fbpx

د شهید مولوي محمد عالم کلیم په یاد کې

مجاهد افغان

نوم مې یي ډیر پخوا اوریدلی و، مګر پرتم او سنګیني یي همدا نن رامعلومه شوه، هغه وخت چې امریکایي یرغل تازه دمی و، امریکا د وحشت او دهشت په یاغي آس سپره وه، د یوه طالب  د وژلو لپاره به یي سلامت  کلي بمبارول، کور په کور او ګاره پر ګاره په مجاهدینو پسې ګرځیدل، تردې چې د ځینو به باور له امریکا سره مقابله او مبارزه  یو محال او ناممکن کار وبلل شو چې واقعا هم که محال نه و نو قریب بالمحال خو ضرور و، ځکه د څه کم پنځوس پیشرفته ملکونو ایتلاف او په وړاندې یي څو تنه  تش لاسي مجاهدین چې هیڅ د هجرت، دمې او پناه مخه یي نه لیدله.

خو په همدغسې سختو شرایطوکې  د هیواد په ګوټ ګوت کې لږ شمیر مجاهدین راپورته شول، خپل سرونه یي په ورغوي ونیول او د تیارو په  تل کې یي د خپلو وینو له پیلوځي لومړنۍ ډیوې بلې کړې.

هوکې، د هغو مجاهدینو له جملې یو هم مولوي محمد عالم  کلیم صاحب و، هغه چې په هماغو سختو شرایطو کې یوه ورځ  له خپلو ملګرو سره د کابل   کندهار  لویې لارې ته وخوت  او د پاخه سرک په منځ یي امریکایي کتار  ته سنګر ونیو، په سپین  ډګر يي ورسره مقابله پیل کړه،تردې  چې هم یي  یرغلګر وترهول او هم یي خپل همسنګران په دې وپوهول چې له  امریکایي یرغلګرو سره مقابله شوني ده  او که موږ لږ نور همت وکړو نو د الله تعالی د نصرت وړ به وګرځو .

شهید مولوي محمد عالم کلیم رحمه الله  په تیرو څوارلسو کلونو کې په خورا میړانه خپلې جهادې مبارزې ته دوام ورکړ، همیشه د جهادي خوځښت په متن کې پاته شو،بیا بیا ټپي شو، د زابل ولایت په سطحه  امریکایانو د بل هر مجاهد په نسبت په نوموړي ډیرې چاپې ووهلې، امریکایانو او د الله تعالی دشمنانو ته دومره مطلوب و چې د زابل یو تن مجاهد وایي  چې امریکایانو د باګرام په زندان کې یوه ورځ مکمل د مولوي محمد عالم په باره کې پوښتنې راڅخه کولې، چې څنګه سړی دی؟ څومره یي قد دی؟ څنګه جنګي پلان جوړوي؟  زموږ له چاپو او ناڅاپي بریدونو څرنګه ځان خلاصوي؟ او داسې نورې پوښتنې…

له دې څخه ښکاري چې نوموړی د خدای ددښمنانو په نظر تر ټولو سخت ترین  او مطلوب ترین دښمن و، چې همدا د واقعي مؤمن صفت دی.

مولوي محمد عالم کلیم رحمه الله  چې اوږده موده جهادي مبارزه یي وکړه، ګڼ شمیر امریکایان  او د هغوی ګوډاګیان یي په خپله سزا ورسول، په زرګونو مجاهدین یي تربیه او جهاد ته اماده کړل، خورا ډیرو او پراخو سیمو ته یي د جهادي خدماتو ثمره ورسیدله، بالاخره د تیرې پنجشنبې په ورځ د خدای ددښمنانو په یوه ناځوانمردانه  او بزدلانه برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انا لله وانا الیه راجعون

نن دو شنبه د نوموړي د فاتحې او ختم مراسم و، چې ما په خپل ژوند د کوم شهید په احترام او فاتحې ته ددومره کسانو را یوځای کیدل نه و لیدلي، په زرګونو مجاهدین، علماء او عام خلک د شهید مولوي صاحب د فاتحې په مراسمو کې ګډونوال و، د غونډې په جریان کې څو تنو علماء کرامو او جهادي مشرانو د مولوي محمد عالم صاحب  ګڼ مناقب بیان کړل، دوی ټولو په دې اړه اتفاق درلود چې مولوي محمد عالم کلیم رحمه الله یو داسې شخص و چې د کردار او عملي جهاد په ډګر کې خورا میړنی، مخکښ او د عمل سړی و اما د شهرت او نمایش هیڅ شوق یي نه درلوده.

یوه مشر عالم اعتراف وکړ چې شهید مولوي صاحب محمد عالم په داسې حال کې په ډاګه  د جهاد بیرغ پورته کړ چې زما په شمول ګڼ شمیر کسانو حتی په ښکاره د جهاد په اړه خبره نه شوی کولای، ځکه حالات خورا سخت و، مګر د نوموړي او دغسې نورو مقدمو مجاهدینو قربانیو او جانبازیو موږ ته هم جرأت راکړ او وروسته جهاد یو ستر او هیواد شمول حرکت وګرځېد.

الله تعالی دې په شهید مولوي محمد عالم کلیم رحمه الله  رحمت نازل کړي، الله تعالی دي یي شهادت قبول کړي او پسمانده ګانو ته دې الله تعالی صبر او نعم البدل ورنصیب کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د