نظــر

د ولسمشر ځان وژنه

حامدکرزي  دمارچ پر۱۰مه کابل کي دښځودنړیوالي ورځي په مناسبت یوې غونډي ته  وویل چي :  ((امریکااوطالبان دخپلوګټوپه خاطرجګړه اوږدوي ،په ښکاره له یوبل سره جنګیږي ،خوپه پټه خبري سره کوي ، امریکاوایې طالبان یې دښمنان نه دي خودطالب په نامه خلګ ځوروي اوطالبان بیاپه خپلوبریدونوسره دبهرنیانوحضورته لارپرانیزي )). دامریکاسفارت دکرزي دیادوشووخبروپه غبرګون کي ویلی چي  :دطالبانوسره یې د۲۰۱۲ مارچ کي خبري درولي  اوتراوسه متوقف دي .

دغه رازپه افغانستان کي دیرغلګروځواکونوعمومي قوماندان جوزیف ډنفورډدکرزي  خبري  یومخ ناسمي اوبې مسؤلیته وبللې .
کرزي داونه ویل چي دجګړې په اوږدیدوکي دامریکااوطالبانوڅه ګټه ده ،سړی نه پوهیږي چي کرزی به دخلګوداپوښتني څنګه ځواب کړي .دامریکاله یرغل څخه مخکي چي طالبانودلته ډیرښه  امنیت  تامین کړی ؤ،افغانستان یې له تجزیې څخه خلاص کړ،اودافغانستان پر۹۵سلنه باندي یې حاکمیت درلود ؟جلالتماب !دجګړې په جاري ساتلوکي دطالبانوکومه ګټه ؟،داچي حکومت یې بایلود؟دطالبانوپه ګډون په لسهاووزره عام هیوادوال   شهیدان ،زخمیان ،دشبرغان ،پلڅرخي ،بګرام ،ګوانټانامواو…..بندیوان شول ؟،بهرني تاړاکګراوداخلي ملاتړي یې په خپل کورکلي کي ترهګربولي اوپه همدې توجیه یې کورکلی بمباروي ؟!.همداګټه یادوئ !.
که راشودامریکاګټو ته هغوی چي پرافغانستان له یرغل څخه وړاندي یې نړیوالو  له ډاره سوڼ نشوای وهلای ،بش یې په افغانستان کي دجګړې ګټل اعلان کړل ،ویل یې چي :((لږترلږه پنځوس کلونه  به دلته پوځي حضورولري )).خودطالب په قیادت دافغان ولس دسپېڅلي  مقاومت له برکته نړیوال ویني چي :اوس د مغروري امریکاڅخه له افغانستانه دوتلولار ورکه ده ،کله منځنۍاسیاته منډي وهي اوکله بیاپاکستان ته زارۍ کوي چي دوتلولارورته برابره کړي . امریکادهمدې جګړې په ټس کي  دسریښوپه ډنډکي بنده شوه  چي له امله یې  شمالي کوریاپه خاراټومي ازمویني کوي ،ایران اخطارونه ورکوي ،چین اوروس ملنډي پرې وهي .په کوردننه یې اقتصادي بحران ملاورماته کړه ،په ملیونونووګړي یې  له دندولاس پرسرشول ،په سلهاووکمپنۍ یې فلج شوې ،دنړیوالي بادارۍ هڅي یې تش خوبونه شول ،أن رقیبانوته یې دپور کچکول ونیو،سپکه شوه ،نړیوال حیثت یې بایلود،غروریې په عجزبدل شو.دبشردوستۍ پرده یې له مخه  لیري شوه اوس چي څوک دامریکانوم اخلي په اتومات ډول یې وحشت ،تروراوژل ترسترګوسترګوکیږي  .
ولسمشره که همداګټه مومنظوروي  ؟!جهان بینۍ ته مونړیوال ستراتیژیستان اوکارپوهان سرونه ټیټوي !!،څومره متوازي شننه اوڅومره معقوله  ارزیابي !.
کرزی بایدولس ته روښانه  کړي  چي دجګړې اوږدولو خارجي  اواصلي قاتل لوبغاړي  (امریکا) ته یې دکوم مصلحت له مخي سرتورلمن نیولې چي :«د۲۰۱۴ز،څخه وروسته هم دلته پاته شي أن دقانوني مصؤنیت په بدل کي  ».ستراتیژیک تړون یې ولي ورسره لاسلیک کړ؟امنیتي تړون ته وسره ولي خوشحاله دی او…..؟
طالبانوله لومړۍ ورځي  دکرزي سوله ساتی اودوست ځواک دهیواد،ولس اواسلام دښمن باله ،مګردکرزیخېلو پرخولو ورته ددوستو قواوو ،دوستو قواو وردجاري  ؤ،اودافغان ولس ددښمنانوپرټټریې دوزیراکبرخان اوامان الله خان مډالونه وټومبل .په هرصورت غنیمت ده ولسمشره !چي  دولس کاله وروسته  ورسیدې چي دوستي قواوي دافغان ولس سرسخته دښمنان دي  .
څېړونکي دکرزي ددې خبرواصلي انګیزه  دبګرام زندان دواک ترلاسه کولوپرله پسې بې پایلوهڅواوله میدان وردګ ولایت څخه دضرب الاجل  دپوره کیدوسره سره دامریکایې  سپیشل فورس ځواکونونه وتل په ګوته کوي ،ځکه همدې موضوعاتودکرزي عدم صلاحیت په اثبات ورساوه ،  اودولس په وړاندي یې حیثیت  خاوري  شو.
دتنګ امدبه جنګ امدپه عملي کولودکرزي دخولې واګي سستي شوې داسي څه ترې توی شول چي په سیاسي قاموس کي ځان وژنه بلل کیږي . ځان یې ولس ته نورهم سپک کړاوهم یې نړیوالودوستانوته ارزښت دوه توته شو. دامریکادفاع وزیرچک هیګل  په همدې ورځ  دکرزي سره دګډخبري کنفرانس اعلان کړی ؤ، خودکرزي ددې خبروڅخه وروسته یې لغوه کړ.ظاهرادګډي ناستي لغوه کیدو ته امنیتي دلایل اودکرزي بوختیابهانه شوه  ،خوشنونکي  یې اصلي وجه دکرزي  خبري ګني اوهمدې بهانې ته دډیپلوماټیک ترمیم نوم ورکوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x