افغانستان

لغمان: د لاسي بمونو په برید کې ۷ بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې پر بهرنیو ځواکونو د لاسي بمونو برید شوی چې له امله یې ۷ تنو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

برید نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د ولایت مقام ته څېرمه هغه وخت پر بهرنیو پلي ځواکونو ترسره شو کله چې سیمي ته ددوی کاروان ورسېدی، په برید کې څلور بهرني عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او زیاتوي چې برید ددوی د یوه سرتیري له لوري شوی دی.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د پيل سره سم د بهرنیو ځواکونو په تلفاتو کې د پام وړ ډېرښت راغلی، په پلازمېنه کابل کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو مهم مرکزونه خپل هدف وګرځول او په وینا یې لسګونه بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

همدارنګه د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اوښتلو ترڅنګ د دوی یوه تراسپورتي الوتکه هم رانسکوره شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x