شعـــــرونه

موږ یو سوال ګري ښځې

موږ یو سوال ګري ښځې
موږیو ترټلي ښځې
ورځ تر ماښامه،
په کچکول کې د خواست
څو دغمیو شان جملي ګر زو
درنې ،درنې ګرزو
وروه ! ما شوم مي وږی
پلاره ! ناجوړه ماشوم مري راځینې
خوري ! کونډتوب دی په سر سیوری نشته
موږ ګنهګاري د وخت
خپله آبرو د دو پيسو په بدل
په ستر بازارکې پلورو
د چا هوس ، د چا نفرت په لویه لارکې اخلو
سیورو ده کډه کړې
دلمر وتاوته ویلي کيږو ، سوزو
چې څوک ظالم مو بې وسۍ ته لا په شک وګوري
په برندو سترګو زموږ ،
د خوار،حسن آینو ته تم شي
یا د ځوانۍ په غم لړلې نغمه
په بې دردۍ را ځیړی
موږ یو سوالګري ښځې
موږ یو تر ټلي ښځې
موږ ګنهګاري د وخت
ورځ تر ماښامه په کچکول کې د خواست
د دعا توري،مرغلري شان جملې ګرزو
نېستي ځپلي اوښکې
د سپيره بخت په ګریوانه تویوو
زموږ یوسف ورک شوی
مصر هغه دی
خو بازار یی تللی نه را بولی
دلته یوه لاره ده
چې بس پری تلل دي،تلل دي
موږ یو سوال ګري ښځې
موږ یو تر ټلي ښځې
موږ ګنهګاري دوخت
د خو است کچکول کې دايرو په بیه
ددوو روپو په کړنګ کې
د څو بد رنګو شېبو
تپو تیارو کې
د یوی شیبی خوښي لټوو
موږ ګنهګاري د وخت
د خپل ابرو په بیه،
د څو درنو درنو جملو په بیه
د دو سکو وزن کې
د نا مردانو احسانونه اخلو
څومره درانده یی ګوزارونه اخلو
موږ یو سوالګري ښځې
موږه تر ټلي ښځې
موږ ګنهګاري دوخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x