fbpx

ناټو د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا باور نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د المان شپيګل مجلې د افغانستان وروستيو نا امنيو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تېر کال ناټو او افغان امنيتي ځواکونو لپاره مرګونی و، د ۲۰۱۶م په رارسېدو د افغانستان امنيتي حالات نور هم مخ پر خرابېدو دي او د ناټو پټې سرچينې وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه د مسلکي جګړو وړتيا نه لري، د طالبانو د مقابلې نه دي او درېيمه برخه ځواکونه يې له لاسه ورکړي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې افغانستان کې د ناټو ناکامي د اروپا لپاره هم مرګونې ده، په داسې حال کې، چې برتانيې هم پرېکړه کړې، چې له اروپايي اتحاديې ووځي.

شپيګل مجلې د ناټو د سرچينو له قوله ليکلي، چې ناټو اوس هم افغان امنيتي ځواکونو ته څو ميليارده ډالر ورکوي، په داسې حال کې، چې دغه ځواکونه د افغانستان امنيت نه شي ساتلی او نه هم د طالبانو د بريدونو پر وړاندې مقاومت کولای شي.

افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو مشر جنرال کمبل وايي، چې کندهار، زابل او نورو خطرناکو سيمو کې د ناټو ځواکونو اوولس ډلګۍ او دوولس نور ګروپونه طالبانو سره د جګړو لپاره محدود وخت او ځواک لري او افغانستان لپاره يې نور امريکايي ځواکونه هم غوښتي دي.

بله ستره ستونزه دا ده، چې ۲۰۱۵م کې له اتو زرو زيات افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي، چې د ۲۰۱۴م په پرتله ۴۲ سلنه زيات دي.

د دغې سروې له مخې هره ورځ ۲۲ امنيتي سرتيري وژل شوي، پايله يې دا ده، چې افغان ځواکونو درېيمه برخه له لاسه ورکړې ده.

تېر کال، چې ناټو ځواکونه د افغانستان له ډېرو سيمو ووتل، نو د هېواد سويل او ګڼو نورو ولايتونو کې ډېرو سيمو د طالبانو په لاس سقوط وکړ، د هلمند او کندهار ډېرې سيمې طالبانو نيولي او همدا رنګه د شمال کندز، بدخشان او نورې ډېرې سيمې هم د طالبانو په لاس کې دي، په داسې حال کې، چې داعش ډله په ختيځ کې په خلاص مټ فعاليتونه کوي.

د تېر کال سپمټبر کې طالبانو د کندز ولايت مرکز او ښار په بشپړه توګه نيولی و، بيا افغان امنيتي ځواکونو د امريکا هوايي او ځمکني نظامي ملاتړ په مرسته دغه ولايت بېرته له طالبانو ونيو.

به عين حال کې د حکومت خپله کمزوري، داخلي اختلاف، اداري فساد، د طالبانو پراخ بريدونه او فعاليتونه او نورې ستونزې د افغانستان تر څنګ د سيمې امنيت لپاره ستر ګواښ دی او افغان امنيتي ځواکونه نه شي کولای، چې د ناټو له ملاتړ پرته له دومره زياتو ستونزو او چيلنجونو سره مقابله وکړي او راتلونکي وختونو کې دغه ستونزې د ملي وحدت حکومت د قيام لپاره هم ګواښ کېدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د