ډاکټر فاروق اعظم

د افغانستان په سوله کې مهم لوبغاړي / ډاکټر فاروق اعظم

د پاکستان د سیمه ایزو مطالعاتو په مرکز کي د داکتر فاروق اعظم د انګلیسي وینا پښتو ترجمه
اسلام آباد  ـ ۶ دسمبر ۲۰۱۵

۱.     امریکا.

په افغانستان کې د امریکا په اهدافو موږ ډېر نه پوهېږو. هغوی وایي چې موږ لاندې موخو ته د رسېدو لپاره افغانستان ته راغلي یوو:

ـ      یو دوست او باثباته افغانستان غواړو، چې نور د ترهګرو ځاله نه وي او موږ او زموږ ملګرو ته ګواښ متوجه نه کړي.

ـ      د افغانستان لخوا سیمه بې ثباته نه سي.

ـ     د دموکراسۍ او بشري حقوقو ساتنه، چې د ښځو حقوق هم پکې شامل و اوسي.

ـ     د نشه یي توکو کښت او سوداګري کمه سي.

امریکا نه غواړي چې طالبان لکه د ۱۹۹۶ میلادي کال په څېر  بیا واک ته ورسي، خو امریکا دطالبانو په اړه لاندي نظر لري:

ـ     طالبان د افغانستان د ټولنې د جوړښت یوه برخه ده .

ـ     طالبان یو وطنی تحریک دی، ترهګر نه دي او د افغانستان تر پولو ور هاخوا د خپلې سیاسي اجنډا د خپرولو نیت نه لري.

ـ     اوباما وایي چې طالبان دې د افغانستان په راتلونکي سیاسي نظام کې برخه ولري او د هغه مرستیال وایي، چی طالبان زموږ دښمنان نه دي.

که د امریکا پورتنۍ موخې رښتينې او څرګندونې یی د اهدافو ممثلې وي، نو په افغانستان کی سولې ته بېړنۍ اړتیا ده. افغان حکومت یوازې په سوله کې خلکو ته خدمات وړاندې کولای او عمراني پروژې عملي کولای سي. ښځې په سوله او د قانون په حاکمیت کې خپل حقوق تر لاسه کولای سي، خو جنګسالاران، د بشري حقوقو ناقضین او قاچاقبران په جنګ خوښ دي. څومره چي حکومت کمزور وي، هغومره وسله وال مخالفین، کورنۍ مافیا او بهرنۍ مداخلې غښتلې وي. د داعش د ځپلو په نوم د روسانو مداخله به روان کړکېچ ته نور ابعاد هم ورکړي.

۲.     کورني لوبغاړي :

افغانان (حکومت او وسله وال مخالفین) د روان کړکېچ دوه مهم لوبغاړي دي. دواړو خواوو ته سوله ډېره مهمه ده؛ دا ځکه چی دواړه لوري جراحتپذیر دي. دواړه خواوې پر بهرنیو مرستو ولاړې دي، البته د اتکاء کچه يې توپیر لري.

الف. افغان حکومت. څرنکه چې افغان حکومت منظم عسکر او دولتي مامورین لري، نو ځکه یی پر بهرنیو مرستو تکیه ډېره ده. خو د افغان حکومت بهرني ملاتړي د طالبانو د ملاتړو پر تله پياوړي او غښتلي دي. افغان حکومت فکر کوي چې امریکا له افغانستان څخه نه وزي، مخالفین او ګاونډیان باید په دغه پوه سي چي رژیم له سقوطه خوندي دی. خو له دغه ډاډ سره سره ځینې ګواښونه هم سته چې که سوله ژر رانه سي، د افغانستان خپلواکي، ملې حاکمیت او د دولت مشروعیت به تر جدي پوښتنې لاندې وي:

ـ     تر هغو چې بهرنیان وي، جګړه به دوام لري او د دولت مشروعیت به مجروح وي.

ـ      فوج د خپل هیواد د سرحداتو د دفاع مسؤل دی؛ نه په کلیو کی د کلیوالو سره جنګ. د بهرنیانو په مرسته په داخل کی د جنګ ادامه، د فوج ملي صبغه تر سؤال لاندي راولي او د دولت لخوا د ملي حاکمیت ادعا پیکه کوي.

