نظــر

له ستر شيطان سره د ولايت فقيه واده!

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

لسګونه کلونه کيږي، چې ايران او امريکا يو بل ته سپکې سپورې وايي. دغو سپکو سپورو د ايران په اړه عامه افکار غولولي او خلک يې په داسې څه قانع کړي، چې له حقيقت څخه ليرې دي. رښتيا هم چې يوازې د خبرو او موقفونو تعقيب انسان کره او دقيقو پايلو ته نشي رسولای. له همدې امله د اسلامي امت هر سياسي مفکر ته په کار ده چې د هر سياسي اړخ اقوال او اعمال دواړه تر تعقيب لاندې ونيسي، ترڅو نسبي دقيق تحليل ته لار بيامومي. په دغه ليکنه کې غواړم د ايران او امريکا د اړيکو حقيقي اړخ ته يو ځغلند نظر ولرم، ترڅو هغه کسان چې يوازې د ايران او امريکا خبرې او ظاهري موقفونه تعقيبوي، خو د هغوی له اعمالو سره يې هېڅ فکري-سياسي اړيکه نشي ټينګولای او ټولنې ته د واقعيت سرچپه تصوير وړاندې کوي، يو داسې تحليل وړاندې کړم، چې د امريکا په سيمه ييز سياست کې د ايران ونډه او اهميت څرګند او بربنډ کړي.

اوسنی ايران يا پخوانی فارس د نړۍ له هغو دوو لويو امپراطوريو څخه يوه وه، چې له اسلام څخه د مخه يې د نړۍ پر پراخو خاورو واکمني درلوده. کله چې د روم امپراطوري په نړۍ کې لومړنی واکمن دولت و، فارس د دوهم مزاحم دولت په توګه هڅه کوله ترڅو د روم واکمني له لومړي مقام څخه راوپرځوي او ځان د نړۍ لومړی واکمن دولت کړي، نو همېشه به يې يو له بل سره جګړې کولې. له هغې وروسته چې کله اسلامي دولت تاسيس شو، هڅه يې وکړه، ترڅو ځان د نړۍ په سطح د صدارت مقام ته ورسوي، چې بالاخره د فارس د امپراطورۍ په نړولو او د روم د امپراطورۍ د ځپلو په واسطه يې دغه مقام ترلاسه کړ. له هغې وروسته اسلامي دولت ته ايران د منځنۍ آسيا، ماوراء النهر او چين لور ته د عبور تر ټولو ستراتيژيکه خاوره وه، همداراز ګڼ شمېر فاتحين او اسلامي لښکرې به د ايران له خاورې د قفقاز او روسيې پر لور ورڅخه تېرېدې.

مګر ډېر ژر د ايران ځينې سيمې د اسلامي دولت د مخالفينو په پناه ځايونو باندې بدلې شوې. دغو باغي او خارجي ډلو به د اسلامي دولت په قلمرو کې ناامنۍ او ستونزې جوړولې. د دغه کړکېچ دوام د دې سبب شو، چې ايرانی ولس په اسلام باندې بشپړ او په ژوره توګه تثقيف نشي. ترهغه چې بالاخره په ايران کې داسې رژيمونه واکمن شول، چې د سيمې وګړي يې په زور له خپل پخواني مذهب څه شيعه مذهب ته واړول.

د شلمې پېړۍ د اويايمې لسيزې په وروستيو کې د انګلستان د ګوډاګي پاچا رضاشاه پهلوي د حکومت په نسکورولو سره خميني وکولای شول، چې ايران د انګلستان د نفوذ له دايرې څخه بهر او د امريکا د نفوذ په دايره کې داخل کړي. د خميني له انقلاب وروسته نور په ايران کې د اروپايانو نفوذ ته تقريبا د پای ټکی کېښودل شو.

