نظــر

حامد کرزی به رد پای ډاکټر نجیب

karzai najib

چالاکي او ژبورتوب هم عجب کمال دی ، هغه کارونه کوي ، چې عملي استعداد او کردار یې ډیرځله نه شي کولای ، خلک وایي په خبرو څه نه کیږي ، مګر که معاصر سیاست بازار وګورو ، ډیر ځله بیډۍ دهغو میره وي ، چې دژبې خوږلت ، فصاحت ، مداریتوب او دګیدړې کمال یې زده وي .

آبله ورځ د وینزویلا مشر هوګو چاوز مړ شو ، خپلو خلکو یې زښت زیات ورباندې وژړل ، هوګو چاویز بل هیڅ کمال نه درلود ، یوازې د ژبې فصاحت ، مداریتوب او ډوزې ویشتل یې زده وو ، که دنوموړي ویډیویي وینا وګورې حیران به پاته شي ، چې دخبرو په مهال له څنګه حرکاتو ، سکناتو ، قلقلو او نخرو څخه استفاده کوي ، هغه څه چې دده خبرو ته یې کاریزما ورکوله ، او دساده عوامو دتیرایستلو لپاره یې دکافي شافي دم منتر کارورکاوو .

 

په افغانستان کې دژبې په چالاکۍ کې دوه تنه ستر نوم لري ، او ل نمبر استادسیاف او دوهم ډاکټر نجیب ، داستادسیاف د ژبې دنخرو په اړه څو خورا جالبې کیسې راسره شته چې دلته ذکر به یې له بحث څخه دوتلو په معنی وي نوځکه د ډاکټر نجیب په چالاکي تم کیږو .

دکمونیستانو وروستی واکمن ډاکټر نجیب چې په عوام فریبۍ کې تر سیاف کم نه وو دژبې په چالاکۍ سربیره یې ځیني نور تاکتیکونه هم زده وو چې بې حافظې خلک یې ډير زر ورباندې تیرایستلی شوای .
د ډاکټر نجیب چالاکي

هغه ډاکټر نجیب چې دلیسې او فاکولتې له کلونو د مارکس او لینن دکتابونو چینجی وو او له همدې امله څو ځله په پوهنځي کې ناکام شو ، تر دې چې له فراغت وروسته دطبي کار استعداد ورسره نه وو ، د شوروي سوسیالیستي بلاک د پراختیا او پرمختیا سخت تږی او دهمدې لارې عملي مبارز وو ، خپله یې ځان ( تربیت یافته با اندیشه های انترناسیونالیزم مارکسستي لنینستي با ګرایش به اتحاد شوروي ) باله دسوسیالیستي افکارو په جرم دوه ځله بندي شو ، او بیاچې خلقیانو کودتا وکړه نوموړی دهغو پرچمیانو له ډلې وو چې ماسکو ته یې پناه یووړه او له څلویښتم لښکر سره یوځای په روسي ټانګ سپور افغانستان ته راغی ، په افغانستان کې د شوروي کې جي بي د محلي څانګې ( خاد) مسؤلیت وروسپارل شو ، او شپږکاله یې دغه وظیفه په سخته بي رحمۍ ترسره کړه .

شپږکاله دده ادارې ( خاد ) دشورویانو دافغاني سترګورول درلود ، او په ټولو حواسو یې دشوروي یرغل دپایدارۍ او کامیابۍ لپاره هلې ځلې کولې ، نوموړي دشوروي یرغل په پیل کې په خپله یوه ویډیویي وینا کې له شوروي سره داړیکو په اړه وویل ( دوستي ما جاویدان است ،مانند این جهان که ما درآن زندګي مي نماییم جاودان است ، این دوستي مانند امواج خروشان دریا زندګي ساز است ، این دوستي مانند خرد نیاکان کبیر ما که قرداد جاویدان همکاري و کمک متقابل را امضاء کرده اند بې پایان است ، سالها و دهه ها خواهد ګذشت وفرزندان ونواسه های ما درفش مقدس دوستي افغان – شوروي را بلندتر و جلوتر به پیش خواهد برد ) (۱)

