخه پټه نه ده.

نو اۍ کاش چې ځوانان نور د خلافت په نامه د وهم او سراب ښکار نشي، په دغه نامه جلب او جذب نشي، دا نن چې زمونږ ځوانان په کوم بد حال کې قرار لري؛ تکفيريان او خوارج ترې جوړيږي، خپل ځان هم تباه کوي؛ نور هم تباه کوي؛ خپل امت ته يې تاوان ډېر او ګټه هيڅ نه رسيږي، منشا او سبب يې همدغه وهمي سرابي شعار دی، چې ځينې خلک يې د ځوانانو د جلب او جذب لپاره کاروي، درحاليکه چې خپله هم پرې ايمان نلري؛ ځکه چې پوهيږي چې دوی وهم او سراب خرڅوي.

د مسلمانانو تر منځ اتفاق او وحدت؛ يو شرعي مطلوب او اسلامي پرتمين هدف دی، نو د هر عصر مطابق چې په کومه طريقه کېدی شي؛ د دغه وحدت رامنځته کولو کوښښ دې وشي، هغه که د يو بيرغ لاندې را ټولېدل وي چې فعلا ډېر ستونځمن بريښي؛ هغه که يو اتحاد رامنځته کول وي، هغه که يو کونفدارالیشن يا فدرالیشن رامنځته کول وي؛ هغه که يو څو غټ اسلامي دولتونه رامنځته کول وي، مهمه دا ده کوم چې ميسر وي، عملي وي، تاوانونه او عوارض يې کم وي؛ هغو ته دې پناه يوړل شي، زمونږ په وړاندې يو کامياب مثال: اروپايي اتحاد چې هلته ډېر هغه هېوادونه چې په ملیونونه يې له يو بل وژلي و؛ نن د يو اتحاد چتر لاندې راټول دي، يوه پيسه لري، تر ډېره يو خارجي سياست لري.

که چېرته دغه ډول اتحاد بيا د اکثريت په اتفاق سره د کامل دمج مرحلې ته داخليږي؛ نو فبها ونعمت، تر دې ښه خبره نشته، خو تر هغو په قطري (د قاف په پېښ) دولتونو کې پاتې کېدل، او له مشر، رييس يا امير سره يې بيعت شرعي بيعت دی.

که څوک بيا هم په خلافت ټينګار کوي؛ او وايي چې: خلافت نه وي؛ نو مرګ د جاهليت مرګ دی، نو دی په حقيقت کې د تېرو 1300 کلونو علماء او ټول مسلمانان د پوښتنې لاندې راولي، او هغوی ټول ګناهګار بولي، ځکه چې هغوی موحد خلافت نه لاره، او په يوه وخت کې د متعددو پاچاهيو تر حاکميت او متعددو بیعتونو لاندې پاتې شوي دي.

په يادې موده کې په يوه وخت کې مسلمانانو مختلف دولتونه لرلي دي، د عباسيانو خلافت، د امويانو امارت، د طاهريانو، صفاريانو، سلجوقيانو، غزنويانو، فاطميانو, کردانو، موحدينو، ادراسه و مماليکو او ترکانو سلطنتونه او دولتونه.

زمونږ افغانستان او سيمه خو تقريبا د دويم قرن له پيله څخه تر ننه بيا له اسلامي غټو دولتونو مستقله پاتې شوېده، که چېرې تجوزا عباسي دولت ته خلافت ووايو، نو افغانستان او سيمه له هغه دولت څخه هم مستقله وه، خکه چې دعباسي دولت په وجود کې دلته طاهري، صفاري، سلجوقي، غزنوي، دولتونه تېر شوي دي، د ترکانو د اسلامي دولت په وخت کې هم افغانستان مستقل پاتې شوی دی؛ آن چې د احمد شاه بابا دولت منځ ته راغی، هم مستقل پاتې شو.

(اللّهمّ اهد قومي فإنّهم لا يعلمون)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

زمونږ سر خو هغه وخت خلاصیږی چی مونږ سیرت او بیا تاریخ وګورو او دمسلمانانو دزوال پیلامه وګورو چی کله خلافت خپل هغه اصلی مسیر څخه کوږ شو نو بیا دمسلمانانو سه حالات وشو او بله خبره داده چی که مونږ دتولو مسلمانانو پدغه ۱۳۰۰ کالو کی دیو اصلی خلافت سخه محروم ګنو او ددوی خاموشی ددغه بعضی جابر حکمرانانو او حکومتونو جواز ګنو نو بیا دلته داباید ووایو چی علما اونیکان هیسکله دداسی جابرانو طرف نده نیولی بلکی اختلاف یی ورسره کړی امام ابو حنیفه سنګه ژوند کړی تولو ته معلومه ده او وخت په وخت بزرګان دوخت ناروا… نور لوستل »

