نظــر

دسولې خبرې فقط له امریکا سره اوبس

لیکوال: محمد امین بسمل
لیکوال: محمد امین بسمل

محمد امین بسمل-

که دا منئ، دا طالبان وو، چې جنګي جنایتکاران یې له کابل څخه تر کولاب او استانبول پورې وځغلول.

که دا منئ، دا طالبان وو، چې د واحد افغانستان بیرغ یې د آمو په غاړه ورپاوه.

که داهم منئ، همدا طالبان وو، چې په ایران یې سړه تبه راوسته.

که دا منئ، چې د طالبانو واکمني په تاریخ کې ساری نه درلود.

اوبلاخره که داهم منئ، چې یوازې اویوازې امریکا وکړای شول، چې د اسامه بن لادین په پلمه دنړیوالو په سترګوکې خاورې ورواچوي، زموږ ګران هیواد اشغال اود سیمې د اوږد مهاله تسلط لپاره د ځواکمنو طالبانو واکمني له ماتې سره مخامخ کړي نو بیا خو لاس په لاس لګیږي.

مانا حریف له حریف سره بایدحساب وکړي نه دحریف له سیوري یا تالي څټي سره.

مراد مې طالبان دي، چې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي نه له کوم بل چا سره.

طالبانو ته دا هم وایم، چې که ستاسو دیوې نیمې لسیزې مقاومت واقعأ رښتینی اوستاسو د لوړو ایماني او وطني جزباتو او ارمانونولپاره وي نوبیا په کومو سترګو د کابل له غلامې ادارې سره د خبرو اراده لرئ؟

که ستاسو مقاومت د۴۸ بهرنیو هیوادونو مالي او پوځي زور درمات نه کړ، نو د کابل د اجیرو او پوډري ملېشو اردو خو په حساب کې هم مه درولئ.

پاکستان ته هم داحق مه ورکوئ، چې ستاسومقاومت اوسرښندنې د کابل په لاسپوڅو یا کوم بل چا وپلوري.
دا منم، چې ستاسو لاس د پاکستان تر پښه لاندې دی او له سختو ستونځو سره یې مخامخ کړي یاست.

ستاسولوړپوړي کسان وخت ناوخت ترور کیږي څوک یې دکابل په اسخباراتو ورتپي، څوک یې په پاکستاني استخباراتو اوځیني کسان یې بیا ستاسو دخپل منځي ستونځو محصول بولي.
داهم څرګنده خبره ده، چې پاکستان ستاسوله بې وسي څخه هراړخیزه ګټه پورته کوي اوحتی ستاسود بریاوو په حساسو مرحلوکې یې په مراتبو مزاحمتونه هم درته کړي دي لکه د ملا برجان قتل.
نولکه پخوامې، چې پخپلو لیکنوکې اشاره کړې وه آن څه باندې شپږ۶ کاله مخکې مې په واضحوټکو د آزادي رادیو له لارې ستاسوترغوږو داخبر در رسولې وه، چې خپل سرشناسه کسان له پاکستان څخه وباسئ اود سیمې بې غرضو ملکونو ته یې دسیاسي پناه اخیستلو لپاره ولېږئ، ترڅوله یوې خوا د سرله خطرڅخه وژغورل شي او له بلې خوا ستاسو دمقاومت او بري لپاره سیاسي او تبلغاتي برتري ترلاسه کړي لکه د قطر دفتر.

له بده مرغه، چې تاسو زما له غږ اوزما له لیکنو څخه هیڅ ګټه پورته نه کړه، نوروملکونوته سیاسي پناه وړل درته ستونځمن ښکاره شول خو د خپلوسرونو خیال مو هیڅ ونه ساته ځکه خو اوس دکابل اداره له پاکستان سره جوړه تاسو ته دم په دم نېښ درکوي او ورځ تربلې مو بې وسه اوبې کسه کوي.

همدا پنجابیان اود کابل غبرګ سري اوټیټ سري دي چې دسولې دخبرو په پلمه وخت ګټي خوپه حقیقت کې یې د سولې له خبروڅخه د بیزو پرهار جوړ کړی دی.
لنډه دا، چې که تاسو د رښتینې سولې پلویان یاست نو یوازې او یوازې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړئ البته له موقع څخه په ګټه لمړی سمیز زورورلکه روس اوچین درخپل کړئ په ایران باور نه دی په کار حتی له ایران څخه هندوستان لا درته په ګټه دی.