دا هغه وخت و، چې شوروي په خپل جنوب کې اسلامي خاورې يوه پر بله پسې لاندې کولې. په ايران کې د خميني انقلاب چې ظاهرا ورته اسلامي رنګ ورکړ شوی و، له هماغه لومړۍ ورځې د شوروي له خوا د کمونيزم لپاره بالقوه خطر اعلان شو. د اتيايمې لسيزې په لومړيو کې خميني ګورباچوف ته يو ليک واستاوه، چې په هغه کې يې له ګورباچوف څخه د اسلام منلو غوښتنه کړې وه. دې ليک د دې معنی نه درلوده، چې په ايران کې د (اسلامي انقلاب) له برياليتوب وروسته به د ايران بهرنی سياست شرعي وي، يعنې؛ نړۍ ته به د دعوت او جهاد له لارې اسلام د يوه فکري قيادت په توګه رسوي. بلکې معنی يې دا وه، چې ايران هم د غربي کپيټالستي بلاک تر څنګ د شوروي پر وړاندې ولاړ دی. له همدې امله شورويانو په منځنۍ آسيا کې اسلامي دعوت کوونکي تر سخت تعقيب، پوښتنو، ګروېږنو لاندې ونيول او يو پر بل پسې يې شهيدان کړل. مګر د خميني رژيم پر هغو هېڅ غوږ ونه ګراوه. تر دې چې په کره ژبه ويلای شم، چې هغه مهال د ايراني اخوند پټکی د روسيې پر وړاندې د امريکا ستراتيژيکه او تکتيکي وسله وګرځېده.

د قضيې په بل اړخ کې امريکا ايران په خليجي هېوادونو کې د انګلستان د نفوذ د مخنيوي او تهديد لپاره وکاراوه. له همدې امله د امريکا پر وړاندې په ايران کې د خميني د انقلاب په ترڅ کې انګلستان خپل ګوډاګي عراق ته دستور ورکړ، ترڅو پر ايران بريد وکړي. هماغه وو چې عراق پر ايران بريد وکړ او اته کلنه جګړه يې پر ايران باندې تحميل کړه، چې د انقلاب په پيل کې د خميني د اسلامي جمهوريت لپاره ډېر ژور زخم شمېرل کيږي.

د شوروي له سقوط وروسته په سيمه کې د امريکا ګټې بدلې شوې، آن پراخوالی يې وموند. مګر بيا هم ايران د امريکا په سيمه ييزه ستراتيژۍ کې مرکزي ځای درلود. له همدې امله يې د روسيې په جنوب کې په نوو مستقلو هېوادونو کې په مداخله لاس پورې کړ. ايران په تاجکستان کې د اسلامي نهضت ګوند ملاتړ وکړ، ترڅو هلته د روسيې نفوذ تهديد او امريکايي نفوذ پياوړی کړي. هماغه وو، چې نوموړی ګوند د تېرې پېړۍ د نويمې لسيزې په پيل کې په ټاکنو کې برخه واخسته او د تاجکستان د حکومت يوه برخه شو. ايران په تاجکستان کې د دغې مداخلې لپاره فارسي ژبه او اسلام وسيله ګرځولې وه.

په افغانستان کې د مجاهدينو ترمنځ د شمال ايتلاف له لومړي سره د روسيې له خوا لارښوول کېده. مګر هېڅکله تاسو داسې څرګندې بېلګې نشی وړاندې کولی، چې د دين او ژبې تر نامه لاندې د ايران د مرستې او ملاتړ وړ ګرځېدلی وي. ځکه د ايران بادار امريکا د مجاهدينو تر منځ ځينې عناصر او ډلې او له هغې وروسته طالبان د خپلې راتلونکې سناريو لپاره د پاکستان، سعودي او خليجي هېوادونو په مالي ملاتړ لارښوول.

له غرب په ځانګړي ډول له امريکا سره د ايران ظاهري مخالفت، پرلپسې ګوت څنډنې، د خبرو او شعار تر بريده د يو شمېر اسلامي قضيو په اړه سخت موقف (قدس، په افغانستان کې اسلامي جمهوريت او…) د دې سبب شول، چې يو شمېر سخت دريځې اسلامي ډلې د ايران په غېږ کې واچوي. چې دا خپله د امريکا لپاره د اسلامي ډلو د مسخ کولو لپاره ښکلی فرصت او لويه لاسته راوړنه وه. د دغو ډلو تر ټولو څرګندې بېلګې يې د فلسطين حماس او اسلامي جهاد، د لبنان حزب الله، د يمن انصار الله او … دي.