دشوروي یرغل په وروستیو کې کله چې ډاکټر نجیب دکمونیستي رژیم واک په لاس کې واخیست او دملي مصالحې بهیر یې اعلان کړ ، دیوه خبري کانفرانس په مهال دلاس انجلس ټایمز خبریال ترې وپوښتل : په ۱۹۷۹ م کال کې دشوروي عسکرو له ( مداخلې ) وروسته ډير شمیر افغانانو خپل هیواد پرې ایښی او ګاونډیو ملکو ته تللي آیا د شورویانو له وتلو وروسته به دا مهاجرین بیرته افغانستان ته راستانه شي ؟؟

ډاکټر نجیب دخپل شوروي ماهیت له امله د خبریال دې پوښتنې ته داسې مسخره ځواب ورکړ ( بیایید کلمه مداخله را استعمال نکنیم ، این کلمه با واقعیت مطابقت نه دارد ، حرف برسر کمک برادرانه است ، یعني مردم به مردم بدون هیچګونه شرائط ، بدون هیچګونه شایبه ای کمک نمودند ، مردم شوروي بخاطر ما به قرباني های زیادي حاضر شدند ، نباید چنین پدیده ها را زیر پا کرد ، چنین پدیده ها درتاریخ وجود ندارد ( ۲)

خو راشئ همدا ډاکټرنجیب دی ، کله چې شوروي یرغلګر له افغانستانه ووتل نو د سلواغې دمیاشتې ۲۶ نیټه یې د ( نجات ملي ) دورځې په نوم ونوموله ، ده چې دامهال یې بله سرینده غږوله دپخوا خلاف دانترناسیونالیزم دسرباز په ځای دافغانیزم له دعوا سره راڅرګند شو او ویي ویل (قیام ملی مردم ما علیه تجاوز نظامی اتحاد شوروی در ۲۶ دلو ۱۳۶۷ پیروز گردید )

هغه ډاکټر نجیب چې څه موده وړاندې یې شوروي یرغل حتی مداخله نه باله ، او کمک او همکارۍ اصطلاح یې ورته کاروله ، هغه نجیب چې افغان – شوروي دوستي یې جاودان و بې پایان بلله ، او تر کلونو او لسیزو او حتی زامنو او لمسیانو پورې یې ددې دوستۍ ( یرغل ) دپاللو هوډ څرګنداوو ، وروسته چې دشوروي لخوا په تش میدان پریښودل شو، نو په بل اړخ واوښت او په پوره بي شرمۍ ځان دشوروي یرغل په خلاف دمبارزې اتل ونوماوو .

حامدکرزی دنجیب په رول کې

له څه مودې راهیسې په افغانستان کې دامریکا مشر ګوډاګی حامد کرزی هم هڅه کوي ، د لمدې ژبې په کارولو سره ځان دامریکایي ګوډاګیتوب له تاریخي خجالت څخه برئ وښيي ، له همدې امله که نوموړی له یوې خوا دتیرو یوولسو کلونو غوندې اوس هم په امریکایي سیروم پایي ، بله خوا په لفاظۍ او دروغپرانۍ سره هڅه کوي ، ځان دامریکایي اشغال مخالف څرګند کړي .

تیره ورځ حامد کرزي په خپله یوه وینا کې وویل چې دی دامریکایي عسکرو دشتون مخالف دی ، مګر طالبان هڅه کوي په خپلو بریدونو سره امریکایانو ته دپاتې کیدو بهانه په لاس ورکړي .

