نظــر

دسولې سریال نوې برخه!

صبغت الله سجاد –

دا باید په یاد ولرو چې داختلافاتو دحل ډیرې لارې شته، مګر دا هم باید په پام کې ونیسو چې سوله غونډې ته د وینا پرمهال د دواړو لاسونو په خوځولو ، د کوترو په الوزولو، په ارګ کې په ګوډه پښه ګرځېدلو، او یا هم په نمایشي قهقهه خنداګانو او ناستو صورت نه نیسي.

په افغانستان کې دسولې خبرو اترو، د هغه سریز هندي سریال بڼه غوره کړې چې د یوې بشپړې کیسې یوه یوه برخه په بیلا بیلا برخو او وختونو کې ترمختلفو عنوانونو لاندې نشر ته سپارې.

ددغه سریال هره برخه که څه هم په لومړيو کې دلچسپه او لیدونکو ته جالبه او خوندوره ترتیب شوې وي، خو په اخر کې بغیر له دې چې وخت ضایع کړي او پردی کلتور نورو ته په چل او هنر ورسوي بل څه ندي.

په افغانستان کې دې ته ورته د سولې سریال په نوم خبرې اترې له څه باندې دیارلسو کلنو راهیسې دوام لرې، د مختلفو عنوانو تر سرلیک لاندې افغان اولس په مختلفو بهانو غولول کیږي. له هغه وخته چې دسولې تش په نوم عالې شورا جوړه شوې، دسولې لپاره یې کوم ځانګړی پرمختګ ندی کړی.

همدارنګه په قطر کې ددفتر پرانستل، درباني وژل کېدل، د طالب په نوم دیو دکاندار لخوا د پیسو وړل، او دې ته ورته نورڅو هغه لوی مثالونه دي چې افغان ملت ته یې سوله رانه وسته، هرکله چې د سولې په خبرو کې لږ یا ډیر پرمختګ وشي خنډونه يې مخکې راځي او په بېلا بېلو بهانو د سولې په نوم وخت ضایع کیږي، که فکر وکړئ، څو میاشتې مخکې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ دسولې خبرې پیل شوې. چې دهمدې سره سم د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د مړینې اعلان نشر شو، او دسولې خبرې ځنډنی شوې.

دا ځل بیا دسولې سریاله خوندوره او نوې برخه د څلور اړخیزې ناستې تر عنوان لاندې په اسلام اباد کې پیل کېدونکې ده چې په دغه ناسته کې به د چین، متحده ایالاتو، پاکستان او افغانستان استازي ګډون وکړي، او د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ به دسولې په اړه خبرې وکړي.

که څه هم افغان حکومت د سریال دنوې برخې په شروع کېدو هروخت ګټه کوي. څو ورځې مخکې او څو میاشتې وروسته ترهغې چې د تر سره شویو خبرو نتیجه معلومه شي، ملت تیر باسي، خو کله چې خلک بیا د ناامنیو او چاودنو څخه تنګ شي په مظاهرو لاس پورې کړي او یا د سولې غوښتنه وکړي، نو بیا حکومت ورته دسولې دخبرو په پلمه ناستې تر سره کوي. او لدې خبرو څخه مخکې هم د امنیت وعده ورکوي او وروسته هم چې پدې سره د حکومت پنځه کلنه دوره پای ته ورسیږي نه سوله راشي او نه هم امنیت!

څه فکر کوئ چې دغه څلور اړخیزه ناسته به دسولې راوستلو لپاره څومره ګتوره تمامه شي، او که به نمایشې بڼه ولري!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x