افغانستان

د هلمند ولايتي شورا: پولیس په کور ناست دي، خو معاشونه اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند د ولايتي شورا رييس او یو شمير غړي وايي چې د هلمند له نيمايي ډېر امنيتي ځواکونه په کور ناست دي او معاشونه اخلي.
د هلمند د ولايتۍ شورا رييس محمد کريم اتل وايي چې په هلمند کې د ورستيو نا امنيو له امله ګڼ شمېر عسکر په کور ناست دي او نه غواړی چې په جګړو کې ځان ښکېل کړي،خو معاشونه اخلي.نوموړي وويل چې دغو عسکرو له پخوا څخه دندې پريښي خو معاشونه او امکانات اوس هم له دولت څخه اخلي.
خو د کورنيو چارو وزارت په هلمند کې د خيالي امنيتي ځواکونو شتون ردوي، خو دا مني چې په دغه ولايت کې سيمه ييز پوليس په سمه توګه نه دي ګومارل شوي.

ددغه وزارت د مرستيا ل وياند نجيب الله دانش وايي چې په هلمند کې د پوليسو له ليکو د وتلو پوليسو پرځای نور پوليس ګومارل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی هڅه کوي چې غير حاضرو پوليسو ته معاشونه ورنه کړي چې له همدې امله يې تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د زرګونو عسکرو د غير حاضرۍ له امله تر دوه نيم ميليونو زياتې افغانۍ بېرته ترلاسه کړي دي.

خو ځينې دولتي سرچينې وايي چې هر هغه پوليس چې د قومندان او د بل چارواکي واسطه ولري په کور ناست وي او خپل معاشونه اخلي خو هغه څوک چې نه واسطه لري او نه هم دندې ته حاضريږی، معاشونه يې د قومندانانو شخصي جيبونو ته ځي.

د يادونې وړ ده چې د روان کال د تلې په ۳۰مه نېټه په افغانستان کې د حقوقو او عدالت په نامه د يوې ادارې په يوه څېړنيز راپور کې چې د افغانستان له ۱۳ بېلابېلو ولايتونو څخه د څېړنو او نامستقيمو معلوماتو راټولولو پر بنسټ تيار شوی و، راغلي و چې د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې يوازې ۲۲۲ زره سرتيري په خپلو دندو کې شته او ۱۳۰ زره يې خالي سرتيري دي چې په دندو کې نه شته او معاشونه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x