د دې ټولو ترڅنګ ايران وکولای شول، چې د خپلو نفتي زېرمو څخه په ګټه اخيستنې سره په اسلامي نړۍ کې د شيعه مسلمانانو رهبري ترلاسه کړي. همدا د امريکا لپاره په يوه بل رول کې د ايران د لوبولو لپاره د لا ډېر اهميت سبب شوې ده، چې د ايران هغه رول نن هر چا ته تر لمر روښانه شوی دی.

په لنډه توګه؛ ايران د امريکا لپاره په منځنۍ آسيا کې د روسيې د نفوذ د تهديد لپاره بالقوه ظرفيت دی، په خليجي هېوادونو کې د اروپا او انګلستان د نفوذ د تهديد وړتيا ورسره ده، اروپا او غرب ته د کسپين د سمندرګي د نفت او ګازو د زېرمو غوره لار ده، همداراز په لوی منځني ختيځ کې د فرقه يي او مذهبي اختلافاتو د جوړولو لپاره بالقوه ظرفيت لري. دغه ټول موارد د امريکا لپاره د ايران هغه وړتياوې دي، چې امريکا بايد ايران د خپلې سيمه ييزې ستراتيژۍ په مرکز کې وساتي او په هر رول کې يې پر خپل وخت سره ولوبوي.

د بېلګې په ډول؛ د خليج په لومړۍ جګړه کې کويټ ته د څو ايراني توغنديو ويشتل د دې سبب شول، چې امريکا خپلې جنګې بېړۍ خليج ته د ننه کړي، ترڅو د نفت وړونکو بېړيو امنيت خوندي کړي. که لږ نور هم وړاندې فکر وکړی، له هغه راهيسې چې د عراق او انګلستان اړيکې سره خرابې شوې، نو د صدام په رهبرۍ باندې عراق په خليجي هېوادونو کې د انګليس او اروپا د نفوذ د تهديد لپاره کافي و، له همدې امله ايران تر هغه چې امريکا د صدام رژيم ته بشپړ سقوط ورنکړ، ايران په امريکايي رول کې مخفي پاتې شو. خو له هغې وروسته يې فورا د خليجي هېوادونو په تهديد لاس پورې کړ. چې د ابوموسی، طنب الکبری او طنب الصغری جزيرې، د خليج اوبه، د هرمز تنګی او په خليجي هېوادونو کې د مېشتو شيعه ګانو د ملاتړ موضوعات يې د هغوی د تهديد لپاره وکارول.

تر دې اخوا امريکا د ايران پر چاپېر دری لویې جګړې په ۱۹۹۱، ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳م کلونو کې ترسره کړې؛ په دغو جګړو کې يوه ورځ هم ايران امريکايي ګټې تهديد نه کړې. په داسې حال کې چې په وار-وار امريکايي الوتکو د ايران فضا وکاروله، ور دننه شوې، مګر آن خپل غږ يې هم پورته نکړ. کوچني شيطان د دې پر ځای چې امريکا ته مزاحمت وکړي، په پټه يې له امريکا سره مرسته وکړه. په ۱۹۹۱م کال کې يې د عراق په جنوب کې د صدام پر وړاندې د پاڅون لپاره ۵۰۰۰۰ جنګيالي له خپلې خاورې څخه عراق ته وردننه کړل. په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان باندې د امريکايي بمبارد له دوزخ څخه د ايران پر لور د طالبانو او القاعده ځينې عناصر د تېښتې پر مهال د ايران د دولت له خوا ونيول شول. همداراز د عراق او افغانستان امريکايي حکومتونه له هماغه لومړۍ ورځې د ايران له خوا په رسميت باندې و پېژندل شول او له هغوی سره يې هر ډول مرستې وکړې.

