افغانستان

اشرف غني: د ځمکو غاصبین وډزوئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني تېره ورځ ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې وویل چې دی نور د ځمکو د غصب تحمل نه لري.

نوموړي د ځايي چارواکو او خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د ځمکو غصب وغانده او په چیغو چیغو یې زیاته کړه: «نه یې منم، نه یې منم، نه یې منم».

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد ته په خطاب کې وویل چې که د ځمکو د غصب مخه نه شي نیولی ده ته دې ووايي چې بدل یې کړي.

نوموړي د ننګرهار امنیه قومندان ته اجازه ورکړه چې د ځمکو غاصبین په ډزو وولي او په دې برخه کې د ملي اردو له ځواکونو څخه مرسته وغواړي.

ولسشمر اشرف غني چې د غونډې برخوالو یې احساساتي وینا په چکچکو بدرګه کوله، زیاته کړه:

«ولس د ننګرهار غاصب نه مني، او که ولس یې نه مني ولسمشر یې نه مني، سم صفا به کار کوو، تلیفون کې مې درنه پوښتنه کړې، که توان یې نه لرې جنرال د افغانستان یې، ژر شه ما ته ووایه چې نه یې شم کوی، بدل به دې کړم، د شیرزاد صیب قوه که کم ده، اردو ته امر وکړه چې ویې ولي».

د اشرف غني دغو څرګندونو په خواله رسنیو کې غبرګونونه او نیوکې راپارولي او هغه یې صحرايي محکمو ته ورته څرګندونې بللي. د خواله رسنیو فعالان وايي چې امنیتي ځواکونو ته د غاصب د ویشتلو د قوماندې پر ځای باید د قانون او محکمې په سیوري کې مسولانه اقدام پورته شي.

ولسمشر اشرف غني په دې وینا کې د سولې اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د سولې لپاره ننواتی نه شي کولای.

هغه د خپلې پګړۍ، چې په همدې مناسبت یې په سر کړې وه، په شملې لاس راتېر کړ او زیاته یې کړه چې دا د افغان ولس د قربانۍ نتیجه ده چې نن ده شمله په سر کړې او د خلکو په وړاندې ولاړ دی او غږیږي. نوموړي زیاته کړه:

«نن چې زه ستاسې مقابل کې په دې شملې سره غږیدلی یم او د افغانستان د ولسمشر په حیث غږیږم د افغانستان د دغو بچیو د قربانیو نتیجه ده، که دوی قرباني نه وه ورکړې نن به مونږ نه غوښتنه دا وه چې په ننوات لاړ شو سولې ته». نوموړي یو ځل بیا په چیغو زیاته کړه: «دا ولسمشر په ننوات چېرې نه ځي».

هېره دې نه وي چې ولسمشر اشرف غني د دې سفر په ترڅ کې ځايي خلکو پرېمانه ژمنې ورکړې او ویې ویل چې د هیواد په ختیځ کې به د بريښنا لپاره د اوبو بندونه جوړوي او همدا راز به د څلورو ولایتونو ځنګلونه بیرته احیا کوي.

اشرف غني په جلال اباد کې د غازي امان الله خان مزار ته هم ورغی او د نوموړي په قبر یې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ghaforor mama

ولسمشره ! د ځمکې غاصبين له دی نمايشي شملې سره ته په خپله نه شې ډزولۍ

Yousaf

Mr Ghani,
who are ( Ghasib) please clear it???
99% persons who earing your Talked in that meeting they are (Ghasib)

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x