ـ     بهرنیان به د خپل آرام حضور لپاره د افغانستان ګاونډیانو ته د افغانانو پر سر امتیازات ورکوي چې دغه چاره به افغان حکومت په سیاسي او اقتصادي لحاظ کمزوری ساتي.

ـ    افغان حکومت به په هره مهمه موضوع کی د بهرنیانو سترګو ته ګوري، خپل کورنی کار به نه کوي او د نورو د اږو بار به وي. دغه سبب دی چي د سولي د عالی شوری د بهرنیو اړیکو مشر (اسمعیل قاسمیار) تکرارا وایی چی امریکا او افغان دولت د سولي په باره کی روښانه دریځ او کړنلاره نه لري.

د سولي عالی شوری د ادغام مجدد په منظور جوړه سویده چی په مخالفینو کی درز پیدا او هغوی کمزور کړي.  خو دغه شوری د مسلحو مخالفینو سره د مذاکرات په منظور د دولت ادرس هم دی. دا شوری هغه وخت غیر مؤثر او حتی بیمورده سوه چی د افغان دولت او مسلحو مخالفینو ترمنځ یی د منځګړیتوب دنده ځانته ورکړه. د سولي عالی شوری د مذاکرات لپاره ددولت ادرس کیدای سي، خو منځګړی کیدای نه سي.

ب. طالبان. په نړیواله کچه نیم ملیون وسلوال فوځ (یوسل او پنځوس زره بهرنی فوج + درې نیم سوه زره کورنۍ امنیتي قواوې) په تېرو پنځلس کالو کې ونه سو کولای په افغانستان کې امن راولي. طالبان اوس د هېواد لږ تر لږه ۶۰ ٪ سیمه په واک او یا د نفوذ په ساحه کې لري. دوی کولای سي د دولت د کنټرول په هره سیمه کي چې وغواړي ‌‌(د کابل په  ګډون) برید وکړي، خو د ملا محمد عمر مجاهد مړينې ددوی په رهبري کې درز اچولی او داعش هغه بله خطرناکه پدیده ده چې طالبان یې ګواښلي دي.

څومره چې د افغانستان لپاره سوله ییز حل ځنډیږي، هغومره د دواړو افغاني خواوو (حکومت او وسله وال مخالفین) لپاره بده ده او دوی به یې بایلي.  افغان دولت به په ولس کې اعتبار او مشروعیت او خلک به پر دولت باور له لاسه ورکوي؛ ځوان نسل به خپله راتلونکې تیاره ویني، نو له هېواده به تښتي او طالبان به نور هم پخپل منځ کې وېشل کیږي؛ خپلمنځي جنګونه به کوي او کرارکرار به خپل ځای په بدنامي و داعش ته پریږدي.

۳.     سیمه ییز لوبغاړي :

د افغانستان لیرې او نږدې ګاونډیان په افغانستان کې خپلې ګټي ویني. سیمه ییز لوبغاړي دادي: پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه، سعودي عربستان او تورکیه. دوی ټول په افغانستان او سیمه کی متخاصم دریځونه او جلا ګټې لري. دوی هېڅکله د افغانستان په مورد کې خپلې ګټې نه دي سره همغږې کړي، همدا لامل دی، چې دوی اکثره په نیابتي جګړه اخته دي او ټوله سیمه یی ناکراره کړ ې ده .

پاکستان

‌پاکستان، افغانستان ته د هندوستان له زاویې ګوري او زور یی پر دې دی، چې له محاصرې څخه د خلاصون په منظور په افغانستان کې د هندوستان نفوذ کم او په کنټرول کې وساتي. همدا راز، پاکستان غواړي د افغانستان له لارې په پاکستان کې دننه د هندوستان تخریبي فعالیت محدود او له منځه یوسي. پاکستان په افغانستان کې خپل یو طرفدار او یا لږ تر لږه دوست حکومت غواړي. دغه هېواد غواړي طالبان د افغان حکومت برخه وي، خو په هېڅ صورت بیا د طالبانو حکومت نه غواړي. په افغانستان کې د طالبانو بیا حکومت به پاکستاني طالبان وهڅوي چې په پاکستان کې شریعت نافذ سي.

