افغانستان

بهرنیو او افغانیو ځواکونو په ګډه د لیکوال عمر عمران پر کور چاپه وهلې

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې بهرنیو او افغاني ځواکونو په ګډه د لیکوال او خبریال عمر عمران پر کور چاپه وهلې، او د هغوی په کور کې د پوره 50 ساعتونو لپاره ډیره اچولی وه، او د عمر عمران په قول د کور د تلاشي وروسته چي څه پيسې او نور قیمتي شیان په لاس ورغلی، هغه یی غلا کړی، او د کوره وتلي دي.

نومړی وایی چي دی نه پوهیږی، ولي يې پر کور چاپه وهل سوې، خو د نن ټکی آسیا ددې سوال په ځواب کی چي ولی هغوی دومره ډیره موده ستاسو په کور کی تیر کړه، عمران وویل چي  د چاپې پر مهال د طالبانو له خوا پر بهرنیانو له لیري ډزي وشوې،

چي له کبله یې هغوی ددوی په کور کي پناه واخیسته، او پوره دوه ورځي او دوه ساعته (پنځوس ساعته) هلته پاته شول، ځکه چي فکر یی کاوه په سیمه کي به طالبان په زیاته کچه موجود وي.

د خبریال ویب پاڼي په قول چیري چي عمر عمران د یو خبریال او لیکوال په توګه همکار دی، ویلي چي د مقر امنیتي چارواکو ورته دپيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي چاپه اصلا د عمر عمران پر کور نه بلکي پر یوه بل کور وه، چي په ترڅ کې د نومړي کور هم تر تلاښي لاندي راغلی.

ولسوال صاحب خان د شتمنیو د غلا څخه انکار کړی، اویلي چي دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي، او د ثبوت په ترڅ کې به بخښنه وغواړي.

باید وویل شي چي په افغانستان کي د هغو کورونو څخه غلا یو عام رواج ګرځېدلی چي د بهرنیو ځواکونو له خوا تر چاپې لاندي راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x