خو څه چې مهم و، په دغه تاريخې پېر کې امريکا د ايران او سعودي د لاسپوڅو حکومتونو په واسطه پراخ سيمه ييز توازن رامنځ ته کړی و. دواړه يې يو پر بل تهديداوه او له سيمې څخه يې پراخه ګټه پورته کوله. ايران ته يې د دې وړتيا ورکړې وه، چې په بحرين او د سعودي په شيعه مېشتو ښارونو لکه قطيف کې سعودي ته سرخوږی جوړ کړي او همداراز يې د سعودي پر وهابي رژيم باندې د سيمې شيعه ګان او ايران تهديداوه. د دغه توازن لپاره يې په سيمه کې د ممانعت د محور تر نامه لاندې د سوريې وينې څښونکی رژيم، حزب الله، انصار الله، حماس او د جهاد اسلامي حرکتونو سخت ملاتړ کاوه. په داسې حال کې چې ياد رژيم او تنظيمونه د اسرائيلو د پراخوالي د ممانعت د محور په توګه نه دي کارول شوي، بلکې د سيمې له مجاهدينو څخه د اسرائيلي دولت د خونديتوب لپاره يې ورڅخه کار اخيستی دی.

همداراز د ايران د دوه مخي او شرير رژيم په واسطه د قدس له داعيې څخه د شعار تر بريده ملاتړ او تش په الفاظو کې د اسرائيلو دوامدار تهديد د دې سبب شوی، چې همېش اسرائيل له امريکا سره وتړي او اسرائيلو ته د دې چانس ورنکړي، چې د امريکا پر ځای په اروپا او انګلیس پورې ځان ور وتړي او په منځني ختيځ کې د هغوی د ستراتيژۍ په محراق کې ځای ومومي.

دې ته ورته امريکا د عراق له نيولو وروسته دغه هېواد په دې موخه ايران ته پرېښود، چې د عراق په جنوب کې د عربي جزيرې تر ختيځه يو داسې مستقل شيعه دولت رامنځ ته کړي، چې د نړۍ لومړی د نفتو توليدوونکی دولت شي. په دې اړه د امريکا سناريو لا تراوسه نه ده بشپړه شوې.

ايران د خپلو ځينو ليرې واټن ويشتونکيو توغونديو پر مټ وکولای شول، امريکا ته د دې بهانه په لاس ورکړي، چې له منځني ختيځ اخوا د امريکا اهداف تهديدوي، نو له همدې امله يې د چک او پولنډ په جمهوريتونو کې خپل بالستيک دفاعي مرکزونه جوړ کړل. په داسې حال کې چې هغه د ايران د مخنيوي په موخه نه جوړيږي او نه د ايران لپاره کوم تهديد بلل کيږي، د هغو موخه د روسيې محاصره کول دي، نه د ايران له تهديد څخه دفاع او مخنيوی.

له دغو ټولو سره-سره ايران په سيمه کې د امريکا لپاره د دې وړتيا لري، چې د امت د ريښتيني نهضت او د راشده خلافت د تاسيس مخه ونيسي او هره شېبه سيمه په فرقه يي او مذهبي جګړو اخته کړي او امريکا په شام کې د امت د انقلاب پر وړاندې د ايران او د هغه د شرارت له محور څخه په همدغه موخه پراخه ګټه واخيسته.

نو د پورته پېښو له ياد وروسته يو ځل بيا در په يادوم چې د ايراني رژيم ژبه او شعار نبايد د امت سياستوال وغولوي، بلکې د ايران کړنو ته بايد پام وکړي، ترڅو د هغوی د خبيث سياست زړی ورمعلوم شي. ځکه امريکا او ايران په سيمه کې يو له بل سره په بشپړه همغږۍ او ملګرتيا سره پر مخ روان دي او ايران د امريکا په سيمه ييزه ستراتيژۍ او سياست کې مرکزي رول ادا کوي. تر هغه چې امريکا د عراق، سوريې، يمن، افغانستان او لبنان په قضيو کې پر ايران د يوه لوی ظرفيت په توګه تکيه لري.