زه چې دحامدکرزي له خولې داسې خبرې او دعواوې اورم باور وکړئ ، دنوموړي ضمیر او وجدان ته حیران پاته شم چې په داسې خبرو څنګه دشرم احساس نه کوي ، آیا نوموړی په افغان اولس دکڼو او ړندو ګومان کوي ، چې دتیرو کلونو جریانات ورته هیڅ معلوم نه دي ؟

افغانان پوهیږي چې دکرزي او امریکا د اړیکو اصلي کیسه څنګه او له کومه راپیل شوې ده ، له نیکه مرغه دکرزي غربي انډیوالانو په وروستیو خپرو شویو کتابونو کې دنوموړي لمن ښه په اوږو وراړولې او دده امریکایي ماهیت یې ډير ښه روښانه کړی دی ، حامدکرزی چې دیوه غربي لیکوال په استناد له اتیایمو کلونو راهیسې له امریکایانو سره پېیلی وو او حتی دسي آی اې او نورو غربي ادارو کارکوونکو به دشډلو تنظیمي مجاهدینو په منځ کې دخپلې علاقې وړ Best- dressed afghan ( غوړپړ افغان ) باله هیڅ کله نه شي کولای دنورو په تورنولو سره دخپل تندي امریکایي داغ ومینځي .

افغانان خبر دي ، چې هغه څوک وو چې امریکایي شیطاني پلانونو د کویټې دازبک بازار له ګمنامۍ څخه دستر افغانستان دواکمنۍ تخت ته ورساوو .

افغانانو ته معلومه ده چې غوړپړ حامدکرزي چې دخپل وطن او ولس لپاره یې کوچنی خطر هم نه وو قبول کړی ، په افغانستان دامریکا تریرغل وروسته یې دسي آی اې په فرموده څرنګه سر په تلي کیښود ، خپلې میرمنې ته یې په دروغو وویل چې چمن ته دیوې ورځې په مخه ځم ، خو دی په پټه دپاکستان له کویټې څخه په ګریزي لارو په موټر سایکل کندهار او بیا روزګان ته لاړ ، هلته یې دامریکایي یرغل دزمیني ځواک د رول ادا کوله لپاره څو اونۍ دمرګ او ژوند دکشمکش ترمنځ تیرې کړې ، په غرونو او غارونو کې یې شپې وکړې او دده په خپل اعتراف چې په بیا بیا دلوږې او تندې له امله دهلاکت له خطر سره مخامخ شو ، خو په پای کې ورته دامریکا پراشوټي اکمالاتو مردار امریکایي خواړه ، اوبه او وسلې ورسولې ترڅو له مرګه بچ شو . (۳)

کرزی چې امریکایي څرخکې له روزګان څخه کندهار او له کندهار څخه په ارګ کې پياده کړ، دامریکایي ساتونکو په محاصره کې کلونه کلونه محصور پاته شو ، او له جیب خرڅه نیولې بیا تر لباس او چپنې پورې دهرڅه مصارف یې دامریکا لخوا ورکول کیدل ، او بالمقابل یې دامریکا لپاره دیوې غولوونکي نانځکې رول په غاړه وو ، په افغانانو یې دامریکایانو هرډول ظلم ستم اود معنوي او مادي ارزښتونو لوټ تالان روا باله ، اوس کوښښ کوي د ډاکټر نجیب غوندې په زبان درازۍ سره د امریکا له ګوډاګیتوبه انکار وکړي ، او ځان دامریکایي یرغل مخالف معرفي کړي .

له بلې خوا هغه طالبان چې کرزي یې په خپل اعتراف دسبتمبر له پیښې وړاندې امریکا ته جاسوسي کوله او غرب ته یې لوی خطر بلل ، دغه راز نوموړی دیوه امریکایي ګوډاګي په حیث دروزګان په غرنیو کې سیمو کې ترې په تیښته وو او په غارونو کې یې شپې سباکولې ، هغه طالبان چې په یوولس کلن جهاد سره یې دامریکا بنیاد ویوست ، امریکایي نړیوال پوځي اعتبار یې په صفر کې ضرب کړ ، دامریکایي نړیوالتوب طلسم یې مات کړ ، او یوځل بیا یي پینټاګون ته ویتنام وریاد کړ ، همدغه طالبان بیا حامد کرزی دامریکا خادمان او دامریکایي اهدافو پالونکي بولي .

