نظــر

(دیموکراسي ډاګیز کفر دی)

ای خلکو! بیشکه ډیموکراسي په الله تعالی ، دالله تعالی په رسول ، دالله تعالی په کتاب ، دالله تعالی په دین او دالله تعالی په شریعت کفر دي ، او هغه څوک چې ډیموکراسی مني په تحقیق سره داسی شخص پر هغه څه  باندې کافر دي چی پر محمد صلی الله علیه وسلم باندی نازل کړی شوی دی .
 هغه څوک چی په افغانستان کې د ډیموکراسی د حاکمیت او ترویج له پاره فعالیت کوی طاغوت دي ، طاغوت دی پر هر مسلمان باندې فرض دي چی د ډیموکراسی له قبلولو څخه انکار وکړي او د دغ نظام په خلاف پر زړه ، ژبه اولاس مبارزه وکړي.

زه حیران یم چی څرنګ د افغانستان په وسانی نظام کی د هغو ذواتو په موجودیت کې  د ډیموکراسی کفري نظام او دغه فتنه تثبیت کړای شوه چې هغوي ځانونوته مجاهدین وائي .
 الله تعالی د دوي په څیر وګړو په باره کې په حقه سره فرمایلي دي:
 (انما استزلهم الشیطان ببعض ماکسبوا. آل عمران/ ۱۵۵ آیت)
 ترجمه: او په تحقیق سره نازل کړی دی الله تعالی پر تاسی په کتاب (قرآن) کې داحکم :
 هر کله چې واوریدل تاسی ایاتونه د الله چی کفر کولی شي په دې ایاتونو او مسخرې کولی شي په هغوي پورې نومه کینئ تاسې له دوي سره (ای مومنانو) که نه نو تاسي به هم پدې وخت کې  دهغوي (کفارو) په شان شی .
 او الله تعالی ریښتیا ویلي دي. دوی هم دهغوي په شان ګرځیدلي دي.
 ای خلکو! په تحقیق سره دوي له اسلام څخه په شاشوي دي. ایا دوي الله تعالی ته توبه نه کوي  او بښنه ورڅخه نه غواړي ایادوي خپل دغه عمل معمولی اوکوچنی ګڼي .
 پداسی حال کې چې دالله تعالی په وړاندې داعظیم جرم دی ځکه چې:
 (ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون . المائده/۴۴ آیات)
 اوهرچا چي ونه کړ حکم په هغه شي چې نازل کړی دی الله ، نو دغه کسان هم دوي دي کافران.
 هغه ډیمکراسي چې منافقین او کافران یي ستاینې او تبلیغات کوي زښت ډیرزیانونه لري  اوټول مفاسد یې ښکاره دي چې دهغو له جملې څخه د ډیمو;راسی پنځوس مفاسد علامه عبد المجید الزعي بیان کړي دي چی زه یی سو دانی را نقل کومه.

لومړی دلیل: دیموکراسي او د دغه نظام لوازم لکه احزاب او انتخابات یو ځانګړی جاهلی نظام دی،  چی له اسلام څخه په هر اړخیزه توګه بدل او مخالف دی چی له همدی کبله له اسلام سره د ده امتزاج  په هیڅ صورت او حالت کی ممکن او مشروع نه دی ځه چی اسلام نور- رڼاده او دیمکراسی له پیل  څخه ترپایه پوری تیاری دی چی دغه دواړه په هیڅ صورت کی سره برابرنه دی الله تعالی فرمایلی دی:
 (ومایستوی ال ا عمی ولبصیر . ولا الظلمات ولا النور. فاطر/۱۹-۲۰-آیاتونه)
 ترجمه: او نه براریږي سره ړوند (کافر) اولیدونکی (مومن) او نه تیاره (باطل) اونه رڼا (حق).
 اسلام هدایت او سموالی دی او دیموکراسی کوږوالئ او ضلالت دی.
 الله تعالی فرمایلی دی:
(قد تبین الرشد من الغي`. البقره، ۲۵۶ آیات).
 په تحقیق سره ښکاره شوی ده سمه لاره (دایمان) له ګمراهی (کفر) څخه.
 اسلام دالله تعالی نازل کړی اسمانی نظام دی، اودیموکراسی ځمکنی بشری نوښت دی چی له  همدی کبله د دواړو ترمنځ ډیرزیات واټن دی!