له یوه سیاسي جوړجاړي پرته، له افغانستان څخه د امریکا يي فوځيانو د وتلو په صورت کې پاکستان وېره لري چی بیا به په افغانستان کې د سیمه ییزې سیالۍ په یوه مهلک نیابتي جنګ کې راګېر سي. وېره لري چې هند، روسیه او ایران به بیا په افغانستان کې شمالي ټلواله د طالبانو په خلاف تقویه کړي. که دا ځل بیا جنګ و نښلي، په ملیونونه افغان مهاجرین به پر پاکستان ورمات سي. پاکستان تر اوسه د روسانو د جنګ د وخت د افغان مهاجرینو تر فشار لاندې دی، نو ځکه د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو موضوع باید د افغانستان د سولې د هر حل یوه مهمه برخه وي.

اوسنۍ نا باوري او د سولې د پروسې ستونزې

د افغانانو سوله ییز ژوند له ۱۹۷۸زکال راهیسې د سیمه ییزو او لویو طاقتونو لخوا تالاترغه سوی دی.  تر اوسه بهرنیان نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې سوله راولي. اوس ددوی اخلاقي او انسانی دنده ده، چې له افغانانو سره د یوې شرافتمنده سولې په راوستو کې مرسته وکړي. دا ځل نو د سولې ابتکار باید افغانان په لاس کې واخلي او د سولې پروسه د افغانانو په مالکیت او د هغوی په لارښوونه وي. که دوی رښتیا د افغانانو دوستان دي، له افغانانو سره باید په دغه لار کې رښتينې مرسته وکړي. د سولې نوښت د افغانانو په مالکیت دا معنی نه لري، چې هغه دې حتما یا د افغان حکومت او یا د وسله والو مخالفانو په رهبري وي، بلکې باید د افغانانو له خوا ابتکار او جرائت وکړي، د یوې شرافتمندانه سراسري سولې لپاره یو معقول میکانیزم رامنځته کړي او نړیوال دې مرسته ورسره وکړي.

دلته څو خبري مطرح دي:

لومړی. افغان دولت طالبانو ته د پاکستان د پیداوار اوعسکر په سترګه ګوري. دغه سبب دی چی د افغانستان ولسمشر اشرف غني په تکرار سره وایي چې پاکستان د افغانستان پر ضد یوه نا اعلان سوې جکړه روانه کړې ده.  نوځکه غواړي د طالبانو پر ځای له پاکستان سره د سولې په منظور خبرې وکړي. افغان دولت په دې هم باوري دی، چې امریکا له افغانستان څخه نه وزي او پر پاکستان به کافی فشار راوړي، چې طالبان له افغان دولت سره د دولت په شرایطو کښېنوي. دلته ښایي افغان دولت تر حده ډېر امریکا ته خوشبین وي او نه پوهیږي چې امریکا ښایي دا کار ونه کړي، ځکه امریکا ته پاکستان تر افغانستان ډېر مهم دی. افغان دولت ته مشوره داده چې په دغه سراب او غلط فهمۍ کې نور ونه اوسیږي.

دوهم. طالبان و افغان دولت ته د امریکا د ګوډاګي په نظر ګوري او باور لري چې د سولې د مذاکراتو او د هغه د عملي کېدو صلاحیت نه لري. مثلا، طالبان وایي چې افغان دولت له ګوانتانامو څخه د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري، د طالبانو د مشرانو پر سر د امریکا د جایزو او له تور لیست څخه د هغوی د نومانو د لیرې کولو توان نه لري، نو ځکه باید خبرې د امریکا سره وسي، نه د کابل حکومت سره. طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته زړه نه ښه کوي، مګر داچې که د پاکستان ډیر فشار وي.

درېیم. امریکا، افغان دولت خپلواک او د ملي حاکمیت څښتن ګڼي، چې پخپلو پرېکړو کې آزاد دی.

