شعـــــرونه

نظم – محمدعلي عمري

پـــر مـــــا ګــــرانه ده زمــــــوږ دکور پیشو
وي پرتــــــه مدام په  خـــــوله کي دغارو

ډېره تېزه پــــــــــه نیولــو ګــــــــړندۍ ده
مالیدلې تل ددې خوله کـــــــي مــرغۍ ده

ګورئ ګورئ مـرغۍ ځي پاس پـــه هوا
شم حیران چــــــــــي همېشه یې نیسي دا

په نصیب چــــي یې دئ دومره تېز رفتار
وایه څنګه بـــــــــــــه په امن سي یو غار

راته ګرځي پــــــــه ډاډه زړګي په کورکي
تېز نظر یــــــــــې وي ساتلئ په هرلورکي

زموږ کورکــي دمــــــــوږک نشته درک
هرڅه روغ  لـــــرو بالښت وي که تلتک

چي دې کورکي عــــمري ګرځــي پیشو
وي  محفوظ به کورلــــه شره دغــــارو
………….

محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکرام

ډیر ښه وایم آفرین عمري صاحب
په لومړي ځل مې په شعر کې د واقعي ژوند یو تصویر ولید
نن سبا خو زموږ شعرونه یا له خال او ګودره ډک او یا په کې ډز او ډوز دی له جنسي او جنګي مسائلو پرته بل هیڅ شی په شعر کې نلرو
مګر له تاسو مننه چې د خپلې کورنۍ د یوې ناانسانې غړې یعني پیشو صفت مو په شعر وکړ
زموږ کره هم پیشوګان ډیر تاویږي را تاویږي مګر ټول د پچو اوښان دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x