نظــر

په افغانستان كې پړ او وړ وپېژنئ !

د افغانانو په ملي ارزښتونو كې د ژوندانه ټول اړخونه روښانه، ښايسته، زړه راكښونكي او خوشحالوونكي دي، خو دورغ، ټگي او دوه مخي نه مني.

مونږ د خپلو ارزښتونو په تر سره كولو خوندور ډاډ تر لاسه كوو او دا خوندور ډاډ  له داسې خوندونو ډك دى، چې د زړه په رگ رگ كې يې وينه تانده كړې او د ميندو، ښځو، خويندو او خواخوږو ليچې يې د زانگوگانو په بڼه درنې او ښكلې كړې دي؛ خو د ظالمانو زړونه په همدغو ښايسته او ښكليو ځوانانو او بوډاگانو رحم نه كوي، له هوا بمبارديږي، د كورونو دروازې يې په غوني ځيږوونكې بڼه ماتيږي، په كورونو ورننوزي او د بوډاگانو، ماشومانو او ښځو موسکا په اورينه وو گوليو او د سپيو په داړو نمانځي.

په ۱۹ پېړۍ كې د انگريزانو او په ۲۰ پېړۍ كې د روسانو له كركې او  وحشت راوروسته دا دى په ۲۱ پېړۍ كې امريكايانو(۲۰۰۱م د اكتوبر ۷) له ترهگرۍ سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان تېرى وكړ، چې تر اوسه په كې د افغانستان زرگونه ولسي وگړي پټ او ښكاره وژل شوي، ټپيان شوي، نيول شوي او يا گډوال شوي، خو اوس هم دوى ځانونه له ترهگرۍ سره مبارزين راپېژني.

د هسكې مېنې د اورا ، د دهراود او هلمند د خوښۍ او خوشاليو پر خلكو بمبارد او داړل د دوى هغه ناځوانه او نامراده عملونه دي، چې بشريت يې هيرولى نه شي.

د خاص روزگان د گرم اب په کلي کې يو امريکايي وحشي پوځي د څلويښتۍ هغه ماشوم وواژه، چې ده ته د ترحم په هيله چې پلار يې ونه وژني؛ د خپلې مور له خوا وړاندې شوى. مورغريبه يې نه پوهيده، چې دى به ترې ژوند واخلي او له بوټي څخه د شکيدلى گلاب په شان به يې پاڼه پاڼه ورژوي.

د پريس تلويزيوني چينل د رپورت له مخې امريكايانو په افغانستان كې له ۲۰۰۸م راهيسې په پوځي عملياتو كې زرگونه بوډاگان، ښځې او ماشومان وژلي او سلگونه نور يې په بېلابېلو بڼو زنداني كړي دي.

افغانانو امريکايي ځواکونو او د ناټو غړيو دولتونو ته څه ويلي دي؟!

زه پوهيږم، چې امريکايان او ناټو له افغانانو سره ولې دښمني لري. خبره داده، چې د افغانانو په رگونو کې د دين غوښتنې، هېواد پالنې، ناموس ساتنې او خپلواکۍ ژغورنې وينه خوټيږي. دلته خبره داده، چې ناتو د افغانانو ديني ارزښتونه سپكوي، وطن يې اشغال کړى او عزتونه مو خوندي نه دي.

په دې کې شک نشته، چې افغانان د ميلمنو ډېر قدر کوي؛ خو څوک، چې په عسکري لباس کې په زور ورداخل شي، پت او ښكاره وحشت وزېږوي؛ هغه د سر دښمن بولي او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ ورسره جنگيږي.

انگريزانو، چې سل كاله وړاندې د خپلو تاليڅټو قاضيانو په ملاتړ په كليو او بانډو كې خال خال اعدامونه كول اوس يې د خپلې خوښې حكومتونه جوړ كړي. روسانو، چې كلي او ولسونه تباه كړل له امريكايانو سره يې د افغانانو د اخلاقو په بدلولو كې پټې يارانې جوړې كړې او امريكايان مو دادى  بشپړ د ډاډ وړ بنسټونه  ورانوي؛ خو په تالڅټو كې هيچا له خپلو كړنو پند وانه خيست.

