افغانستان

انورالحق احدي نوې سیاسي جبهه جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغان ملت ګوند دفتر د ډاکټر انورالحق احدي په مشرۍ د نوې سیاسي جبهې د جوړېدو خبر ورکړ.

د افغان ملت ګوند د دفتر رییس حید الله عالمي وايي چې ډېر ژر به د انورالحق احدي په مشرۍ « د افغانستان نوې ملي جبهه» په نوم د سیاسي حرکت د پیل شاهدان واوسو.

عالمي وايي چې د احدي دا جبهه به د ګډ حکومت پر وړاندې د اپوزيسون حیثیت ولري او د دولت کړنې به څاري.

د هغه په خبره دوی دا جبهه د کوم امتیاز د لاسته راوړلو لپاره نه ده جوړه کړې.

هغه وویل چې دا جبهه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابینې له څو وزیرانو، واليانو، سناتورانو، وکیلانو او مدني ټولنو نه جوړه شوې ده.

ياده دې وي تر دې وړاندې د جهادي مشرانو له لوري ورته جبهې جوړې شوې دي، چې د شنونکو په باور د دولت په چارو کې يې رغنده رول نه دی روبولی.

دا چې د انوالحق احدي په مشرۍ به دا جبهه د دولت د څار په برخه کې څومره دقیقه واوسي، په وخت سره به معلومه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

د ې فاسد افغان نالتي د فاسد دولت په منځ کې کوم د خير کار کړی خو د سي آی اې دالر یې په خپلو افغان ملتيانو تقسيم او په شېر پور کې یې بنګله جوړه کړه!
دا فاسد رټل شوی اجنت اوس بيا په نس وږی اشغال شوی اولس غولوي !

الحاج استا ذ بیانزی

لکه د کمونستانو ملاتړ چه روسانو کولو له اوله یی استخدامول ، تمویل او تجیزول او بالاخره یی سیاسی واک ته ورسول به افغان وژنه کی یی ورسره تر یو نیم لک وارسا فوځیان راوستل دوه میلونه بی ګناه او بی دفاع افغانان یی پری ووژل ، کله چه یی د مجاهدینو په مقابل کی د روسانو زور اوبه شو کمونستانو هم د هماغه لویدیز غیږو ته پناه یووړه چه پرون یی ورته سفاک او جهان خور امپریالیزم ویلو او د لویدیزم امپریالیزم د باور د ترلاسه کولو د پاره د همدغه پشتنو او فارشی نشنلستانو سره ملګری شول د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x