دمګړۍ خوتاسو په خورالوړسیاسي اوپوځي موقف کې قرار لرئ هغه دا، چې د روس او چین د صبرکاسه لبرېزه شوې او د داعش دمخنوي لپاره ستاسوهره غوښتنه منلای شي نوهمدامو وخت دی بیابه ارمان وکړئ هله ژر تر ژره سیمئیزملاتړ درخپل اوامریکا په مرګ ونیسئ، چې تبې ته راضي شي، که نه نو په ولله که خوپه ژوند کې هم بیا داسې ګټوره موقع په لاس درشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

43 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ياره بسم الله له ټولو تېروتنو در تېريم افرين نر مضمون دې ليکلی دی !
بلا دې په خلقي ، پرچمي او فاسد افغان ملتي وګرزه ژوندی اوسې وروره داسې نرې خبري په ډګر
خوند کوي!!

البلاغ

ډیره پر ځای او معقوله وینا او ښه تر ښو لا ښه مشوره بی پري مشوره – هدانا الله تعالی وایاکم

الحاج استا ذ بیانزی

مونږ هم درته شاباسی وایو ستا د لیکنی ستاینه او نمانځنه کوو دعاګانی درته کوو او څه به ورسره زیات هم کړو ، زه هم په دی باور لرم چه د غلامی اداری د خبرو به ځای خو د خبرو به کولو لویه ډیره اړول ډیر ښه دی ، غلامه اداره چه دخپلو میرمنو سره د څملاستو جواز له اشغالګرو تر لاسه کوی ورته وایی داسی نه چه طالبانو هلته کوم بم نه وی ایښی ، نو د طالبانو دهغه الهی لوی قدرت سره چه دجالی قوت سره یوه نیمه لسیزه په بریالیتوب وجنګید او د بریالیتوب په درشلو کی… نور لوستل »

شیرخان

وه په لاسو د برکت شه څه ښکلی وينا څه ښکلی خبرې کامياب اوسې طالب جانه همدا د وخت ده روس او چين سره اړيکې ښې کړه دا مکاره امریکا په نورو دښمنانو ووهه

محمد عبدالله

کفر تول کفر ده زمونږه دخمنی له امریکا سره په یو شی ده هغه دا چی کافر ده هماغسی کافر روس اوچین هم ده او دالله ددین باغیان دی او هیسکله له کفارو سره سوله نکیږی تر قیامته او داسلام غلبی پوری او تول کفر مغلوبیدو پوری ولوکه مونږ ننی انسانان په شا شو او دنیایی ژوند ته ترجیع ورکړو الله ج نوی خلک او نوی ترتیب جوړوی بیابه دهغو په واسطه ددوی سرونه وهل کیږی الله قادر دی په هرشی او یوه بله خبره بیانزی صاحب ته صحیح ده چی موسی ع د فرعون په کور کی الله وساتلو… نور لوستل »

khalid

سيخرج في آخر الزمان قوم أحداث الأسنان سفهاء الأحلام يقولون من خير قول البرية يقرءون القرآن لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية فإذا لقيتموه فاقتلوهم. فإن في قتلهم أجرا، لمن قتلهم، عند الله يوم القيامة (متفق علیه) هذا حدیثا فی قوم الذين خرجوا في زمان علي رضي الله عنه لهم أتباع إلى يوم القيامة يعتقدون عقيدتهم ويكفرون المسلمين بالمعاصي

طوطی

دا دی څه لیکلی ##. د عرب ## خو ترجمه خوی کړه ته فکر کوی چی افغانان د عربو ځامن دی لکه تا.

طوطی

اوس خو طالبانو له کافرو سره موالات وکړل، کافران یی د قطر د دفتر خرڅ ورکوی، هغوی سره یی د سولی موافقه امضا کړه خو بر عکس اوس زمونږه افغانان همداسی وژل کیږی ځکه چی د طالبانو په فتوای د افغانانو وژنه روا هغوی سره جنګ په نوم د جهاد روا ولی له کافرو سره سوله او ښه روابط غوښتل داسو اسلام.