څلرم. پاکستان، طالبانو ته د مهاجر په نظر ګوري او وایي چې پر طالبانو یې د نفوذ ساحه محدوده ده. پاکستان وایي چې طالبان په پاکستان کې د جنیوا د ۱۹۵۱ کال د مهاجرت د قانون مطابق پر امنه ژوند باید ولري او د پاکستان له خاورې په افغانستان کې تخریبي فعالیت نه کوي. که کوم کار کوي، هغه په دننه افغانستان کې کوي چې پاکستان کنټرول نه پر لري. پاکستان نه سي کولای چې هم طالبان مړه کړي او هم یې د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.

ستونزه چیري ده؟

د هغو دلایلو پر بنسټ چی پورته ذکر سول، افغان دولت د طالبانو پر ځای د پاکستان او طالبان بیا د دولت پر ځای له امریکا سره غواړي خبرې وکړي. د یو او بل په نفې کولو سره دواړه خواوې پخپل لاس خپل او د  هېواد راتلونکی و نورو ته سپاري. دوی د یوه سیاسي ځواک په توګه نه سي کولای خپل او د وطن مشکلات پخپله حل کړي. هغوی د خپل ناقابلیت پړه پر نورو اچوي او نورو ته یې سترګې دي چې ددوی مشکلات ورحل کړي. قابل او لایق ځواک کوښښ کوي، چې ستونزې تر کنترول لاندې راولي، نه داچې پراخې یي کړي، د خپلو حدودو له ساحې څخه یې وباسي او نورو ته یې حواله کړي.

     د پاکستان په مرسته مستقیم خبرې اترې لاندې ستونزې لري:

ـ افغان حکومت به پاکستان ته هر وخت امتیازات ورکوي چې طالبان له دوی سره خبرو اترو ته کښېنوي. پاکستان به د خبرو په هر پړاو کې دغسې امتیازات غواړي. په دې ډول به دغسې خبرې د سولې د واقعي پروسې د مخته بیولو پرځای د امتیازاتو د لاسته راوړلو او ورکولو په چنو او راکړه ورکړه بدل سي. نتیجتا، دغه مذاکرات به کومه ملموسه مثبته نتیجه نه ورکوي او ورسره به  په ولس کې د افغان حکومت اعتبار کمیږي.

کېدای سی د دغسې خبرو لومړني پړاوونه اسانه تیر سي، خو کله چی مذاکرات جدي او د تصمیم نیولو او عمل مرحلې ته رسیږي، وړاندوینه کیږي چې د حکومت د هیئت په منځ کې به درز رامنځته کیږي؛ دا‌ځکه چې حکومت ايتلافي دی او د سولې په اړه مشخص او واحد دریځ نه لري.

طالبان د افغانستان د تر پولو ورهاخوا کومه سیاسي اجنډا نه لري. که څوک غواړي داعش په افغانستان او سیمه کې مات کړي، نو باید د کابل حکومت ژر تر ژره له طالبانو سره روغې جوړې ته ورسیږي، طالبان باید د افغانستان د سیاسي نظام برخه سي.  که دغه فرصت ورنکړل سي، نو خطرناک عناصر به ورڅخه جوړ سي، یا به داعش ته ولاړ سي او یا به د نورو افراطي تنظیمونو په خدمت کې سي.

د پاکستان په منځګړیتوب به د سولې مذاکرات طالبان ډېر توهین کړي. د پاکستان په غوښتنه یا فشار، طالبان له کابل حکومت سره خبرو ته حاضرېدل به پر طالبانو هغه ټاپه پخه کړي چې د کابل حکومت وایي طالبان د پاکستان د لاس آله دي. دوی به د خلکو په نظر هم سپک سي چې هغه څه کوي څه چې پاکستان ورته وایي. ښایي د طالبانو ځينې ناراضه قوماندانان ددغې ټاپې د لیرې کولو په منظور و داعش ته ولاړ سي.

طالبان به د پاکستان د فشار په نتیجه کې مذاکراتو ته حاضر سي، خو له پاکستان څخه به خفه وي او هغه به یو بې باوره او مطلب اشنا ملګری وګڼي.