کېدای شي يو شمېر کسان دا وپوښتي، چې ولې امريکا بيا پر ايران باندې داسې سخت بنديزونه لګول؟! ځواب يې دا دی چې د دغو تحريمونو په ترڅ کې عام ولس متضرر و، نه په نظام کې واکمن افراد او همداراز امريکا نه غوښتل چې په ايران کې د اخوندانو رژيم راوپرځوي، بلکې موخه يې داوه چې هغه تضعيف کړي. له همدې امله د خپلو اوږدمهاله ګټو د خونديتوب لپاره يې خپل ملت تضعيف کړ، خو په سيمه کې يې د امريکا ګټې خوندي کړې.

دا يوازې د دغو پېښو د تعقيب پايله نه ده، بلکې يو شمېر امريکايي او ايراني مقاماتو هم په دې اړه څرګندونې کړې دي، چې ځينې يې درته رانقلوم:

جان ابي زيد، په خليج کې د ټولو امريکايي ځواکونو سرقوماندان: ((ايران له موږ سره مرسته وکړه ترڅو د «مقتدی الصدر» ډله، چې د امريکا پر وړاندې يې جهاد اعلان کړی و، له جګړې لاس واخلي او د امريکا له سياست څخه پيروي وکړي.))

ګري سک، د جيمي کارتر مشاور: ((همېشه د ايران پر وړاندې د امريکا پاليسي دوه اړخيزه وه. په ايران کې هم د دولت د هر ډول سياست او فعاليت په اړه دوه ډوله موقف نيونه شتون لري. يو د دولت د سياست مخالف او بل له هغه سره موافق. په امريکا کې هم همدا ډول ده. له لومړي سره مو د ايران په ملېشو او مرستو باندې تکيه کړې ده. زموږ يو شمېر دولتي چارواکي او سياستوال په سيمه کې د ايران پر کړنو نيوکه کوي؛ مګر يو شمېر نور چارواکي او سياستوال يې ملاتړ کوي. د يادولو وړ ده، چې تر اوسه د ايران او امريکا تر منځ خبرې اترې په دوو برخو کې وې، يو په پټه او بل ښکاره.))

ايران په افغانستان باندې د امريکا د بريدونو او د طالبانو د سقوط پر مهال د شمالي ايتلاف له قوماندانانو څخه ملاتړ وکړ، چې وروسته يې په اړه د ايران د وخت جمهور رييس رفسنجاني داسې وويل: ((که زموږ د ځواکونو مرسته نه وای، امريکا قطعا د افغانستان په ځړوبي کې غرق کېده او ماتې يې خوړله.))

محمد علي ابطحي د خاتمي مرستيال په دې اړه وايي: ((که د ايران مرسته نه وای کابل او بغداد دومره په سادګۍ سقوط نه کاوه. مګر د دې په بدل کې موږ داسې اجر ترلاسه کړ، چې د شر د محور په نامه وپېژندل شوو!))

احمدي نژاد ويلي: ((ايران د افغانستان په اړه د مرستې او يارۍ لاس امريکا ته وراوږد کړ، مګر د دغو کمکونو پايله دا شوه، چې د امريکا جمهور رييس د مستقيم بريد خبرداري موږ ته متوجې کړل. زموږ هېواد په عراق کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هم له امريکا سره مرستې کړې دي.))