غوربندي

محمد عبدالله صيب

په تا کی د روسانو سره د طالبانو متوقع تفاهم دیر خوسکي شوی ده، نو که ستا همدا عقیده يي نو بیا خو له روسانو سره ستا تیر جهاد د شنو کفار و شو، زکه د آمریکا په تمويل چليده، ستا سلفي مدرسی ته هم له آمریکا سخه پیسی حواله وی. ستينگر چا درکول، جمپر او بوتان دي هغه نه وو چی نن يي آمریکایی عسکر په تن لري?

طوطی

غوربنده: داسی خبری دی وکړی کله چی هلته ته حاضر وې. الله د معلم تور وبښی هغه د ستینګر سره یی چی عکس اخیستی وه اوس هم د پل قندهاری په ساحه کی د لوګر په سرک ځوړند ده. خو یوه خبره می واوره چی مجاهدینو ځانوژنه د خلکو په منځ کی، په جومات کی، د کرکیت د لوبو په میدان کی نکوله.

محمد عبدالله

اوله خبره چی زه خپل زان درته یادوم نه می دامریکی کمک اخیستی نه دروس نو زه بری یم ددوی له کومکه سخه نو زه دخپل زان ځواب ورکوم دقیامت په ورز او نوروته هم همدا توصیه کوم کفر سخه کمک مه اخلی مه رشته ورسره ساتی دوهمه خبره که تا اخیستی وی تاته به معلومات وی خو چی دنورو مجاهدینو په باره کی غږیږی نو زه به ستا یوه غلت فهمی لری کړم چی هیسکله دامریکی ستنګر او بوتان روسان ندی مات کړی دا دالله کمک اونصرت وو دتش لاسو مجاهدینو چی روسان یی په ګوندو کړل دامریکی ستنګرونه… نور لوستل »

غوربندي

محمد عبدالله صيب تاسو د زان سپيناوي کری ده، خو د تیر برحقه جهاد چی د نیمی دنیا د کفارو په سیاسی او مالي ملاتر روان وو هیس خبره نه ده کری، هغه سعودي خو اوس هم شته، شتمن يي هم شته، اوس ولی مرستی نکوي، مطلب می دا ده چی زمونژ په تیر برحقه جهاد کی خداوند متعال غربیان مسخر او زمونز د جهادي بهير مرسته يي کری ده، البته ستاسو دا خبره سمه ده چی افغانانو په تش لاس جهاد پیل کر. د عربو مرستی هم د آمریکا په اجازه چالاني وی او هم د امريکايانو په امر… نور لوستل »

طوطی

غوربندیه: کله کله دی مغزه ښه کار کوی او ښی خبری کوی خو کله کله ## در څخه جوړ شی. دا خبری دی زما خوښی شوی کور آباد الله دی همیشه سړی لره.

محمد عبدالله

خبری که دګدود شی پروا نکوی خو چی مطلب دګدود نشی سه کوی دافع هوا باندی اوس خو هاغه دامریکی مخکنی سرخکی او جیتونه هم دپخوا په نسبت کم شوی نو دچا طیاری راغورزوی روسان که دونه اخلاصمند ول او دامریکایانو خلاف ول لس کاله مخکی دافع هوا درکوو .اوبل دا کوم خر چی ته دروسانو سخه اوس جوړوی او زان ته یی مسخر بولی هغسی استاد سیاف یو واری روس یی زان ته مسخر جوړ کړو بیا امریکی نه زان ته خر جوړ کړو او همدا یی ویل دا کفار کم عقلان دی زمونږ خدمت دپاره راغلی او الله… نور لوستل »

غوربندی

ياره محمد عبدالله صيب تا ته ستا ما حول فقط سپين او تور مالوميژي، او دنیا او د کايناتو پراختيا درته هومره ده سومره چی ستا پشو لاندي قرار لري، دا احساس دي غلط ده چی دنیا ستا په شکر (شاخ) ولاره ده او ته يي صاحب يي، همدا نعوذبالله د خدايي د دعوى موقف ده ، تا ته کتاب و سنت له خپل نفس او فکر ماسوا بل سه نه شکاری، زان نه شارع مه جوروه، یو بی و سه انسان يي، د نورو انسانانو په شان غایط کوی، تقوی به لري خو د بی اودسي ، خطا، تيروتني،… نور لوستل »