هدایت کریمي

دا هم اوس تبصره ده خو مقاله به دی ورځني جوړوله،،،،،،،،،،،،،،،،، هههههههههههههههه دخدای بنده د تبصرې په مفهوم ځان پوه کړه

khalid

او محمد صاحب مونږ دداعش په طریقه خلافت راوستل نه غواړو په خبره پوهیږی او کنه ځکه اهل یی ندی او د هغه چا پیروان دی چا چی عثمانی خلافت له انګریزانو سره په سازش کی ونړاوه نو چا چی یو واری خلافت نړولی وی هغه بیا څنګه خلافت راولی هغه چا چی تراوسه عراق نده نیولی او په ټوله نړی کی یی د خلافت اعلان کړی ده ته ماته ووایه چی د رسول (ص) په سیرت یی دا لاره برابره ده که د خلفای راشدینو ماتاته مخکی ویلی دی چی د خلافت لپاره د فقه په کتابو کی دا… نور لوستل »

محمد عبدالله

ګرچی مونږ کوم دلیکوالی دعوی نکوو او دنن صبا حالات او دمسلمانانو زوریدل دیته مجبور کړی چی یو چیغه وکړو او خه په زوره چیغه وکړو چی هی خلکو لاره مه ورکوی خلکو څخه پریږدی چی دامسلمان ملت سره یوزای شی او دا موانع له بیخه وباسی چی ددوی داتحاد مانع ګرزی او دوی نه پریږدی چی یو جماعت جوړ شی او یو رهبر پسی خه په اخلاص اقتدا وکړی او دشریعت هر وړکی اوغت امر دی پر خپل زای شی نه یوازی دمسلمانانو اختیارات دهغه په لاس وی بلکه د کفارو هم تینه دار شی او مطیع زمونږ دهمداسی… نور لوستل »

محمد عبدالله

ولی او ناهدایت شوی دپسخند څخه بغیر سه نور دی هم زده دی الله مانه ددی تپوس کوی چی حقه خبری د کړی وو کنه بیا نو ددی تپوس نکوی چی تبصره وو که مقاله داسی بی اساسه مقالی تاسو ته مبارک وی چی غواړی مونږ د ظالمانو پیروی وکړو اوعصری نظامونه جوړ کړو لکه چی وایی (کونفدارالیشن يا فدرالیشن رامنځته کول)په رختیا چی داخرت دیری نخی خکاری دخه لاری څخه کږی ته مو بلنه ورکوی او داسلام تطبیق نن صبا ورته ستوزمن خکاری دا دچا شاګردان دی چی اروپایی اتحادیی ته کامیاب مثال وایی دا بیچاره په اوازو غولیدلی… نور لوستل »

غوربندی

یاره عبدالله صيب

په دا بیهوده خبر و دي ماغزه ستري شول

احمد خان

زما په اند له اوسنی خلافت سره د زیات شمیر تنظیمو او دلو اختلافات دشریعت په بنا ندی. مخالفو احزابو کی زیات دتنظیمی، وطنی، مذهبی او ملیتی تعصباتو له وجه له خلافت سره روغ ندی. بعضی مشرانو ته خو یی خپل مقام هم اجازه نه ورکوی. یو نژدی مثال یی تاسی د طالبانو په امارت کی لیدلی شی تاسی د دوی افکار، اشعار او نور مطالعه کری درته معلومه به شی چی د دوی زیات کوشش د افغان او افغانیت دپورته کولو دی. دوی په ظاهر کی دشریعت چیغی وهی خو ترخپلی ولکی لاندی سیمو کی بیا فیصلی پشتو، قوم… نور لوستل »

khalid

او وروره زه یی نه منم اوس په زوره یی راباندی منی بیعت خو په رضایت ده اجباری خو نده صحابه و یو له بل سره بیعتونه نه کول او په ‌‌‌ډیرو شیانو کی یی یو له بل سره اجتهادی اختلاف درلوده نو آیا هغوی د شریعت مخالف کار کاوه بل تاسو د مهدی او عیسی خبره کړی نو د مهدی او عیسی (ع) که زه دروغګوی نشم په باره کی ما بیحده او بی اندازی زیات کتابونه لوستی دی خو د مهدی (ع) خلافت پدهغه کوم شکل چی اوس داعشیانو اعلان کړی ده هیڅ نده مهدی دهر منطقی له… نور لوستل »

محمد عبدالله

ستړی خو به ستا مغز وی چی لکه تختیدلی ### له یوه بحثه په شا شوی او تر ننه د زواب نده راوستی نه پوهیږم چی غیرتی وایی کنه زان ته که غیرتی یی خو دخوله خوند به د تراوسه زای ته نه وی راغلی چی دقومیت سندری می درباندی بند کړو او کنه نو بیا هغه متل نه وایم درته چی په فارسی کی وایی چی دبیغیرت په……. بیا وایی چی خیر زمونږ دسر سیوری ده

غوربندی

عبدالله صاب

گوره قربان ته د خلکو په ریشخند هم باتيژي، ما دي د ساده لوحی کچه معلومه کره، د خراسان د ولایت دوعا می چی درته کری وه سومره باد دي پری واخيست، زه ستا سره وخت نه ضایع کوم، تر تا کم عقل هوشیار کمونیست شه ده .

