افغانستان

د کندوز درې «نوې تشکيل شوې» ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل):د کندز سيمه ييز چارواکي وايي چې ددې ولايت درې نوې تشکيل شوې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي، چې دولت يې په راخپلولو نه دی توانيدلی.

وروسته له هغې چې د روان لمريز کال د تلې په شپږمه نېټه د کندز ښار د طالبانو په لاس سقوط وکړ، څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني دغه ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د امام صاحب، خان اباد، او د کندز ښار درې سيمې د اقتاش، کلباد او د ګورتېپه په نامه درې ولسوالۍ منظور کړې او د کندوز چارواکو ته يې امر وکړ چې د نويو ولسوالۍ تشکيلات بشپړ کړي.
خو د کندز د ولايتي شورا غړي او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د اشرف غني له لوري منظور شوې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په لاس کې دي او دولت په دې نه دی توانېدلی چې دغه سيمې راخپلې کړي او د ولسواليو تشکيلات يې ترتيب کړي.

د کندز د ولايتي شورا غړی مولوي خوش محمد نصرتيار وايي چې دولت د طالبانو له لوري د کندز د ښار له سقوط سل ورځې وروسته هم د دريو نويو تشکيل شويو ولسواليو تشکيلات رامنځته کړي او د طالبانو له منګولو يې وژغوري.

نصرتيار وويل « ولس پر حکومت باور له لاسه ورکړی دی ځکه چې، خلکو ته معلومه شوه چې دولت له ولس سره په خپلو ژمنو عمل نه کوي نو ځکه يې هيلې په نهيلۍ بدلې شوي دي.»

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کندز اداري تشکيلات په شپږو ولسواليو ويشل شوي وو چې د دغو دريو نويو منظور شويو ولسواليو سره يې تشکيلات نهو ولسواليو ته رسېدلي خو دا لا معلومه نه ده چې د دغو دريو نويو ولسواليو تشکيلات به کله منظم کيږي ځکه چې سيمې لاهم د طالبانو په لاس کې دی.

که څه هم د روان زيږديز کال د تلې په شپږمه نېټه طالبانو د کندز ښار ونيوه او د څو ورځو له پاره يې په خپله ولکه کې وساته، خو بيا هم د نظامي چارو پوهان وايي چې، طالبان اوس هم د کندز د ښار په شاوخوا سيمو کې فعال دي او کولای شي چې بيا هم دغه ښار او نورې سيمې په خپله ولکه کې واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x