غوربندی

د “هجرت” له اصل او اصطلاح سخه د اوطانو (جغرافيي) وجود فهميداي شي، د اوطانو د تعدد له برکته اسلام خپور شوی ده، په داسي توگه چی یو سره معاهده، بل سره مذاکره او بل سره قتالّ که ستا په شریعت (ذهن ) کی د مسلمانانو وطن یو او واحد يي نو که کله د کافر تر بريد او يرغل لاندي رازی نو تول مسلمانان به تباه کيژي، مثلا روسانو خپل جنوب لور ته يرغل و کر، خو دا يرغل يي تر افغانستان پوری محدود وساته، د پاکستان خاوری ته داخل نشول، د همدي جغرافيوي تقسیم له برکته وو چی… نور لوستل »

غوربندی

عبدالله محمد صيب

دا پرته اطلاق زما د نیک گومان له مخی ده، معنی دا چی داعيش می یو خودجوشه جهادی حرکت فرض کری ده.

که خودجوش نه يي او د غربيانو چايجوش وی نو بیا يي په اسلامی هيوادونو کی د غربيانو د مصالحو په ارتباط د واک تنده معقوله، په اسلامی تنظيمونو باندی د دوی رد هوشيارانه او له منلو جهادی تحريکونو ( حماس او طالبانو) سره يي تکر د استعمار یو تر تولو مبرم ضرورت ده.

محمد عبدالله

ترتولو دمخه نن تکی وال دژوندی اوسی چی دتولو فکرونو دشراکت او بیا سمولو ذریعه ده محترم غوربندی صاحب افسوس چی زه په کومو خبرو درسره غږیږم ته یی په (الف با) نه یی خبر خو بیا هم ته خپله هنرمندی استعمالوی او دحق پتولو کوشش کوی غوربندی صاحب ته خپلی خبری یو واری بیا ولوله یو بل سره تضاد کی دی او بیا دکوم سیاست دعوی کوی هغه سره تکر خوری او شریعت خو خپل زای کی پریږده چی هیس اړخ ورسره نه لګوی دسره تر اخره بهتانونه دلګولی ماته دالله دین نورانی مسلمانان خایسته او رنګین خکاری او… نور لوستل »

محمد عبدالله

راشه چی خبر شی که تاته دا دلارد میکالی په لاس جوړ شوی سر حد دومره مبارکه اوبرکتی درته خکاری چی دمجاهدینو دنصرت او کامیابی سبب یی بولی نو ولی سترګه پتوی ایا امریکا هیس د سرحد اخوا په سرحدی علاقو کی ددرون حملی په مجاهدینو ندی کړی یاخپله فوجیان دپاکستان دننه په مجاهدینو عملیات ندی کړی استاد یاسر یا نور خلک کوم زای کی نیول شوی او همدا عمران په همدی درون بندولو په بهانه باندی زان ته ووتوونه وانخستل حالانکه امریکی خوهسی درون یی کموو خودا زوان (بودا) پکی هسی شوړه ووهه هههههه داته ددی په زای چی… نور لوستل »

محمد عبدالله

دیوی غلط فهمی دلری کولو لپاره مونږ دا منو چی سرحدونه او پولی سخه انکار نشته خو دا حتمی پولی ندی بلکی همیش بدلون منلی خو دی پولو سخه داسی استفاده وشی چی دتولو مسلمانانو ګته تینه حاصل وی نه دیوی منطقی ګته او دبلی منطقی دهلاکت سبب او دا هغه وخت امکان لری چی دتولو مسلمانانو یو مشر وی چی عدالت هم وکړی اوتول مسلمانان پرهغه راتول وی او بیا هر زای ته دهماغه زای مشران وتاکی دشریعت په رنا او طریقه اوس نو زمونږ دملکونو مشران دلوی شیطان (کفار)لخوا تاکل کیږی هو دلته لوبه روانه ده او دا… نور لوستل »

khalid

آشنا زه بالکل تاته حیران یم چی په تا کی څه ډول سیستم کارول شوی ده ته یو واری د حزب اسلامی طرفداری کوی بیا دداعش کله یو څه وایی کله بله څه خو دا له مانه واوره چی د حزب اسلامی تنظیم چی دا اوس کومه تګلاره مخته وړی چی نیم یی په حکومت کی دی او نیم جنګ کوی او جنګ والا له خپلو هغو غړو نه چی په حکومت کی دی هم دفاع کوی چی دا ښه کوی او نیم یی همدا اوس په کفری حربی هیوادونو کی میشت دی او هلته یی د حزب څانګی خلاصی… نور لوستل »

