
کابل: غلو يو صراف له لوټ وروسته خوشي کړی دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): کابل ښار کې څو تنو غلو یو صراف تښتولی او له لوټ وروسته يې خوشي کړی دی.
دغه پېښه د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده، چې له صراف نه يې نقدې پیسې او د موبایل کريډيټ کارتونه اخيستي دي.
د پېښې په اړه د اوولسمې امنیتي حوزې امر غلام الله نورستانی وايي چې غلو له صراف نه ۱۲۰ زره افغانۍ، ۵۰ زره کلدارې او د ۳۰ زره افغانيو پر ارزښت کریډيټ کارتونه وړي دي.
د نورستاني په وينا غلو تښتولی صراف په سلیمان خېل دښته کې خوشي کړی دی.
دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې د کابل امنیه قومندان د جنايی جرمونو په تور د ۴۰۰ تنو د نیولو خبر ورکړ.
د کابل ښاريان وايی چې په ښار کې د تښتوونې، چور او لوټ پېښې ډېرې شوې دي.
د دوی په خبره له مازیګر وروسته د ښار په له ګڼه ګوڼه خالي کوڅو کې د خوندیتوب احساس نه کوي.