افغانستان

کندهار: د هلیکوپتر د را غورځېدو په پيښه کي ۵ بهرني عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو (ایساف) یوه هلیکوپتر الوتکه غورځېدلې چي له کبله یې پنځه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

د ایساف له خوا خپره شوې مطبوعاتي خبرپاڼه وايي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې یوه هلیکوپتر الوتکه وغورځېده چي له کبله یې پنځه عسکر ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوی چي په د هلیکوپتر د را غورځېدو علت تر اوسه نه دی څرګند، خو په پيښه کي مخالفین کوم ډول لاس نه لري.

که څه هم د ایساف په خبرپاڼه کي د پيښي دقیق ځای نه دی ښودل شوی، خو د کندهار ولایت قومندان امنیه رازق ویلي چي هلیکوپتر تیر ماسختن د لسو بجو په شاوخوا کې د دامان ولسوالۍ د (مړوندي مانده) په سیمه کې وغورځېده، چي په کي د ایساف پنځه عسکر ووژل شول.

نومړي ویلي چي الوتکه د هوايي د خرابوالي له کبله غورځېدلې.

د پيښي په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چي تیره ورځ هم امریکايي عسکرو ته د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د یوه افغاني عسکر د ډزو له کبله درنه مرګ ژوبله اوښتې، چي د ځینو نا تایید شوي را پورونو له قوله اتو تنه د مړو شمېر رسیدی، او طالبانو په خپل پاڼه کي ویلي چي دغه عسکر د پولیسو په رینجر موټر کې د نصب ماشیندار څخه په استفادې په دې وتوانېد، چي ۲۲ تنه بهرني عسکر او نه تنه داخلي عسکر ووژني، چي په هغو کې د جلریز ولسوالۍ امنیه قومندان هم شامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x