حامد

پر بیانزی صیب د سلام وی زه دیر وخت نه وم انلاین— احترام دی وی تاسی ته

الحاج استاذ بیانزی

حامد صاحب نه پوهیږم چه په مونږ دی څه جادو کړی یو له هغو ورونو څخه یاست چه ډیر راباندی ګران یاست، د سلامونو د وعلیکم السلام ، مګر د لا زیاتو غورو د پاره زما ایمیل که نه لری له نن ټکی اسیا یی ترلاسه کړی چه اوږدی خبری سره وکړو او لا په واټساپ کی به اوږدی خبری وکړو انشالله

غوربندی

محمد عبدالله صيب ستا د داعش په تاسیس کی د روسانو وينه نغشتلي ده، په اهل النفاق (عراق) کی د بعث گوند او د امپراتوريو په مقبره (افغانستان) کی د حزب دموکراتیک خلق پخواني بچوني ستاسو د بي تخت و بی دیوانه دولت فعال شریکان دي، هلته د صدام حسین لور، دلته اتمر او ستانکزي. له روسانو سره تفاهم خو مجرم کمونستان ناهيلي او یتیمان کرل، دوستم چی شمال ته سو زله ولار هدف يي ارتجاع سیاه (داعيش) ته زمینه سازي وه، غوشتل يي له يوي خوا د طالب پر ضد د روسانو مرسته جلب کري او له بلی خوا… نور لوستل »

غوربندی

خالد صيب تاسو ته سلام او احترام عبدالله محمد صيب ما ته ليکلي وو چی ستا په تعليقونو کی آیتونه نشته، زه حیران یم، دا خلک د قرآن کریم اياتونه سومره ساده او سطحی آرزوی او کار تر اخلي. تاسو په دي ارتباط شه جوابونه ورکري هيله ده د هدایت سبب يي شي. دا چی دا جناب په خپلو تعليقاتو کی په قرآنی ايتونو استناد کوي هدف يي داده چی په لوستوکو د خپلي رایی منل واجبی وگرزوي، او که احیانا چا پری ملاحظه و کره، نو لکه چی سو سو زله يي ما ته گوشزد کری، دا ملاحظه به… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

حامد صاحب السلام علیکم !! ډیره مننه حامد صاحب ، بلی مونږ لکه د روژه ماتی په شان تل درته سترګی په لیار وو ، ځانله والی مو احساسوو ، د قندهارو ورونو خبره خدای دی ښه راوله او د ننګرهارو خبره هر کله راښۍ ، ستاسی د اموزنده لیکنو په انتظار یو او الله ج دی وکړی روغتیا ولری ډیره مننه کوم چه له احواله دی خبر کړم ، له فدا صاحب څخه زما ایمیل تر لاسه کړه لا به زه تری پوښتنه وکړم په ایمیل به ګوندی تل او اوږدی خبری وکړو د نورو ورونو وخت به مو… نور لوستل »

محمد عبدالله

غوربندی صاحب ستا په عقایدو کی ماته دیر کمزوریانی خکاری او زه ګومان نکوم چی دفرقان په مفهوم ته تر اوسه پوی چی دحق او باطل فرق کوی وی تاسو تول یولاس شوی یو سو عادتونه لری اول ګمان،دروغ،بهتان،کنځلی،مکر، بی شرعی دلیله تاپی دخارجی او منافق . خه خالد جانه ته اوس دماشومان خبری مونږ ته کوی او قران سخه خلک داروی ههههه ناسخ اومنسوخ ایتونو ذکر کوی خو دلته نه وایی ما کوم منسوخ ایت ذکر کړی چی کفارو سره دوستی مکوی ایا همدا دکفارو سره دوستی حکم درته منسوخ خکاری ماته دا ووایه چی ما کومه منسوخ ایات… نور لوستل »