دویم دلیل: د دیموکراسی په لوبه کی په ګډون کولو سره د یهودیانو ، نصرانیانو او نورو کافرانو طاعت دی،  او الله تعالی مومنان دکافرانوله طاعت څخه منعه کړی دي  اودهغوی په خلاف یی دجهاد حکم ورته کړی دی ،  او فرمایلی یې دي:
(یا یها الذین امنوا ان تطیعوا فریقا من الذین اوتو الکتاب یردوکم بعد ایمانکم کافرون. ال عمران ، ۱۰۰ آیات).
 ترجمه: ای هغو کسانو چی ایمان یی راوړی دی (ای مومنانو!) که تاسئ حکم ومنئ دیوی ډلی له هغو کسانو چی ورکړی شوی دی دوی ته کتاب ، نوبیرته به وګرځوی تاسی وروسته له ایمانه ستاسی کافران .
 اوفرمایلی یی دی:
 (فلا تطع الکافرین وجاهدهم به جهاد”ا کبیر”ا. الفرقان ، ۵۲آیات).
 ترجمه: نومه کوه اطاعت دکافرانو اومقابله کوه له دوی سره په جهاد لوی سره.
 او فرمایلی یی دی:
 (ولاتطع الکافرین والمنافقین ودع اذاهم وتوکل علی الله وکفی بالله وکیلا. الا احزاب ۴۸ آیات).
 ترجمه: اومه منه حکم دکافرانو اومنافقانو اوپریږده ضر رد دوی (په غچ اخیستلو کی) او توکل وکړه پر الله  او کافی دی الله وکیل (ساتونکی-کارجوړوونکی) .
 او په دی هکله په قرآن کریم کی نور هم ډیر آیاتونه ښکاره موجود دی.

دریم دلیل: دریم دلیل دادی چی دیموکراسی د دین او ژوند تر منځ بیلتون راولی او هغه داسی چی دالله تعالی شریعت دژوندون له ډګر څخه منزوی یعنی ګوښه کوی او دقانون جوړولو حق بشری ملتونوته ورکوی او داد هغوی اساسی حق ګڼی لکه چی دانتخاباتو له صندوقونوپه کیښدلو او دنمایندګانو  په مجالسو کی د دوی نمایندګان دا خبره په ډاګا سره وائی او اعلان یی کوی.

څلورم دلیل: څلور دلیل یی دای چی دیموکراسی د هغه چا له پاره دمرتد والی اوزندیق توب له پاره ورپرانیځو چی ورته لیواله وی ، په در شل کی یی ولاړوی او هغه داسی چی د دهغه طاغوتی نظام په سیوری  کی هر ملت ، مزهب جوړولو زمینه برابروی چی ځانګړی خپرونه ولری چی په هغی سره د الله تعالی له دین څخه دوتلو اوبیزارتیاله پاره دعوت کوی .
 د دی دلیل په وړاندی کولو سره چی په دیموکراسی کی دهرچا له پاره دفکر ، رای او نظر ازادی ده .
 نو کله چی داسی ده بیا څرنګه دادعوی کولی شی: چی دیموکراسی له شوری` سره توافق لری.
 او داهغه ځانګړتیاده چی مسلمانانو له زرکلونو څخه رابدیخوا له لاسه ورکړی ده .
 لکه چی ځنی ناپوهه وګړی په ډاګه داخبره کړی ده بلکی ځینی تش په نام اسلامی ګوندونو په خپله یوه  اعلامیه کی په ځغرده ویلی دی چی :
 دیموکراسی اوداحزابو ډیر والی زمونږ له پاره هغه یوازینی غوره لاره ده چی خپل افضل مسیر ته پری بیولیشو!!

پنځم دلیل : پنځم داچی دیموکراسی ، د شرابو، عریانی ساز او سرود ، فسق م، زنا، تیاتر ، سینماو دشهواتو اباحیت او نورو الهی محروماتو دسپکاوی له پاره د دیموکراسی د دی مشهوره شعار په زمزمه کولو سره لاره پرانیځی چی وائی: پریږده چی څه یی خوښه وی ودی کړی اوچرته چی یی خوښه وی پری یږده چی ځی ،  د دی شعار په حکم چی دیموکراسی د فردی ازادی ملاتړ کوی!!

نور معلوماتو د پاره د علامه عبد المجید الزعی کتاب وګوري.

[لیکوال  ابراهیم ال -افغانی]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x