افغانستان

بهرنیو ځواکونو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او بل ټپي کړ

نن ټکی آسیا: نن د کابل په ولایت کي بهرنیو ځواکونو د ملکي وګړو پر یوه موټر ډزي وکړي چي له کبله یې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او یو بل ټپي شو.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز په دې اړه ویلي چي نن د کابل ولایت په قرباغه ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو پر یوه موټر ډزي وکړي چي له کبله یې په موټر کی سپاره دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول، او یو بل ټپي شو.

ایساف ویلي چي د دوی عسکرو دغه ډزي د خپل دفاع په خاطر وکړي، ځکه د ملکي وګړو موټر د ایساف د قواوو کاروان ته ډیر نیژدې شو، او د ایساف له خوا د شاره د دریدلو د اشارو سربیره موټر ددوی په لوري روان وو.

باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی چي د ایساف ځواکونه افغاني ملکي وګړي په خپلو موټر کي وژنی، بلکي ددې تر مخه یې هم په زیاتو ورته پيښو کي عام افغانان په شهادت رسولي دي، او هر وخت یې همدا ویلي چي ددوی د خطر احساس وکړ، نو ځکه یې پر ملکي وګړو ډزي وکړي.

د افغانستان پر لارو او سړکونو سفر کونکي عام مسافر همیشه د بهرنیو ځواکونو د لویو لویو کاروانونو څخه شکایت لري، او وايي چي کله هم د بهرنیو ځواکونو کاروان پر لاري ورسره مخ شي، نو دوی پر خپل ژوند د خطر احساس کوي، او ډیر ځله د بهرنیو ځواکونو له خوا په ساعتونو ساعتونو توقف او انتظار ته مجبوره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x