د اتومي پروګرام پر سر هوکړه ليک:

ايران له تېرو دوه لسيزو وروسته له امريکا سره د خپل اتومي پروګرام پر سر هوکړه ليک ته ورسېد. د دې ترڅنګ چې ايران هم د افغانستان او عراق په څېر د يوه ګوډاګي حکومت خاوند دی، مګر هېڅکله يې امريکا په اړه د هغوی په څېر پرېکړه ونه کړه. له ۲۰۰۶م کال راهيسې تر ننه يې له غرب سره خبرې اترې پيل کړې دي. البته دا د ايرانۍ بريالۍ ديپلوماسۍ پايله نه ده. بلکې دا خپله امريکا او غرب غوښتي چې ايران ته د يوه داسې دولت په سترګه وګوري، چې بايد ورسره خبرې اترې وشي. ځکه چې ايران په ګڼو اړخونو کې په سيمه کې د امريکا لپاره مفيد دی او له هر يوه اړخ څخه به يې پر خپل وخت ګټه پورته کړي، چې پورته يې يادونه وشوه. که څه هم دغه خبرې اترې په وار-وار ځنډول شوې، تحريم شوې او درېدلې مګر بيا له سره پيل شوې دي. د عامه افکارو د غولولو په موخه په وار-وار پر ايران باندې د بريد ګوت څنډنه شوې، ترهغه چې بالاخره د ۲۰۱۵م کال د جولای په مياشت کې له ايران سره د ۵+۱ هېوادونو خبرې اترې هوکړې ته ورسيدې.

د هوکړې حقيقت:

ايران بايد د خپلو (۱۰۰۰۰) کيلوګرامه بډايه شوو يورانيومو څخه يوازې (۳۰۰) ګرامه بډای يورانيوم پرېږدي، نور ټول بايد له منځه يوسي. ساتل شوي يورانيوم بايد د ۱۵ کلونو په موخه يوازې ۳،۶۷٪ بډايه شي، تر دې د زياتې سلنې بډايه کولو اجازه نه لري. همداراز د راتلونکو پنځلسو کلونو لپاره به هېڅ نوې اتومي بټۍ نه جوړوي. مرکزي ريکتورونه بايد له (۱۹۰۰۰) څخه (۶۱۰۴) ته راکم کړي او له هغو څخه به يوازې (۵۰۶۰) ريکتورونه د لسو کلونو لپاره يورانيوم بډایه کړي. يوازې د نطنز بټۍ کولای شي يورانيوم په دغه کمه کچه بډای کړي، د فوردو بټۍ به د پنځلسو کلونو لپاره اصلا د يورانيومو په بډای کولو لاس نه پورې کوي. يوازې د اتومي او فزيکي څېړنو لپاره ورڅخه ګټه اخيستلای شي. همداراز د شلو کلونو لپاره د نړيوال اتومي پروګرام څېړونکي حق لري چې له دغو بټيو او اتومي مرکزونو څخه د تفتیش او څېړنو په موخه ليدنې کتنې وکړي.

چې په ټوله کې دا هغه څه وو چې د ايران يو لوی برخليک ټاکونکی پروګرام د کفارو له خوا له منځه لاړ او امريکا دغه هوکړه ليک تاريخي وباله او ايران يې اتومي وسلې ته له لاسرسي څخه منع کړ. اروپايي اتحاديې هم دغه هوکړه ليک تاريخي ياد کړ او ويې ويل چې تر اوسه د کار پيل دی. بريتانيا هم يو تاريخي هوکړه ليک وګاڼه. فرانسې مهم هوکړه ليک و ارزاوه او ويې ويل چې نړۍ يو ګام وړاندې کېښود. آلمان دغه هوکړه ليک په منځني ختيځ کې په سوله کې د لويې ونډې درلودونکی وباله. روسيې هم له اوږدو خبرو اترو څخه وروسته د نړيوالې ټولنې لپاره ستر آرام و ګاڼه. چين هم دغه هوکړه ليک د لوی اهميت درلودونکی ګڼي او زياتوي چې ټول بايد له هغه سره په ايجابي روحيه چلند وکړي. يوازې اسرائيلو له هغه سره مخالفت وکړ، ترڅو د امريکا په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړي او همداراز جمهوري غوښتونکي د دې لپاره د دغه هوکړه ليک مخالفت کوي، چې د دغه لاسته راوړنې کرېډېټ بيا دوی واخلي، نه غواړي چې دا د ډيموکراتانو په نوم پای ته ورسيږي.