ـ په دغه ډول مذاکراتو سره به پاکستان پرخپل ځان د افغان حکومت هغه ادعا پخپله ثابته کړي چې له طالبانو سره مالي او نظامي مرستې کوي، هغه ادعاچې ۱۴ کاله یې ورڅخه انکار کړی و. پاکستان د اشرف غني پر هغه ادعا هم د صحت ټاپه لګوي چې وایي پاکستان د افغانستان په مقابل کې یو نا اعلان سوی جنګ مخته بیایي. له پاکستان څخه به طالبان هم خفه سي چې دروهه ورسره کوي او سپکاوی یی کیږي. که دغه فضاء ادامه پیداکړي، نو افغانان به د پاکستان هغه معامله چې له مجاهدینو سره یې د روسانو تر ماتې ورسته وکړه، ورپه یاد کړي. نتیجتا به د افغانانو عام ذهنیت د پاکستان په مقابل کې دومره خراب سي چې که بیا د جوړیدو تلاښ یې هم کیږي اسان به نه وي. افغان حکومت به بیا په ډېر مشکل وکولای سي د بې باورۍ دغه فضا سمه کړي.

داعش زموږ سیمې ته صادر او پاکستان ورته د نشونمو او له دغه ځایه نورو سیمو ته د صادرېدو میدان غوره سوی دی. پاکستان کرار کرار یو ډېر خطرناک کونج ته بیول کیږي. افغانستان او پاکستان دواړه په خطر کې دي، خو پاکستان د خپل قومي او مذهبي جوړښت له مخې ډېر زیانمنيږي. په پښتني سیمو کې د پاکستان روان نظامي عملیات ددغې خطرناکې معاملې لومړنی پړاو برېښي.

ددې لپاره چې پورتني منفي ټکي لیرې او د ټولو ذیدخله اړخونو په ګټه یوه شرافتمنده سوله رامنځته سي، باید د افغانانو په مالکیت او رهبري د سولې یو ابتکار ـ منځګړیتوب ـ رامنځته سي، چې په افغانستان کې سوله یقیني او د پاکستان له ثبات سره مرسته وکړي.

تسهیل کوونکي یا منځګړي

دا غیر اخلاقي او غیرانساني ده، چې څوک افغانان نور هم په جنګ کې ګیر او د جنګسالارانو او د بشري حقوقو د ناقضینو په ولکه کې وساتي. پاکستان او نړیوال هم د هغو کورنيو او بهرنيو کړیو په لاس کې تر ډېره یرغمل نه سي پاتېدای دچاچې په جنګ کې ګټې دي او په سیمه کی ثبات نه غواړي. دغسې قوتونه باید سم لوري ته توجیه او ددغه کار لپاره د سولې سم مکانیزم په کار سي.

یوه خبره باید ټول ومنو، چې د افغانستان مشکل په جنګ نه حل کیږي. دا هم باید په نظر کې ونیسو چې د جنګي ډلو ترمنځ مخامخ خبرې څه اسانه خبره نه ده، ځکه چې هر لوري د خپل موقف دحقانیت لپاره یو ډول منطق او استدلال جوړ کړی دی، چې یو دم یې نه سي خوشې کولای. دواړو خوا‍وو ته آسانه نه ده چې بې له یوه روحي تیار‍ي، آبرومند منځکړیتوب او عملي مکانیزم له خپل دريځ څخه یو دم تېر سي. اکثره دغسې جنګونه له یوه معقول منځګریوب پرته په صفوفو کې د قیادت په سپکاوي او کمزوري تمام سوي دي. دواړه خواوې د یوه هوښیار منځګړي لخوا روحي ټکور ته اړتیا لري. له یوې هوښیارې او مخورې افغان منځګړې ډلي پرته د کابل د حکومت او وسله  والو مخالفانو ترمنځ مخامخ خبرې ښایي د سیمې د قدرتونو نورو مداخلو ته موقع ورکړي. مخامخ خبرې د وخت ضیاع ده او د افغان دولت او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا نوره مکدره کوي.  امریکا د نړۍ د امن د یوه مهم ضامن په توګه دنده لري چې د افغانانو په مالکیت او رهبري ـ منځګړیتوب ـ له افغانانو سره په افغانستان او سیمه کې د سولې په راتلو کې مرسته وکړي.

