ټولنیزه برخه

د جنت زياتره استوګن به څوک وي ؟

عبدالله بن مسعود رضى الله تعالى عنه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : تاسي په دې راضي نه ياست چې د جنت څلورمه برخه به تاسې اوسئ؟ موږ د الله تعالى لويي ادا کړه (فکبرنا)

بيا يي وويل : ايا په دې خوښ نه ياست چې د جنت درېيمه برخه به تاسې ياست؟ موږ د الله تعالى لويي ادا کړه .

بيايې وويل زه اميد لرم چې تاسې به د جنت نيمايي برخه تشکيلوی او ژر ده چې ددې په معنی مو پوه کړم .

بيا يي وويل :مسلمانان به د کافرانو په مقابل کې داسي وي لکه سپين ورېښته په تور غويي کې ، يا تور ورېښته په سپين غويي کې .

بريده د حصيب زوى وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ټول جنتيان به ١٢٠ صفونه وي چې ٨٠ اتيا صفونه به له دې امت څخه وي.

دا حديث دامام احمد بن حنبل رحمة الله عليه او امام ترمذي رحمة الله عليه په شرط صحيح دى .

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close