اکبر خان

یارا محمد صاحب پریژده سه کوی سوک ته چه کمونیست هوشیار اشکاریژی او مسلمان ورته کم عقل اشکاریژی دغومره جهالت بس ده کمونست یا خلقی تاته معلوم ده چه خاص ده وطن سندره وایی ولاکه په وطنیت هم پوهیژی

محمد عبدالله

خالد جانه وایی ګلمرجان یی نه منی او مهدی ع الله ته معلوم ده چی سوک به وی پیدا به وی که وروسته پیدا کیږی صرف الله پوهیږی اما دقیامت عللمات صغری دیری زیاتی راغلی دی کیدای شی داحادیثو په کتابونو کی باب الفتن وګوری معلومات به دی دیر شی او دقیامت دنیتی په باره کی هیس علم انسان سره نشته صرف علامات یی ویل شوی تر سو خلک باخبر وی غوربندی صاحب زه هماغه زای کی داخلاصه دکه دعا زواب دوګوره او لږ سوچ وکړه ورباندی خو زه ستا غوندی نه یم چی هره خبره دکوم مطلب دپاره وکړم… نور لوستل »

khalid

اوس دی عقل سر ته راغی دا خبری خو مخکی ما تاسو ته ویلی خو تاسی نه منله او بل د ګلمرجان نه منل او زما نه منل ځمکه او آسمان فرق لری زه د خپلی هر خبری لپاره شرعی دلایل او د اسلام دعلماو اقوال په استناد کی لرم چی ما یی تاته په پورته تبصره کی نومونه هم در اخیستی او ګلمرجان خو هسی د چوکی او قدرت لیونی ده چی د ترلاسه کولو لپاره یی په هیڅ ناروا بند و واز نده اوس په خبره پوه شوی ته والله که اصلاح شی چی ترڅو له خپل تعصب… نور لوستل »

غوربندی

محمد عبدالله صيب ماشالله، تا ته خو د خلکو د ایمان اندازه هم لگي، له کومه پوه شوی چی ته ايماندار او زه بی ایمان یم?? دا ستا ايمانداري ده چی د اشغالگرانو په وجود کی د افغانستان د مقاومت د سرلاريو (طالبانو) تخریب کوی او د اهل نفاق و ام الفتن (عراق) سخه راپورته شويو مجهول الهویه دواعشو ته کمپاين کوی په داسي منافقانه انداز چی نوم يي هم نه اخلي او پری شرميژي، تر تا خو هغه د سنتکام مامورین شه وو، په سپين میدان يي د کفر دفاع له ادرسه په مقاومت پسی پوچ تبلیغات کول، که… نور لوستل »

محمد عبدالله

نن تکی اسیا مدیر زه ګومان نکوم ستا په خبرو زان خبر کړی داسی خواستونه به دیر خلک وکړی خو دا کوم زای نه نیسی ما نن تکی وال ته مخکی لیکلی که دا ساید صرف تاغوندی خلکو ته جوړ وی او زما تبصری نه نشرول غواړی زه خپله نوری نه لیږم ولا که دونه شوقی هم وم او نه دکمپاین ضرورت او نه وظیفه لرم دکمپاین هههه حقایق وایم کیدای شی الله قبول کړی او همدا مو داخرت جوړولو ذریعه شی بله خبره ماویلی دایمان عزت راته الله راکړی کوم کمونیست راته هوخیار نه خکاری کمونیستان ویل دادنیا پخپل… نور لوستل »

محمد عبدالله

او دمهدی په باره کی هم درته ووایم چی جهادی دلو کی چی ما اولنی مضمون لیدلی چی د مهدی لښکر توب دعوی یی کړی هغه طالبان ول چی دسلامی امارت په ساید کی خپله لوستی حتی پکی دا هم ویل شوی وو چی محمد منصور دیر نوم یی مشابهت لری او ددیر تقوی صاحب هم ده دا به تقریبا یو ۳ یا ۴ کاله مخکی چاب شوی وو کیدای شی دیرو کسانو لیدلی وی او که بیا زما دی خبری سره موافق نه یی ورشه یوتیوب کی ولیکه (The Army Of Imam Mahdi From Khorasan) بیا وګوره دامام مهدی… نور لوستل »

غوربندي

Mr. Abdula Mohammad
Your base of reference is YouTube, so you are clarec of Google.

الحاج استا ذ بیانزی

زه نه غواړم چه مناقشه ډیره اوږده یا دوام داره کړم کله کله پکی کدورت یا لیری والی رامنځته کیږی زه نه خوشالیږم چه څوک زما د خوشالی او یا زما سره یی یو شان دریز یا تګلیاره وی زما هغه څه هم تایید کړی چه ناسمه وی او له هغو ډير خوشالیږم چه په عقلی ، نقلی او منطقی دلایلو زما ویل راسم کړی حتی ستاینه او نمانځنه یی کوم حتی د الله ج د وحدانیت په بیدا کولو کی د مناقشی تر اخره د بیطرفی اړتیا ده ، هماغه الله ج ته یی یو ګڼی مګر د یووالی… نور لوستل »

Back to top button
18
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx