د هلمند ولایتي شورا مشر: کریم اتل

د هلمند ولایتي شورا: یوازې شپېته سلنه خاوره د دولت په واک کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايتي شورا وايي که دولت دې ولایت ته جدي پاملرنه ونه کړي د دولت واک به ورو – ورو په راټولېدو شي.

د ولايتي شورا رییس محمد کريم اتل دولتي مشران له هلمند سره په بې پروایۍ تورن کړل او په خبره يې د حالاتو لپاره راغلي پلاوي «نمایشي و.»

د اتل په خبره د هلمند امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه له پلازمېنه ټول ورغلي پلاوي نمایشي و او په وینا د امنیت لپاره يې هیڅ هم نه دي کړي.

د ولايتي شورا رییس وايي چې دم ګړۍ نږدې نیم هلمند یعنې څلوېښت سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

محمد کريم اتل د هلمند د پخواني مرستیال والي محمد جان رسولیار خبره تکرار کړه او ويې ويل: « هلمند د ګړنګ پر غاړه دی، سیمې مو له لاسه تللې او د جګړې په کرښو کې پراته سرتېرې ستړي دي. »

هغه د رخصتیو په پلمه د تللیو عسکرو د نه راتلو په اړه هم اندېښنه وښوده او ټینګار يې وکړ چې باید د هلمند وضعیت ته جدي پام وشي.

د ولایتي شورا رییس وايي چې دولت وروستی چانس لري چې خپل مخالفين وځپي او په قول يې که دا ځل هم دولت پخپل چانس کې پاتې راغی نو بیا د هلمند کنټرول خبره سخته ده.

د ولايتي شورا رییس په داسې حال کې د هلمند له امنیتي وضعیته اندېښنه ښکاره کوي چې وړاندې تر دې د هلمند مرستیال والي د همدې وضعیت د په ډاګه کولو په خاطر له دندې ګوښه شو او طالب ځواکونه په دې ولایت کې مخ پر وړاندې روان دي.

د هلمند په مارجه کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو د چورلکې راغورځېدل، په ګرشک کې پر امنیتي پوستو بريدونه او د سنګین ولسوالۍ بشپړ واک د طالبانو وروستي پرمختګونه دي.

له بله اړخه د جګړې په لومړیو کرښو کې افغان عسکرد خپلو مشرانو له بې پروايۍ سر ټکوي او له رسنیو سره ان د خوراکي توکو د نیستۍ شکایتونه شريکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د