fbpx

پاکستان سعودي سره څه مرسته کولای شي- څېړنيز راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): سعودي عربستان کې د شيعه عالم نمر باقر النمر له اعدام وروسته د خليجي هېوادونو او ايران اړيکې ترينګلې شوي او له هغې وروسته سعودي چارواکي د سيمې او نړۍ هېوادونو سره د اړيکو له لارې هڅې کوي، چې د نړۍ ملاتړ ورخپل کړي.

په دغو حالاتو کې د تېرې اوونۍ پنجشنبه د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير او له هغه درې ورځې وروسته د يکنشبې په ورځ دفاع وزير محمد بن سلمان پاکستان ته سفر وکړ، د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف، لومړي وزير نوازشريف، د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز او نورو لوړپوړ چارواکو سره يې خبرې وکړې.

دواړو سعودي چارواکو ته پاکستان ډاډ ورکړ، که سعودي ته «د ترهګرو يا کوم هېواد له لوري کوم ګواښ متوجه شو، نو پاکستان به د سعودي تر څنګ ولاړ وي او هر ډول مرسته به يې کوي.»

د پاکستان او خليجي هېوادونو اړيکې له تېرو اوو لسيزو ډېرې قوي دي او تر اوسه په کې کوږوالی نه دی راغلی، د صدام حسين له لوري د کويت نيولو پر مهال يوولس زرو پاکستاني پوځيانو د کويت ازادۍ لپاره په نظامي عملياتو کې برخه اخيستې، مګر تېر کال، چې د سعودي په مشرۍ يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پر ضد له پاکستانه د مرستې غوښتنه وشوه، نو پاکستان د خپلو کورنيو ستونزو له امله د سعودي غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايه.

هغه مهال هم نوازشريف ويلي و، که سعودي عربستان او حرمينو شريفينو ته ګواښ متوجه وي، نو پاکستان به د سعودي دفاع کوي.

سعودي عربستان له اسلام اباده څه غواړي؟

سعودي ليکوال او ژورنالېست جمال خاشقجي د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې سعودي له پاکستانه هغه څه غواړي، څه چې له مصر، ترکيې او المغرب څه يې غواړي، هغه دا چې خليجي هېوادونو کې د ايران د مداخلې مخنيوی وکړي او که اسلام اباد د رياض تر څنګ ودريږي، نو سعودي عربستان به ډاډمن وي.

د خاشقجي په وينا پاکستان د حوثي ملېشو پر ضد له سعودي عربستان سره د عملي مرستو له کولو انکار وکړ، لامل يې د پاکستان دننه کورنۍ ستونزې، د ايران شيعه لابي ډلې دي، چې د ايران په مرسته دغلته فعاليتونه کوي.

خاشقجي زياتوي، پاکستان کولای شي، ملګرو ملتونو، امنيت شورا او نورو نړيوالو فورمونو کې د سعودي د دريځ ملاتړ وکړي، سوريه کې د بشارالاسد مخالفينو ته هوايي پرمختللي توغندي ورکړي او دې سره عربي هېوادونو کې د ايران د لاسوهنو مخنيوی وکړي.

د پاکستان پاليسي څېړنو ادارې مشر دکتور خالد رحمان وايي، چې پاکستاني چارواکو سعودي عربستان ته ډاډ ورکړی، چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې به له سعودي عربستان سره دريږي، هغه که د ترهګرو له لوري وي او که د کوم هېواد له لوري.

دکتور رحمان زياتوي، چې هېواد يې کولای شي، سعودي سره نظامی مرستې وکړي، امنيتي ځواکونو ته يې نظامي روزنه ورکړي، استخباراتی معلومات ورسره شريک کړي او ايران سره د روانو ستونزو په اړه د منځګړيتوب هڅه کوي، چې د ايران او سعودي اوسنۍ ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
خالد رحمان وايي: «پاکستان ايران سره ګډه پوله لري، دلته ډېرې شيعه ډلې دي، چې د ايران ګټو لپاره سياست کوي او حکومت د دې ډلو له ويرې نه شي کولای، چې په څرګنده د سعودي ملاتړ وکړي.»

په عين حال کې د منځني ختيځ په اړه که پاکستان د ايران مرسته نه کوي، نو مخالف يې هم نه دی او لږ تر لږه د سعودي عربستان د پاليسۍ ملاتړ هم نه کوي.
تېره مياشت د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي و، چې دوی په زور د بشارالاسد د نظام نسکورولو مخالف دي او دا ډول څرګندونې د ايران په ګټه او عربي هېوادونو په زیان دي.

سعودي ليکوال د سعودي د ځانګړې غوښتنې په اړه وايي، چې ده د شاهي ماڼۍ له لوړپوړي چارواکي اوريدلي دي: «هغه وخت مو در په ياد کړئ، چې د شوروي اتحاد له لوري تاسې له ګواښ سره مخ وئ، موږ، چې د افغان مجاهدينو ملاتړ کاو، نو دا مو يوازې د افغانانو ملاتړ نه کاو، بلکې د پاکستان د ژغورلو هڅه مو هم کوله، چې هغه مهال شوريانو ويل، چې دوی د افغانستان له لارې پاکستان او ګرمو اوبو ته ځان رسوي او اوس سعودي عربستان هم له ورته ګواښ سره مخ دی او بايد په ټينګه يې تر څنګه ودريږي.»

د پاليسې څېړلو ادارې مشر دکتور خالد رحمان بيا وايي، چې پاکستاني چارواکي د سعودي هر ډول مرستو ته ژمن دي، مګر دا خبرې به تر ډېره په رسنيو کې را نه شي او هېواد يې هوډمن دی، چې په سياسي، ستراتيژک، استخباراتي او نظامي ډګرونو کې د سعودي مرسته وکړي.

