
د هېواد جنوب: تېرو لسو مياشتو کې ۷۵۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار د بشري حقونو سيمه ييز دفتر وايي چې په جګړه کې د ښکېلو غاړو د نه پاملرنې له امله د ملکي تلفاتو شمېره زياته شوې ده.
په کندهار کې د بشري حقونو دفتر وايي چې د هېواد په جنوبي ولايتونو کې په جګړو کې د تېر کال په پرتله سږ کال د ملکي وګړو تلفاتو کې زياتوالی راغلي چې د تېر کال د ملکي تلفاتو څخه نولس سلنه زيات ښودل شوي دي.
د کندهار د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر وياند عبدالعزيز اکرمي وويل چې د روان لمريز کال په تېرو لسو مياشتو کې ۴۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۵۵ نور زیات ټپيان شوي دي.
د کندهار د بشري حقونو دفتر وايي چې دوی ډېر ځله له امنيتي ځواکونو غوښتي چې په جګړو کې دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي خو په وينا يې د دوی غوښتنې نه دي منل شوي او وايي چې امنيتي ځواکونه زيات وخت ولسي اباديو ته څېرمه خپل سنګرونه جوړوي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم هر کال په جګړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپورنه خپريږي، چې په کې زيات وخت طالبان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عاملين بلل کيږي خو طالبان وايي چې دوی په جګړو کې د ملکي وګړو د ژوند له پاره فکر کوي او هڅه کوي چې په جګړو کې ملکي وګړو ته زيان ونه رسيږي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله هم تر اوسه په زرګونو تنه بې ګناه ولسي خلک وژل شوي دي.
بايد وويل شي چې نږدې يوه مياشت وړاندې د ملي ځواکونو يوه هوان مرمۍ د ميدان وردګو په ولايت کې په يوه کور لګېدلې وه چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي وو.
تېره اوونۍ هم د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو د نن ټکي اسیا سيمه ييز همکار ته ويلي و چې د ملي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په څو کلو کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې يوه په کې سپين سرې مېرمن هم وژل شوې وه.