افغانستان

د قطر په منځګړیتوب د طالبانو سره کاناډائي بندي خوشي شوی – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): یو کاناډائي تابعیت لرونکی کس چې په کال ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې لادرکه شوی وو، او بیاېې طالبانو د نیولو ادعا کړې وه، خوشي شوی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له اړخه په یوه نشر شوې بیانیې کې ویل شوي چې ۲۷ کلن کولن روترفورډ د قطري حکومت په منځګړیتوب خوشي شوی دی.

دبهرنیو چارو وزیر سټیفان ډوین په خپل بیانیه کې ویلي چې د کاناډا دغه ولسي وګړی د قطر هیواد په منځګړیتوب را خوشي شو، او زیاته کړې چې کاناډا د هغه هڅو څخه ډیره راضي ده، د کوم په وجه چې په ډیر امنیت  سره د کولین روترفورډ (بندي) خلاصون ممکن شو.

د کاناډا رسنیو د کولین روترفورډ په اړه ویلي چې ۲۷ کلن دی، افغانستان د پښتو ژبي د زده کړي لپاره په سیاحت تللی وو، د کال ۲۰۱۰ په وروستیو کې په غزني کې لادرکه شو، چې درې میاشتي وروسته د طالبانو له لوري په یوه اعلان کې وویل شول چې دوی نوموړی د کاناډائي جاسوس په تور نیولی دی.

د کاناډايي رسنیو په قول ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه وخت کله چې نوموړی نیول شوی وو، ویلي وه: زمونږ د معلوماتو له مخي روترفورډ یو سیاح وو، افغانستان ته ددې لپاره تللی وو چې د خپل سیاحت او سفر په ورځو کې به پښتو ژبه زده کړي.

د کاناډائي رسنۍ ګلوب اینډ میل ویلي چې د نوموړي د بند یو کال وروسته د هغه کورنۍ رسنیو ته ویلي وه چې کاناډا حکومت د نوموړي په خلاصون کې هیڅ مرسته نه شي کوای دوی هڅه کوي چې د هغه د نیونکو سره خپله اړیکه ونیسي.

نه هم د کاناډا حکومت او نه هم د قطر حکومت او یا طالبانو په دې اړه نور معلومات نشر کړي چې دغه کس په کومو شرایطو خوشي شوی، او د خلاصون معامله یې په کوم ځای کې تر سره شوې، او یا اوس چیري دي، صرف دومره ویل شوي چې نوموړی اوس هم له خپل هیواد کاناډا څخه لیري دی، ډیر ژر به د خپلي کورنۍ او دوستانو سره یو ځای شي.

کولین روترفورډ د طالبانو په یوه ویډیو کې هم را څرګند شوی وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکرام

په دې ظالم خو طالبانو پنځه کاله اعلی ایراني کیک او بسکټ وخوړل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x