که څه هم دغه هوکړه ليک د ايران له خوا برياليتوب و ارزول شو او خلکو ته يې پر ايران باندې د تحريمونو د ليرې کولو، اقتصادي پرمختګ، د آزادي ګانو راتګ او په منځني ختيځ کې د خپل نفوذ پر پياوړيتوب ټينګار وکړ. مګر دغه هوکړه ليک په اصل او فرع کې د ايران په زيان دی. ايران ته ګڼ سياسي او اقتصادي تاوانونه لري. ځکه له دې وروسته ايران هېڅکله نشي کولای اتومي ځواک شي او نبايد د دې تمه ولري. د ايران په اتومي پروګرام باندې په تېرو دوه لسيزو کې ډېر لګښت شوی و، پر ايرانيانو باندې د ژوند د سختو سختيو سبب و، خو د دغه هوکړه ليک له مخې دغه ټول لګښتونه او سختۍ له صفر سره ضرب شوې. آن په صراحت سره ويلای شو، چې نور د ايران لپاره اتومي ځواک هسې سراب دی.

له اقتصادي پلوه؛ د (۳،۶۷٪) يا ۴٪ بډايه شوي يورانيوم آن د مدني موخو لپاره بسنه نه کوي. د (۹۷۰۰) کيلوګرامه بډايه شوو يورانيمو له منځه وړل او يا په ګاز باندې بدلول، همداراز د شاوخوا (۱۴۰۰۰) ريکټورونو له منځه وړل ټول سخت اقتصادي زيانونه دي. د فوردو د اتومي مرکز توقف او تر ۱۵ کلونو پورې د هېڅ بل مرکز نه رامنځ ته کول ټول هغه څه دي، چې ايران نشي کولای يوارنيوم په پلوتونيم باندې بدل کړي.

له سياسي پلوه؛ تر دې وروسته به په علني او ښکاره ډول ايران په هغه کرښه باندې تګ کوي، چې امريکا يې ورته کاږي. په عامه افکارو کې يې نړۍ ته ښوده چې ايران يو ناخپلواک هېواد دی. د لوی شيطان پر وړاندې د کوچني شيطان د برياليتوب ادعا يوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شېندل دي. همداراز د ۷ ميليارده ډالرو را خوشي کول، د بنديزونو ليرې کول او … د يوه برخليک ټاکونکي اتومي پروګرام په اړه ډېر لږ څه دي، چې اصلا له هغو سره د مقايسې وړ نه دي. ځکه له دې وروسته به ايران د امريکا او اروپا نوی بازار وي او د نړيوالو پاليسي جوړونکو سازمانونو د پاليسيو له مخې به حرکت کوي، چې هېڅکله د ايران د سياسي، نظامي برلاسي کېدو سبب نه کيږي.

د پايلې په توګه: د دوی په اند د ايران دغه سياسي او اقتصادي پرمختګ به بېرته په اسلامي خاورو کې د امريکا د جګړې د پرمخ بېولو لپاره د شيعه مذهب د ملاتړ په موخه د مذهبي اختلافاتو لپاره لګول کيږي، چې بالاخره ايران د امريکا د لاس هغه سوټی شو چې خليج او عربي جزيره به په مستقيم او غير مستقيم ډول په خپل نفوذ کې ورباندې ساتي، ترڅو خپله د چين، روسيې او اسلام لپاره وزګار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د پام او تأمل ور حقیقت داده چی ایران د غرب عميل نه ده بلکه د يوه خپلواک سیال په توگه د آمریکا سیمه ایز سیال او د مشترکو مصالحو شریک ده. مونژ سنيان بیا د غرب په محض غلامی کی خپل برم او شرف لتوو زمونز نبض د غربيانو لاس کی ده، په غارو (گردن) کی مو د غرب د غلامی حلقی پرتی دي، د ایران په وراندي په غرب تکیه کوو، د غرب په اشاره خپل خلک وژنو، اعداموو يي، د غرب لپاره جهاد کوو، او هم د جهاد مخه نيسو، مونژ له غرب او صهیونیزم سره د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x