ورزش

د شهزاد تاریخ جوړوونکي لوبه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): افغان وتلي لوبغاړي محمد شهزاد په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تاریخ جوړ کړ. هغه وتوانېد چې ځان او هېواد دواړه د ریکارډونو په کتاب کې وړاندې او وځلوي.

محمد شهزاد لومړی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې يې سلیزه ووهله. تر دې وړاندې د ډیرو منډو ریکارډ له عثمان غني سره و چې د عمان لوبډلې په خلاف يې په ۵۴ توپونو ۶۹ منډې کړې وې.

نوموړی همدا راز په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د دوهمه درجه لوبډلو لوبغاړو له منځه دوهم توپوهونکی شو چې سلیزه وهي. تر دې وړاندې سکاټلنډي لوبغاړي د بنګلادیش خلاف په ۵۸ بالونو سلیزه وهلې وه.

محمد شهزاد د ۱۱۸* منډو په جوړولو سره په شل اوریزو لوبو کې د ډیرو منډو جوړوونکو په لست کې څلورم مقام خپل کړ. هغه کرس ګیل او د نړۍ نور وتلي لوبغاړي تر شا پرېښودل. په دغه لست کې ارون فینچ لومړی (۱۵۶ منډې)، برینډن میکالم دوهم (۱۲۳منډې) او فات ډو پلیسس درېیم (۱۱۹ منډې) دي.

محمد شهزاد (۱۱۸*) لومړنی لوبغاړی شو چې ډیرو منډو جوړولو سره سره يې ټول ۲۰ اورونو ولوبول او ونه سوځېد. تر دې وړاندې دغه ریکارډ د ریچارډ لیوي سره و چې په ۱۱۷ منډو له سوځېدو پرته تر پایه دریدلی و.

افغانستان د شهزاد د سلیزې په برکت ۲۱۵ منډې جوړې کړې چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې د لوبډلې تر ټولو زیاتې منډې دي. د دوهمه درجه لوبډلو د ډیرو منډو ریکارډ له آیرلینډ سره دی چې د افغانستان خلاف يې ۲۲۵ منډې جوړې کړي دي.

محمد شهزاد په یواځې ۵۲ بالونو سلیزه ووهله چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې د یوه لوبغاړي لخوا شپږمه تېزه سلیزه ده.

پر دې سربېره محمد شهزاد لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۱،۰۰۰ منډې پوره کوي. هغه همدا راز لومړی افغان لوبغاړی و چې په نړیوالو یو ورځېنیو لوبو کې یې سلیزه ووهله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
asilkhpalwak

سلام ګرانو دوستانو لکه سنګه چی شیرازد په ۲۰ اوریزو لوبو کی د زیمبابی په وړاندی دیر ښه ولوبدی نو باید په راتلوونکی نړیوال جام کی باید لاندی سکواد وی

اسغر . نبی . نوروز . شیرازد . ګلبدین . شفیق . نجیب . سمیع الله شنیواری . دولت . شاپور . حمید حسن .
او احتیاتی لوبغاړی

جاوید احمدی . کریم صادق . راشید خان ارمان . امیر احمزه هوتک .

خدای دی وکړی چی دا سکواد مو خوش شوی وی

خپلواک کرکیت معلومات

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x