افغانستان

د میدان وردګو په نښته کی ۸ تنه امریکايي عسکر، ۵ افغان پولیس او ۳ د ملي اردو عکسر وژل شوي

نن ټکی آسیا: د کابل په لویدیځ ولایت میدان وردګ کي نن د امریکايي ځانګړو قواوو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښته را منځته شول، چي له کبله یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د میدان وردګ ولایت څخه امنیتي سرچیني وايي چي پيښه غرمه مهال د ددې ولایت د جلریز په ولسوالۍ کي رامنځته شول، چي له کبله يې اتنه امریکايي عسکر ځای پر ځای ووژل شول، او پنځه تنه پولیس او درې تنه د ملي اردو عسکر هم وژل شوي.

تر اوسه د امریکايي عسکرو د ټپيانو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو سرچیني ویلي چي سیمي ته په درنه کچه امریکايي الوتکي رسیدلی، او د مړو او ټپيانو په نقلولو یی لاس پوری کړی.

ویل کیږي چي د جلریز ولسوالۍ امنیه قومندان هم د پيښي په ځای کي موجود وو، او په نښته کي هغه هم ټپي شوی، خو ځینی نا تایید شوي راپورونه وايي چي هغه هم وژل شوی دی.

په کابل کي د ایساف د رسنیز مرکز څخه په لومړی غبرګون کی ویل شوی چي یوه تن چي د افغانستان د ملي اردو د عسکرو یونیفارم یی په تن وو، پر ګډو ځواکونو ډزي وکړي چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښته، خو ویلي چي د پيښي تحقیقات یی د افغاني مسئولینو سره په ګډه پيل کړي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي پيښه نن غرمه ۱۱ بجې د جلریز ولسوالۍ د خارجي سپیشل فورس په مرکز کي دننه هغه مهال را منځته شول، کله چي د مجاهد په وینا ییو پولیس په نورو امريکايي عسکرو او کورنيو مزدورانو باندې دخپل ټوپک شپيلۍ راواړوله چې له امله يې ګڼ شمیر بهرنۍ خاص ځواکونه او همداراز د ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون ګڼ کورنې مزدوران  قتل کړل ، په پيښه کې ګڼ ګډ ځواکونه ټپيان شوي هم دي.. نومړي زیاته کړه چي د برید کونکي پولیس په اړه تر اوسه ورته نور جزئیات نه دی رسیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x