
هراتۍ شاعره ترنم سیدي د رولا په دفتر کې نیول شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هرات اوسېدونکې مدني فعاله او شاعره ترنم سیدي له رولا غني سره له ملاقات وروسته نیول شوې ده.
نوموړې له رولا غني سره په خبرو کې پر ګډ حکومت توندې نیوکې وکړې چې د رولا غوسه یې راپارولې او د ملي امنیت کسانو ته يې د هغې د نیولو امر کړی دی.
د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحیمي هم وايي چې دوی ترنم سیدي نيولې ده، خو په خبره يې هغه يې د لوړپوړو چاراکو د کورنيو اړیکو څخه د دروغجنې استفادې په تور نیولې ده.
رحیمي واي چې ترنم سیدي له رولا غني سره د ملاقات لپاره ځان د اجراييه رییس د دویم مرستیال مېرمن معرفي کړې ده او د هغوی له نومه يې بده ګټه اخیستې ده.
د کابل امنیه قومندان په خبره که هرڅوک د لوړو مقاماتو له کورنیو اړیکو نه دروغجنه ګټه پورته کوي باید جدي چلند ورسره وشي.
تر اوسه د اجراييه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د ترنم سيدي کورنۍ د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
ترنم سعیدی است نه ترنم سیدی
از کابل است و نه از هرات.
دارگ ده كه دليلاميو سراى چى دروازى يي خلاصى دى . او ميرمن لاورا دبنديكولو حق هم نه لرى ؟
هغه ترنم سیدی له مخ او نوم څخه معلومیږی چه څوک ده ، او د چا د پاره کار کوی ، د رولا په دفتر کی د لوړپوړو به اړه به هغی څه کول دا خو یی د رولا له دفتره بهر هم ویلای شوی ، او بیا داخبره چه هغه بل احمق وایی چه د دوهم مرستیال میرمن نه وه خو له دی نومه یی ګټه پورته کوله او چه څوک دا کار کوی مونږ به ورته مناسبه سزا ورکړو په داسی حال کی چه افغانستان کی همدا لوی کار شوی نور هرڅه سم دی که د ملی امنیت… نور لوستل »