fbpx

لغمان: د مولانا عبدالصبور په ملاتړ غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په لغمان ولايت کې د يو شمير ديني عالمانو، د مدرسو استادانو، قومي مشرانو او ولسي خلکو له لوري د ديني ارزښتونو د درناوي او د مولانا عبدالصبور په ملاتړ غونډه وشوه.

مولانا عبدالصبور تېره اوونۍ وروسته له هغې په ټولنيزو شبکو کې په پراخه کچه وغندل شو چې د ژوندون تلويزيون له لوري هغه ويډيو يو ځل بيا خپره شوه چې په کې څو کاله وړاندې مولانا عبدالصبور غازي امان الله خان يو بې دين واکمن بللی و.

د مولانا عبدالصبور دغو څرګندونو که څه هم پخوانۍ وې خو د ژوندون تلويزيون له لوري د يو ځل بيا خپرېدو له امله يې د خلکو غبرګونونه راوپارول او دغه موضوع يې په يوې جنجالې هغې بدله کړه.

تر دې وړاندې په کابل او ننګرهار کې د يو شمير مدني فعالانو له لوري د مولانا عبدالصبور پر وړاندې لاريونونه وشول او د هغه د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

بل لور ته په افغانستان کې د جمعيت اصلاح غړو او پلويانو د مولانا عبدالصبور په ملاتړ خپل غږونه پورته کړی او له مولانا څخه يې ننګه کړې.

په لغمان ولايت کې هم د مولانا عبدالصبور په ملاتړ غونډه کې چې ګڼ شمېر ديني عالمان، د جمعيت اصلاح غړو او عامو خلکو ګډون کړی و، د هغه پر وړاندې يې د مدني فعالانو او د هغوی په اصطلاح د سيکولرانو نيوکې يې د قران او حديث د ارشاداتو په رڼا کې محکومې کړې.

د غونډې ويناوالو پر مولانا عبدالصبور تور لګوونکي د پرديو مزودران وبلل او ويې ويل چې د مولانا عبدالصبور سپکاوی د ټولو علماوو او ديني مقدساتو سپکاوی دی، او دغه ډول کړنې يې له اسلامي او انساني اخلاقو سره په ټکر کې وبللې.

همدا راز د غونډې وينا والو له مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د مولانا عبدالصبور تخريبکاران دې ونيول شي او هغوی ته دې سخته سزا ورکړل شي، ځکه چې افغانانو د اسلام له پاره په ميليونونو شهيدان ورکړي دي او په دفاع کې يې اوس هم هرې قربانۍ ته تيار دي.

د يادونې وړ ده چې د مولانا عبدالصبور له لوري د افغانستان پخواني واکمن امان الله خان ته د بې دين واکمن له خطاب کولو وروسته ځينو رسنيو او ټولنو وويل چې مولانا عبدالصبور د افغانستان پخواني واکمن امان الله خان ته کافر وويل چې له امله يې بايد محاکمه شي.

مولانا عبدالصبور تېره اوونۍ د خورشيد تلويزيون په يوه ناسته کې وويل چې ځينې کړيو يې خبرې اړولي دي او ويې ويل چې ما فتوا نه ده ورکړې چې امان الله خان کافر دی مګر ويلي مې دي چې هغه د افغانستان يو بې دين واکمن و .

هغه وويل چې امان الله خان لومړی واکمن و چې ږيره يې خرېيلې وه او هغه د افغانستان لومړی واکمن و چې د ښځو پر ازادۍ يې ټينګار کاوه او دهغوی د حجاب مخالفت يې کاوه او غوښتل يې چې فحشا عامه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د