څوک منځګړی کیدای سي؟

د افغانستان ګاونډیان نه سي کولای منځګړیتوب وکړي. د دوی منځګړیتوب، لکه دمخه چې وویل سول، نه ددوی لپاره ښه دی او نه د افغان ولس او جنګي ډلو لپاره. زموږ اکثره ګاونډیان په سیمه کی متضادې ګټې لري او تاریخ ښوولې، چې دوی په افغانستان کې خپلې ګټې هېڅ وخت نه دي سره همغږې کړي. يوازي پر ۲۰۰۱ ز کال امریکا وکولای سول، چې په بون کنفرانس کې دوی سره راټول او پر یوه اجنډا یې مؤقتا سره سلا کړي. ځينې  افغانان فکر کوي، چې که امریکا د ۲۰۱۷ په پای کې بې له یوه شرافتمندانه سیاسي جوړجاړي له افغانستان څخه ووزي او زموږ برخلیک زموږ و ګاونډیانو ته پرېږدي، نو د ۱۹۹۲-۹۶ پېښې به تکرار سي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د بون له کنفرانس راهیسې، د ملګروملتونو موسسه د افغانستان په باره کې د منځګړیتوب وړ نه ده. ددغې موسسی مهم غړي په افغانستان کی فوځونه لري او د مشکل برخه دي، نو ځکه منځګړي کېدای نه سي. د افغان پولیسو معاشات تر اوسه همدا مؤسسه ورکوي. له افغانانو پرته چې نور هرڅوک د منځګړیتوب هڅه وکړي، ناکام دي.  افغانان به د سولې په منظور د بهرنیان هر تلاښ زموږ د راتلونکي برخلیک او زموږ د مقدراتو د کنټرول لپاره د نورو د مداخلو یو بل کوښښ وګڼي. له دغسې یوه تفاهم سره به افغانان او په سیمه کې ځینې قوتونه پټ او ښکاره مخالفت وکړي او نتیجه به یې نیابتي جګړې وي.

لکه دمخه چې مو وویل د سولې عالي شوری منځګړیتوب نه سي کولای او طالبانو ددغې شوری د منځګړیتوب کردار او هڅې رد کړې دي، خو دا شوری کولای سي د سولې د مذاکرات لپاره د حکومت ادرس وي.

لکه څنګه چې د پاکستان په منځګړیتوب د سولې خبرې نه د حکومت، نه د وسله والو مخالفانو او نه د پاکستان په ګټه دي، نو ځکه یوې ډاډمنې، باوري، مخورې او ژمنې ډلې ته چې دواړه خواوو ته تلای سي اړتیا ده چې رامخته سي او د منځګړیتوب په منظور د سولې هیئت جوړ کړي. افغانان د سولې، جرګې او منځګړیتوب ډېره غني عنعنه لري چې ښځې هم پکښې بارز ځای لري.  که د افغانانو لخوا دغسې یوه د سولې او منځګړیتوب ډله جوړه سي، دا به په رښتیا د افغانانو په مالکیت او رهبري د سولې یوه واقعي ګټوره عملیه وي.  د سولې دغه ډله د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د ګټورو خبرو لار هواروي او ددوی ترمنځ منځګړیتوب کوي. د سولې دغسې عملیه به د یوې شرافتمندانه تلپاتې سولې لپاره هغه شرایط برابر کړي چې د سیمې هیوادونو او سترو طاقتونو ګټې د افغانانو له ګټو سره همغږي کړي. د سولې دغه هیئت د اسلامي همکارۍ د سازمان او د ملګرو ملتونو د مؤسسی همکاري غواړي.

د سولې له دغه هیئت سره په یوه مرحله کي د لاندې خلکو مرسته غوښتل کیږي:

له پاکستان څخه مخور کسان چې په سوله کې تجربه لري، د امریکا پخوانی جمهور رئیس (جیمي کارټر)، له افغانستانه د شوروي عسکرو تر وتلو وروسته د سولې په منظور د ملګرو ملتونو د مؤسسی د سرمنشي خاص استازی‌(ډیګو کوردوویز)، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې پخوانی نماینده (فرانسیس ویندریل)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مؤسسی د سرمنشي پخوانی خاص استازی (کی آی ډي)، په ۲۰۰۱ کې په بون کې د ملګروملتونو د مؤسسی خاص نماینده (الأخضر ابراهیمي)، د آیرلینډ او جنوبي امریکا د سولې د خبرو مشران او داسې نور.

=====  پای  =====

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د