ټولنیزه برخه

د مسلمانانو د بد حال ذمه وار څوک دي ؟ بدرمنهاج

• چا چې د مسلمانانو د وحدت د سمبول اسلامي خلافت په ضد له انګريزانو سره يو ځای دسيسې جوړې کړې او د اصلاح پر ځای يې خلافت ونړاوه ، هغوی د مسلمانانو د بد حال ذمه وار دي.

• چا چې له سياست څخه د دين د بيلوالي وايروس اسلامي ټولنو ته نقل کړ ، هغوی د مسلمانانو د بد حال ذمه وار دي ، ځکه هغوی د شرق او غرب د استعماري موخو د تعقيب لپاره فرصت برابر کړ او بشري ځواک يې د مسلمانانو له منځه ورته استخدام کړ ، او د شرق او غرب د همدې استعماري سياست په اور کې تر ننه پورې مسلمانان سوځي.

• چا چې د اسلامي امت د عظمت د بيرته پر ځای کولو ، له مظلوميت څخه يې د خلاصون ، بشپړې آزادۍ او د واحد خلافت د قايمولو لپاره غيرشرعي لارې او په تحريف ولاړ منهجونه خپل کړل ، هغوی د مسلمانانو د بد حال ذمه وار دي ، ځکه هغوی د مسلمانانو فکرونه ديموکراسۍ ته په يرغمل ورکړل او د مسلمانانو جذبې يې په سرکونو کې سړې کړې ، يا يې د مسلمانانو استعدادونه په زندانونو کې خاورې کړل.

• چا چې جهاد او قتال ګوندونو ته نقل کړ او يا يې له احساساتو کار واخيست او د افراط لاره يې خپله کړه ، هغوی د مسلمانانو د بد حال ذمه وار دي. ځکه هغوی په نيمه لار کې مجاهدين سره وويشل ، په خپلمنځي جنګونو کې يې ښکېل کړل او داسې چارې يې وکړې ، هم يې اسلام بدنام کړ او هم يې جهاد او قتال.

که چيرې اهل السنت سره يو ځای نشي ، که چيرې جهادي حرکتونه سره يو نشي او د خوارجو د مفکورې په وړاندې ټينګه مبارزه ونکړي نو د مسلمانانو همدا بد حال به روان وي.
له يوې خوا به يې يهوديزم او صليبيزم داړي ، له بلې خوا به يې دهريت او کمونيزم داړي ، له بلې خوا به له شيعه ايزم څخه ښه ورځ ونلري او له بلې خوا به پرې د داعش په څېر بلاوې نازلېږې ، بد حال به يې روان وي او لا به پسې بدتر کېږي.

الله جل جلاله دې د مسلمانانو پټ او ښکاره دښمنان ذليل او پلانونه د يې له خاورو سره برابر کړي.

الله د مسلمانان سرلوړي ، آزاد ، متفق او بريالي لري.

آمين يا رب العالمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x