بل پلو ترکيه هم د پاکستان باوري دوست دی، سعودي سره يې هم اړيکې د پخوا په پرتله ډېرې ښې دي او د منځني ختيځ په اړه د سعودي او ترکيې ګټې سره شريکې دي، نو کېدای شي پاکستان د سعودي عربستان مرسته وکړي.

پاکستانی ژورنالېست او کالم ليکونکی سليم ساپي هم د ايران او سعودي بحران ته په اشاره ويلي، چې لومړی خو دا جګړه مذهبي جګړه نه ده، بلکې د ګټو او نيابتي جګړه ده او پاکستان هم بايد د خپلو ګټو په نظر کې نيولو سره خپله پرېکړه وکړي.

سليم ساپي پاکستان سره د ايران او سعودي پخوانيو اړيکو ته په اشاره ليکلي، چې دواړه هېوادونه د عربي او نورې اسلامي نړۍ په څېر پاکستان کې هم خپلې نيابتي جګړه پر مخ بيايي، يو طرف د سني ډلو ملاتړ کوي او بل هېواد د شيعه ډلو.

د ساپي په وينا که سعودي عربستان د کشمير په مسئله کې د پاکستان ملاتړ کړی، نو هند سره يې هم خپلې اړيکې د پاکستان لپاره نه دي خرابې کړي او ايران بيا بر عکس د کشمير او افغانستان په اړه د هند ملاتړ کړی او کوي يې.

سعودي عربستان او خليجي هېوادونه تر ډېره پاليسیو کې د پاکستان تقليد کوي. د ساري په توګه پاکستان، چې د طالبانو حکومت په رسميت وپيژانده، د ټولو نړيوالو فشارونو سربېره متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان هم د طالبانو حکومت په رسميت وپيژانده او اوس هم، چې د افغانستان په اړه د پاکستان کومه پاليسي وي، خليجي هېوادونه يې ملاتړ او تقليد کوي.

سليم ساپي د ځينو پاکستاني چارواکو هغې مرستې ته اشاره کړې، چې ايران سره يې د اتوم بم غني کولو کې کړې ده. « پاکستان، چې اتومي پروګرام کې د ايران مرسته وکړه، پاکستان کې پر ډاکټر قدير خان فشار زیات، نو پر ځای د دې، چې دغه وخت ايران د پاکستان تر څنګ ودريږي، برعکس يې ملګرو ملتونو ته د پاکستان مرستې په اړه پټ معلومات وسپارل، چې د پاکستان ستونزې يې نورې هم زياتې کړې او پاکستان، چې هند دښمنۍ لپاره د امريکا په ګډون ټوله نړۍ خوابدې کړه او اتومي چاودنې يې وکړې، سعودي عربستان يوازينی هېواد و، چې پاکستان سره ودرید، دومره اقتصادي مرستې يې وکړې، چې د پاکستان اقتصاد يې له رکود څخه وژغوره.»

ايا د دومره نيکيو په بدل کې به پاکستان د ايران او سعودي شخړه کې د سعودي تر څنګ ودريږي؟

سليم ساپی وايي، نه هېڅکله نه، بلکې پاکستان بايد يوه خپله تګلاره غوره کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د درېيمګړي په توګه فعاليت وکړي.

« پاکستان له ازادۍ راهيسې د امريکا ستراتيژيک دوست دی، د ايوب خان له زمانې دلته امريکايي اډې دي، مګر دغه امريکايي اډې هېڅکله د چين پر ضد نه دي کارول شوي، بلکې پاکستان د لومړي ځل لپاره د چين او امريکا منځګړیتوب کړی او دواړو هېوادونو مخامخ ناستې د پاکستان په منځګړيتوب کړي دي؛ همدا رنګه د ايران او امريکا دښمني پر مهال هم له پاکستانه د ايران پر ضد هېڅ ګام نه دی پورته شوی.»

د ساپي په وينا پاکستان که د امريکا-چين، امريکا-ايران تر منځ منځګړيتوب کولای شي، نو د ايران او سعودي تر منځ دې د چا پلو نيولو پر ځای د درېيمګړي رول ادا کړي.

سليم ساپي پاکستان کې د ايران او سعودي لابي ته په اشاره ويلي، چې چارواکي بايد هېواد کې د ايران او سعودي نيابتي جګړې ته اجازه ورنه کړي، چې خپلې جګړې دلته پر مخ بوځي.

«حکومت بايد هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د سعودي عربستان يا ايران پر ضد دلته مظاهرې وکړي، که پر هر چا ايران ډېر ګران وي، هلته دې ځي او پر چا چې سعودي ګران وي، هلته دې ځي، دلته دې پردۍ نيابتي جګړې نه کوي او دا چارې بايد حکومت په خپله دسالم مديريت له مخې سمبال کړي.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hyatullah
میلمه
Hyatullah

پر ځینو خبرو او موْوعاتو سړي ته خندا ورسي…. د سعودي مهم چارواکي د سرتاج عزیز سره ملاقاتونه کوي اود ایران پر ضد ورڅخه مرسته غواړي ….. په داسي حال کي چي سرتاج عزیز په خپله شیعه هزاره نسله دی نیکه يي د عبدالرحمن خان په وخت کي د افغانستان د غزنيی ولایت نه را تښتیدلی او انګریزانو د افغانستان او مسلمانانو پر ضد ساتلی وو او دهغه وخته تر اوسه دادی ۳ یم نسل يي د هم هغي اداري په چوپړ تیریږي تاسي د نوموړي پزي او قواري ته ښه ځیر سی مطلق هزاره دی دی چی هر وخت… نور لوستل »