khalid

هی هی#### الله پاک دی درته هدایت وکړی رښتیا چی په صحیح معنی### او ### خوارج را وختی ته ما ته د رسول کریم (ص) داسی حدیث راښودلی شی چی په هغه کی یی ویلی وی چی د خوارج یوه علامه داده چی خلافت بی له قریشی بل ته ورکوی ستا حکمتیارو خو هم قریشی والی د خلافت لپاره شرط نه ګڼی نو هغه خوارج ده حزب التحریر یی هم شرط نه ګڼی نو هغه خوارج دی د اهل سنت په سلګونو سلف اوخلف علما یی شرط نه ګڼی نو هغه خوارج دی په قرآن کی داسی آیت راښودلی شی… نور لوستل »

khalid

او ها یوه خبره دا هم واوره چی خوارج او روافض دوه بیلابیلی ډلی دی چی عقاید یی بالکل یو له بل سره مختلف دی خوارجو حضرت علی ته العیاذبالله کافر ویلی او روافض د حصرت علی په محبت کی ډیر غلو او اغراق کوی روافض د خلافت حقدار صرف خاندان نبوی چی د قریشو په قبایلو کی ترټولو افضله قبیله ده بولی او خوارج ددی برعکس دی همداسی نور ډیر مختلف عقاید لکه روافض بی له محدود شمیر صحابه و نه نور ټول صحابه ګمراه او العیاذبالله کافر بولی اما خوارج داسی ندی یعنی دا چی خوارج او روافض… نور لوستل »

طوطی

محمد عبدالله ته: ماشاءالله

همدي

ياره دا اشنا نور معاف كي
په سر مو نه دردیژی؟
ده سره په دی اوژدو اوژدو تبصرو مناقشه سه فائده لری؟

محمد عبدالله

یاره همدی ګوله خپل استاد معافوی سونه جوابونه می درکړی ابله مضمون کی (دروسانو سره دطالبانو اړیکو باره کی) هیس سپاس د ونکوو دیر بیزایه پوختنی دی کړی خو زه خیر دمحشر په ورز فیصلی کیږی

محمد عبدالله

افرین دی پر تاوی خالد جانه اوس می ایله ګیر ته راغلی چیرته زی ولی تختی داته خوارج دعلی دخمنان بولی خو پردی نه پوهیږی چی ولی دعلی ض خلاف بغاوت وکاوو دوی دعلی دشیعه ګانو سخه ول دوی هم طرفداران یی ول خو هماغه چی حضرت علی ددوی خبری ونه منل دوی دعلی رض په طرفداری اومینه دحضرت علی دخمنان او بغاوت یی وکاوو نو اوس که سونه وکړی ته روافض او شیعه ګان نشی بچوی دا ته دخارجی تاپی وهی له زانه هغه زکه چی ته داسوچ کوی چی یو چاته خارجی ووایی نو نه کافریږی ګنی خامخا… نور لوستل »

khalid

هی هی ماما هههه دا یدعون دلته د دعوت معنی نه ورکوی دا دپریښودلو معنی ورکوی او دا چی زه وایم چی خوارج جلا ډله ده او روافض جلا دا تنها زما خبره نده د اسلام علماو پدی باره کی په زرګونو کتابونه لیکلی دی ټولو ویلی دی چی خوارج جلا ډله ده او روافض جلا ههههه ستا لدی خبرو نه خو داسی معلومیږی چی هرڅوک په هغه وخت کی له حضرت علی(رض) سره ولاړو هغه ټول العیاذبالله لکه خوارج او شیعه ګان ګمراه ول اوس خوند وکړ ته ناصبی ونه اوسی نو په هغوی کی خو د بدر او… نور لوستل »

غوربندی

قدر من خالد صيب

تاسو ته سلام أو احترام

هيله ده لدى بي اودس سره خپل علمي او دانشمندانه بحث ته په پوره حوصله ادامه ورکري.

دا ناولي لکه شیعه داسي ده، صیغه کوي خو په نوم يي شرميژي، د داعيش عسکر ده خو نوم يي نه يادوي ز که په وحشت يي شرميژي،

khalid

محترم غوربندی صاحب وعلیکم سلام تاسو ته دی هم سلام او احترام وی نور ما ورسره بس کړه دا سړی بالکل له ساحی خارج ده په اوتو بوتو سر ده د همدی صاحب خبره نور مو معاف کړی ده

