نظــر

د ناټو اخرنۍ بمباري او اخرنۍ بښنه

حامد کرزی: ای افغان ولسه، دا د ناټو اخرنی ځل شو، بیا به بمباري نه کوي. زه تاسې سره وعده کوم

ناټو: کندهار نه وروسته به نور بمباري نه کوو. او د تیرو بښنه غواړو.

حامد کرزی: کندهار به اخرنی ځل وي، بیا به نور بمباري نه کوي.

ناټو: هلمند به اخرنی ځل وي، او نور به عام او بیګناه خلک هم نه وژنو.

 

حامد کزری: باور وکړئ، چې دا به د ناټو اخرنی ځل وي، که بل ځل یې بیګناه خلک ووژل، جدي اقدام به واخلو.

ناټو: کونړ به اخرنی ځل وي. او د بیګناه خلکو په وژنه سخت خفه یو.

حامد کرزی په چیغو: ګورئ، دا خلک خو ډیر سپین سترګي دي، ستراتیجک تړون شوی، تاسې اندیښنه مه کوئ. بل ځل یې نه پریږدم.

ناټو: وردک به بلکل اخرنی ځل وي. جومات او د ښځو او ماشومانو په مړینه ژور خفګان تاسې سره شریکوو.

حامد کرزی: هلئ، د وردکو نه زر را ووځئ. دا ځل جدي شوم، بیا به دا کار نه کوي.

ناټو: ننګرهار به اخري ځل وي، لغمان به اخري ځل وي، اروزګان به اخري ځل وي، او ټول ولایاتونه به اخري ځل وي………. عام خلک به نه وژنو…… بیګناه خلک به نه وژنو!
.
.
.
.
بیا هم پرون یې په اروزګان کې دوه ماشومان چې یو د ۷ او بل د ۸ کالو په عمر کې وو، او خپله رمه یې څروله، د هیلوکپتر نه وویشتل. تیره اوونۍ کندوز کې یې بیګناه خلک ووژل او الله خبر دی چې راتلونکي اوونۍ به بیا کوم ولایت او کوم کلي چې د غمونو ټغر خوروي.

د سعد عمار لیکنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x