په څلور اړخیز کانفرانس کې د سرتاج عزیز له حقیقت ډکی څرګندوني

عبدالله مسافر –

پرون د دوشنبی په ورځ د پاکستان په اسلام آباد ښار کې یوه څلور اړخیزه غونډه دایره شوه، پر دې غونډي ډیرومغرضو کړیو خپلي هیلی نغښتلی وی او هغه دا چی اوس خو به یا طالبان بلآخره د فشارونو لاندی خبرو ته حاضر کیږی او یا خو به سقوط په لور په چټکی ګامونه پورته کول شروع کوی.

ددوی د توقع پرخلاف پرونی غونډه کی د پاکستان دلومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار غونډه په داسی له حقیقته ډکو خبرو پیل کړه چی دغونډی ټول حاضرین او دنړی ټول خلق یی هک پک حیران کړل. سرتاج عزیز غونډی ته اعلان وکړ چی طالبانو سره خبری کولو لپاره باید لاندي څلور خبري په پام کې ونیول شي:

۱. دخبرو لپاره له مخکې څخه باید پر طالبانو کوم شروط کښی نه ښودل شی

۲. خبرو پیل نه مخکی طالبان باید په نظامی اقداماتو یا نظام عکس العمل ونه ګواښل شي

۳. د مذاکراتو او خبرو ضد عناصرو پر خلاف به عملي ګام هغه وخت تر بحث لاندی راځی چی کله د خبرو ټولی لاری تمامی شی

۴. باید نړیواله ټولنه طالبانو د مکافاة په ورکولو سره هغوی خبرو ته تشویق کړي

هوکی! دا ټولی داسی خبری دی چی بلکل له ځمکني حقایقو سره سمون خوری، خو په عین حال کی دا نړیوالو ته دپاکستان له خوا هم اشاره ده چی له ورایه جوته کوی چی پاکستان طالبانو ته د یو قوی فریق په سترګه ګوری او خپل ثبات دی طالبانو سره دی ښی اړیکو په ساتلو کی وینی!!

په دغو خبرو کی پاکستان نړی ته دا پیغام هم ورکوی چی طالبان یو داسی قوت دی چی دهغوی د واک ته راتګ سره زمونږ دا سیمه د آمنیت په لور چټک رفتار کولای شی لکه څرنګه چی دامریکا له ایران سره د ډیرو ټکرونو، بندیزونو او تهدیدونو نه ورسته اوس په دی اند ده چی واقعی ایران یو داسی قوت دی چی که ورسره تفاهم وشی نو دا سیمه به آرامه شی او که ورسره ټکر ته دوام ورکړل شی نو بی ثباتی ته د زیږېدلو زمینه سازی بلل کیدای شی.

طالبانو هم په وار وار ویلی دی چی مونږ د خبرو مخالفت نه کوو او نه یی هم مخالف یو خو که څوک واقعی هم صلح غواړی نو د افغانستان د ټولو ناخوالیو اصلی او اساسی جړونه باید په ګوته شی او له بیخه وکاږل شی او د اساسی مشکل د افغانستان پر پاکه خاوره د امریکا تر مشری لاندی د کافرانو یرغل دی!

طالبان وایی چی له افغان حکومت سره به هلته خبری کوو چی کله دا کفار زمونږ له پاک حریم نه ووځی، یا د خبرو د لاری او یا هم د ټوپک له لاری، تر دی مخکی له لاسپوڅی حکومت سره خبری هیڅ معنی نه لری ولی چی هغوی هیڅ واک نه لری ترڅو زموږ شرایط ومنی یعنی کفار له دی خواری وشړی او یو شرعی حکومت په خپله ټوله معنی رامنځ ته کړی.

پاکستان هم دا خبره په دغه غونډه کښی جوته کړه چی افغانان او بلخصوص طالبان یو داسی سرزوری قوم دی چی ورسره دی زور دلاری هیڅ هم نه سی ترلاسه کیدلای. د تهدید پرځای راسی ورسره له تفاهم کار واخلی، که واقعی خبری کول غواړی نو له تور لیستونو نه یی لری کړی او ورته دی یو مستقل ځواک په سترګه وګوری، داسی یو ځواک چی هغه د افغان جامعي یوه مهمه او نه بیلیدونکی برخه ده چی هیڅ کله به هم د زور له لاری ختم نه کړل شی.

سرتاج عزیز په پای کی یوه بل حقیقت نه هم پرده پورته کړه او چین ته یی په اشاره کی یی وویل چی ده افغان حکومت او د امریکا په خبرو تیر نه وځی او مونږ باندی بیځایه فشارونو واردولو نه هم نوره ډډه وکړی په دی چی مونږ په طالبانو دومره کنټرول یا تاثیر هم نه لرو لکه څومره چی خلک فکر کوی.

او سرتاج عزیز دا خبره چین او نوری ټولی نړی ته په دغه واضح ټکو اعلان کړه ، نوموړي د اي پی خبر پاڼي (AP) ته پر طالبانو د پاکستان د تاثیر په اړه وویل:

آن په ډیرو ښه وختونو کښی هم دوی (طالبانو) زمونږ خبرو ته غوږ نه دی نیولی!!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د