محمد عبدالله

په خندا زان مه خلاصوه که په پریخودو هم نیسی نو تا کفرو ته امن اعلان کړی اوپریخی دی دی روسی پیلوت کانادایی عسکر چا پریخود؟ بیا ازبک حنفی سوچه مسلماندچا ووژل؟ او که غوختل او ددعوت اوملمستیا هم معنی وکړی نو بیا هم تا اهل اوثان او کفر سره داړیکه اعلان اومسلمان سره دجنګ اعلان کړی او دیر نا اشنا یی چی تراوسه نه پوهیږی چی خوارج سوک وو اوله کومه راپیدا شو؟ او ته داسی سوچ کوی چی داروافض دی هم سوچه مسلمانان دی که سنګه؟ داسی نه وی چی هغه حنفی ازبکانو سخه خوارج جوړ کړی که… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

محمد عبدالله ، خالد ، غوربندی او نورو صاحبانو څخه هیله لرم چه په دی موضع لویه ډبره واړوی ، نور شته چه خلافت یا امارت به راته وګټی ، هر یو کی چه ډیری وژنی نه وی هغه کی به هستوګنه لرو ، مونږ او تاسی د جهاد به ګرمو سنګرو کی قرار نه لرو ، که توافق لرو په یوه جمله کی به یی هم ولرو چه هغه کلیمه طیبه ده ، یعین به هماغه کی سره ګډ مخرجونه لرو که هغه ګډ مخردنه مو سره نه شی مښلولی ، امارت او خلافت له هغه وروسته دی ،… نور لوستل »

khalid

محترم الحاج بیانزی صاحب تاسو ته سلام او احترام ته باور وکړه زما دی ##### ته پدی اوږدو اوږدو او بی مفهومه تبصرو ډیر سخت قهر راغلی چی غواړی خلکو ته په فریب او دوکه ورکړی کله کله می زړه غواړی چی ډیر غلیظ فحش کلمات ورته استعمال کړم اما بیا ځان سره لاحول والله ووایم او ځان کنټرول کړم اما دا مونږ نه پریږدی دا کس دداسی کسانو ملاتړ کوی چی هغو کسانو په خپله مجله کی د ارجا په نامه مقاله کی په داسی یو کتاب آدرس ورکړی چی انتساب یی لیکوال ته په صحیح او دقیقه معنی… نور لوستل »

محمد عبدالله

ګوره خلیفه صاحب بیانزی اوس وګوره خلفا دیر دی نو همداسی جنجالونه به خامخا وی که یو خلیفه وای هر سه حل وو مونږ وایو چی دمسلمانانو جنګونه مه جوړوی کفار ته مخ واړوی او دا ورسره تړونونه پدغه موقع کی مکوی اوس دکفارو خالی مکر پاتی ده هاغه مخکینی نظامی زور یی هم ندی پاتی دا روس هم هسی غوریږی که مونږ ورته تینګ ودریږو او متزلزل نشو ددوی مادیاتو او زور (کمزوری) مقابل کی پلار یی هم بیا دافغانستا ن مخه نشی کوی او دا مسلمان ملت دامارت غیږ کی لکونه شهیدان ورکړی او قربانی ورکړی دا داسلام… نور لوستل »

محمد عبدالله

غوربندی چی سنګه ستا زړه کی زور نده پاتی او بیهوده شاعری می درباندی بند کړو دغسی خالد هم نور دزان خوزولو کوشش نکوی وایی هوخیار مرغی پدواړو پخو نخلی اوس چی دخوارج تاپه یی کلک کړی وو هغه هم پوچ وختو او په خالد بیرته ولږیدو خپل تاپه یی سره ددلایلو .حسبنا الله

طوطی

دا هم ومنی چی د امارت په وخت د یوه تلیلفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډې وهلی. او داهم ومنی چی د طالبان د رژیم په وخت په کابل او ځینو نورو ولایاتو کی خلکو ته ډوډې له WFP د نړی وال دفتر لخوا د کارت په وسیله صرف درې ډوډی د فامیل په سر ورکړل کیدې. دا هم ومنی چی پنجابیانو افغانستان خپله پنځمه صوبه شمیرله او په هر وزارت کی پس له دوه بجو د غرمې څخه له پنجابیانو سره میټینګونه ول. نوری داسی ډیری معاملی وې چی لیکل یی دلته ایجاب نکوی.

طوطی

څومره دا خلک بیکاره دی لا په دومره تبصرو.

Back to top button
43
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx