
واورو د غور ولایت د ۶ ولسوالیو مواصلاتي لاري بندي کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): په غور ولایت کې د نن سهار څخه سختي واوري او شدید طوفانونه پیل شوي چې تراوسه هم روان دي، د سختو واورو له امله د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لاري تړل شوي دي.
د غور ولایت د فواید عامې رییس انجنیر خلیل الله نور رسنیو ته وویل چې د غور ولایت د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لاري د مرکز چغچران سره تړل شوي، نوموړي زیاته کړه چې ټولي لاري په واورو پوښل شوي او شدید طوفانونه روان دي.
د ژمي د موسم په پيلیدو سره د هیواد په ځینو سیمو کې واوري هم پيل شوي چې له امله یې ځیني د ځینو ځایونو مواصلاتي لاري بندي شوی دي.