په کندوز کې جرمنيانو په ملکي خلکو او ماشومانو د فاسفورس بمونه وغورزول؛ هغه قوماندان، چې د بمبارد امر کړى و، پخپل جرم يې اعتراف وکړ، خو نه د جنگي جنايتکارانو محکمې څه ورته وويل او نه په ملگرو ملتونو کې د بانکي مون تر لاس لاندې د ماشومانو د څانگې چارواکي دومره توره کوي، چې احصائيه يې وړاندې کړي.

دوى د دې پسې نه گرزي، چې جنگي جنايتکاران ولې جنگي اسيران په ډېره بده ورځ وژني او يا يې  له محكمې پرته ځوروي او يا د هغه څه بالمثله کسات ترې واخلي، چې دوى سرته رسولي او د افغانانو نازولي بچيان يې په ډېره وحشيانه او ظالمانه توگه وژلي، سپك كړي او د مور په غيږ کې يې قصدا له چورلكې څخه په ټوپک ويشتي او له مور سره يې يوځاى وژلي دي.

دلته اصلي مجرم هغه ټوپک سالاردى، چې دغه قاتل بهرني پوځيان يې راغوښتي او ان، چې په ايران کې يې په جوړ شوي اسلامي کنفرانس کې همدا چيغې وهلي، چې د الله لپاره طالبانو رانه سلطنت په زوره اخستى، هغه راته بېرته واخلئ.

د بن په غونډه کې يې هم همدا چيغې وهلې او امريکا ته به يې ويل، چې مونږ به دپليو عسکرو په شان درسره ملگري وو، خو هوايي جگړه تاسې وکړي. مطلب، چې سلطنت بېرته راته وگټئ.

د بن ټلواله داسې پړاو ته رسيدلې، چې مرۍ يې وچې او سترگې يې ټيټې دي؛ خو وايي:

په افغانستان كې د غيرملکي پوځيانو شتون د افغانستان او سيمې په گټه نه دى، د ترهگرۍ ختمولو په نوم جنگ او دا راغلي پوځيان پخپله د ترهگرۍ سبب شوي دي. د دوى بنسټيز کار په سيمه کې امن ټينگول دي، نه د خلکو د مشکلاتو ډېرول.

د بن د ټلوالې تش په نوم افغان مشرحامد كري د ښځو په وروستۍ تېرايستونكې غونډه کې وویل:

طالبان امریکایانو ته د زور ښودلو په نامه په خپلو بریدونو کې افغانان وژني، خو مشران یې هره ورځ په خلیجي او لويدیځو هېوادونو کې له امریکایانو او بهرنیانو سره د معاملو تر سره کولو لپاره خبرې کوي. په داسې حال كې، چې طالبانو له تېر يو كال راهيسې هر راز خبرې رد كړي او د خبرو مخكښان يې هم رټلي دي.

د ذهنيتونو د تېرويستنې په موخه ده په خپل وچ ډاډ د كابل او خوست د چاودنو په اړه وويل: دا بريدونه د دې لپاره ول، چې بهرنيان په افغانستان کې پاتې شي او ولاړ نه شي.

ده زياته كړې، که څه هم امریکا او طالبان یو له بل سره د دښمنۍ دعوه کوي، خو په پټه یې سره لاس یو کړی، د یو او بل په گټه په افغانستان کې خپلې جگړې ته داوام ورکوي.  

اسلام د امن درس ورکوي. په اسلام کې د ترهگرۍ گنجايش نه شته، خو د امن له منځه وړونكي که هر څه په خپلو لاسونو کې واخلي؛ نو له دې سره به مشکلات زيات شي.

د غيرملکي او گوندي ځواكونو د غلطو پاليسو په وجه په افغانستان کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

فکر وکړئ، چې دغه بهرني طاقتونه چا راوستي او څوك ورته په گوته شوي دي؟

اوس كه پاتې ټلواله له خپل ضمير سره محاسبه وکړي، پړ او وړ به ورته نور هم څرگند شي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x