افغانستان

د غزني قومي مخور: ګڼې ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت قومي مخورو له اجراييه رییس سره په لیدنه کې د دې ولایت د ګڼو ولسوالیو د سقوط اندېښنه ښکاره کړه.

قومي مشرانو له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ويلي چې د دې ولایت ګڼې ولسوالۍ د طالبانو تر مستقیم ګواښ لاندې دي او که دولت پام ونه کړي ژر به يې د سقوط شاهدان و.

له اجراييه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې قومي مشرانو ډاکټر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ګېرو، مقر، ګیلان، اب بند او څو نورې ولسوالۍ سقوط ته نږدې بللې دي.

د غزني قومي مخور په داسې حال کې د ګڼو ولسوالیو د سقوط وېره ښکاره کوي، چې اوس مهال د غزني د زنخان، رشیدانو، خوږياڼو او ناوې ولسوالۍ د طالبانو په لاسې کې دي او د دې ولسواليو مرکزونه د غزني مرکز ته انتقال شوي دي.

د زنخان ولسوالۍ مرکز غزني ښار ته څېرمه په روضه کلي کې، د رشيدانو ولسوالۍ مرکز په یوه کلي کې، د خوږياڼو مرکز د غزني ښار ګنج سیمه کې او د ناوې ولسوالۍ مرکز ګرځند حالت لري.

ياده دې وي د غزني د ګېرو، اب بند، اندړو، مقر او ګیلان ولسوالیو هم پراخې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الله يې په خير سقوط کړې او فتح کړي .
دا ولسي مخور دی او که دولتي مشاورين دي ؟

منیر

فه غزنی کی خونن یوه تبادله هم شوی ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x