کرزي عجبه خبره کړې ( زه دامریکایانو دشتون مخالف یم خو طالبان دامریکایانو شتون غواړي ) کرزی صاحب لومړی دا ووایه چې دا په تن کالي دې له کومه کړي او په کومو پیسو دې رانیولې دي ، ستادحکومت خپل عوائدخو دې دخپلو اداري مفسدینو او اختلاسګرو یو کولمه هم نه شي ډکولی ، ځکه ملل متحد ویلي چې په تیر کال کې دداخلي عوائدو دوه برابره رشوت خوړل شوی ، معلومه شوه چې دغه چپنه او قره قول هم درته امریکایانو اخیستي ، دا بوټان او کمیس پرتوګ دې هم امریکایي دي ، دا په نس کې پراته خواړه دي هم له امریکایي تنخوا څخه موندلي دي ، آیا ډیر دشرم ځای نه دی چې دامریکاییتوب له تل څخه بیا هم دافغانیت شعار پورته کوې ، او وایي زه دامریکایانو دشتون مخالف یم ، نه پوهیږم هغه څوک وو چې په نیمه شپه یې له توراوباما سره دامریکایانو ددایمي شتون پیمان امضاء کړ ، آیا له هغو شرمیدلو کړنو څخه حیاء په کار نه ده ؟؟؟

داچې ته دامریکا خادم یې که طالب ، له دې څخه یې معلومه کړه ، چې تاته هره ورځ دګوډاګیتوب میډالونه او جائزې په غاړه درځړوي ، او دامریکا په ګټه دډیر فعالیت له امله دي له جورج واشنګټن سره تشبیه کوي ، خو دملامحمدعمر په سر سي آی اې لس ملیونه ډالره انعام ایښی دی .

طالب دخپلو وینو او غوښو په بیه امریکایي طاغوت دې نتیجې ته ورساوو ، چې نور په دې هیواد دامپراطوریو په دې هدیره کې ګوزاره محاله ده ، مګر تاسو ورته هره ورځ زارۍ کوئ ، چې ګورئ ولاړ نه شئ کنه افغانستان به نویمو کلونو ته ستون شي .

دحامد کرزي دې څرګندې دوه مخۍ او دطالبانو په اړه بي شرمه اظهاراتو ته که ګورو داسې معلومیږي ، لکه نور چې دمات شوي امریکایي طاغوت له تکیې څخه په بشپړ ډول نا امیده شوی وي ، نوځکه هڅه کوي په داسې اظهاراتو سره له یوې خوا مجاهدین بدنام کړي او له بلې خوا د دروغو په بادولو سره ځان دملت له محاکمې خلاص کړي .

خو دا ډول دروغجنو او بې شرمانه لفاظۍ او خبرو لکه څنګه چې ډاکټر نجیب ته فایده ونه رسوله ، کرزي ته هم فکر نه کوم که کومه ګټه وکړي ، افغان اولس دنړۍ له سترګورو اولسونو څخه دی چې خپل اتلان او ګوډاګیان پیژني ، په تیرو لسوکلونو کې افغانانو ته معلومه شوې چې څوک دیرغلګرو په اوږو سپاره وطن ته راغلل او چا دځان او مال په قربانۍ سره امریکایان په ګونډو کړل .

حامدکرزي چې دخپل ماموریت په پای کې یي د ډاکټر نجیب غوندې دمنافقت او تزویر لارې نیولې ، زموږ لخوا ورته مفته مشوره داده چې ترپایه دې په دې لاره نه ځي ، ځکه د ډاکټر نجیب لاره په پای کې په اریانا څلورلارې ورغلې ده ، او په دې څلورلارې کې هغه دترافیکو ډانګه لا هم ولاړه ده چې دملت دخائنانو په کار ترهرچا ښه پوهیږي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پایلیکونه
(۱)http://www.facebook.com/photo.php?v=368793929867100&set=vb.339972469422929&type=3&theater
(۲ ) کنفرانس مطبوعاتي ، پاسخ های رفیق نجیب الله منشی عمومی کمیته مرکز حزب دیموکراتیک خلق افغانستان به ژورنالیستان خارجي ص ۲۰
(۳ ) Karzai – nick B . Mills بیلابیلې پاڼې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x