د نن سرلیکنه

د څلور اړخیزې ناستې متوقعې پایلې – سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: بالاخره په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د ميکانيزم جوړولو په نوم څلور اړخيزه غونډه جوړه شوه .

یاده غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې تر بل هروخت زیات په هیواد کې جګړو او نا امنیو زور اخیستي او د هرې ورځې په تیریدو سره د جګړې لمنه نوره هم پراخیږي .

له بده مرغه کومې هلې ځلې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه تر سره کیږي د هغوی ډیر ترکیز یواځې پرشکلیاتو وي او د لانجې اساسیات ورکې له پامه غورځول کیږي.

په اسلام اباد کې روانه څلور اړخیزه هم د دغو غیر مرکزو هلو ځلو له جملې څخه یوه غیر مؤثره او په ناکامي محکومه غونډه ده چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه تري هیڅ توقع نشي کیدلای.

د یادې څلور اړخیزې غونډې ګډونوال په حقیقت کې ټول هغه تجربه شوي عناصر دی چې په تیرو ۱۴ کلونو کې یې افغانستان ته له بحران جوړولو پرته نه کومه مثبته پایله لرلې او نه یې هیله تري کید لای شي.

د معمول خلاف په ژمي کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې جګړه ییز فعالیتونه او له افغانستان څخه د ایستل شویو بهرنیو پوځیانو بیرته راستنیدل دلته د جګړې د جاري ساتلولپاره هغه عملي اقدامات دي چې څوک تري سترګې نشي پټولای.

په دغه ډول حساسو زماني او مکاني حساسو شرائطو کې د اسلام آباد د څلور اړخیزې ناستې دائریدل او د هغې د موقعیت او ګډونوالو ماهیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې په هغې کې د سولې د ټینګښت لپاره نه ؛ بلکې د جګړې د پایښت او دوامداره کولو لپاره پلان سازي کیږي ، ځکه په یاده غونډه کې د قضیې د اصلي اړخونو نه شتون او د نورو غیر مؤثرو لوریو وراضافه کول د لانجې له بحراني کولو پرته بله معنی نه لري.

که نړیوال او د افغانستان د لانجې اساسي دخیل لوري غواړي دلته په واقعې ډول جګړې ته د پای ټکي کیښودل شي نو باید چې د لانجې د هواري په اړه په دغه ډول غونډو کې د شکلییاتو پرځای پر اساسیاتو تر کیز وکړي او د لانجې د عواملو د له منځه وړلو له لارې په افغانستان کې دائمې سولې ته زمینه سازي وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x