نظــر

سوله د ولس ارمان خو د چارواکو تاوان !

عبدالرحيم مطمئن:

هر ځاى مو دا شعار تر سترګو کيږي (مونږ سوله غواړو ) پر ديوالو ليکلي، د ټو لنيزو رسنيو سرخط همدا جمله او رسنۍ هم د سولې چيغي وهي سوال دادى؟
چې ولې سوله نه راځي ولې د سولې لپاره پر يو مکانيزم باندې کار نه کيږي ،ولې د ولس غږ ته لبيک نه ويل کيږي،ولې او ولې د ولس له ارمان سره لوبې کيږي ؟.
دا ټول هغه سوالونه دي چې چارواکي يې بايد ځواب ووايي !

طالب خو د سولې لپاره خپل دريځ روښانه کړى د قطر دفتر يې تر ټولو ښه ادرس دى چې بايد ورته مراجعه وشي، خو داچې کوښښ کيږي چې د قطر دفتر دي په بيلو بهانو او نمونو باندې تر سوال لاندې راوستل شي او د سولې يوازنى روښانه ادرس دي بند کړل شي ځواب يې بايد له بهرنيانو او کابل ميشتي دوه سري حکومت څخه وغوښتل شي .

راځو دي ته چې ايا پاکستان،چين او امريكا رښتيا د سولې په اړوند  همدومره رول لوبولى شي لکه څومره چې توقع ترې کيږي او د ولس ارزښتونه ورباندې پلورل کيږي؟

له دي څخه سترګې پټول به هم له انصاف لرې وي چې سړى ووايي چې ياد هيوادونه هيڅ ډول رول نشي درلودلى، امريكا پر افغان حکومت پوره فشار راوړلاى شي چې له سولې سره همکارې وکړې او يا کم ترکمه د سولې لپاره خو يو روښانه دريځ ولري تر دي هم زيات کولى شي خو متاسفانه چې نه يې امريكا نه پاکستان کوې .

له بل طرفه پاکستان او چين به خامخا پر طالبانو نفوذ ولري خو دا پدي معنا نده چې سړى د ووايي چې سوله د طالبانو پر ځاى بايد له پاکستان نه وغوښتل شي چې همدا د ولس په وړاندې لويه جغا او د ولس افتخارات تر نورو پورې تړل او خپل قربانې پردۍ ګڼل دي .

بلكي طالب ته بايد د يو مترح ځواک په سترګه وکتل شي او د سولې لپاره بايد د پوره همکارۍ غوښتنه ترې وشي چې پوره ژمن هم ورته ښکاريږي او دا يې ثابته کړې چې سوله غواړي او کوې يې.

بلخوا افغان حکومت، امريكا او پاکستان پوره هڅه کوې چې د طالبانو تر منځ انشعاب رامنځته کړې د سولې لپاره يو ادرس په څو ادرسونو وويشي چې دا به بيا د سولې لاره نوره هم ستونزمنه کړې دسولې په ادرس کې د هغو اشخاصو ټاکل او  کليدې رول ورکول چې د تيرو څلوېښتو کلونو د ناخوالو اصلي عاملين دي او د طالب قسم خوړلې دښمنان دي او په هيڅ معنا سولې ته ژمن نه دي نو طالب به له هغه چا سره چې دى يې اوس هم خپل دښمن ګڼي کله خو يې بلکل د سولې وړ نه بولي، کله به يوازې د طالب له منځه وړل د حل لار بولي او کله بيا له طالب څخه غواړي چې ټوپك دي په ځمکه کيږده او راځه که دا ممکنه وى نو د جنګ ضرورت بيا څه ٶ او د جنګ عوامل به هم نه ٶ؛ ددې ډول اشخاصو ګومارل د سولې په ادرس کې د سولې د دروازې په لوى لاس بندول دي چې پوښتنه بيا هم بايد له دوه سري حکومت څخه وشي .

سوله د چارواکو تاوان !

که وګورو په افغان حکومت کې تر اتيا سلنه زيات هغه خلک راټول شوي او د قدرت په ګدۍ کښينول شوي چې د ولس په قتل، غلا،غارت،چور چپاول، اختلاص او د ځمکو په غصب تورن دي نو که کچيري سوله کيږي او واک يو ځل بيا ددوى له لاسونو ځي او ولس ته ورکول کيږي خامخا به له دوى سره محاسبه کيږي نو له همدې ځايه ده چې چاراوکي په ټوليزه توګه نه غواړي چې ولس دي د سولې په ټغر کښنې او له دوى سره دي حساب وشي .

چې د اسلام اباد د نن ورځې څلور اړخيزه غونډه هم د همدې لپاره جوړه شوي چې په سوله رشخند ووهل شي او د سولې په دروازه يو بل ميخ هم ټکوهل شي، دا غونډه په داسې حال کې ترسره کيږي چې طالبان پکې بلکل شتون نلري چې شنونکي ورته د يوې ډرامي او د ولس په سترګو د خاورو اچولو په نظر  ګوري .
ديو ازاد، خپلواک ، با امنه او په اسلامي زيور سمبال افغانستان په هيله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x