
سیاست او د حکومت ډولونه
عبدالحمید امین زی ـ سویډن
د سیاست په علم کې د ډېرو خلکو شک دی، چې آیا سیاست علم دی او که هنر دی؟ ځکه په نړۍ کې زیاتره داسې خلک شته چې سیاست یې نه وي ویلی اما سیاستوال وي او سیاست کوي.
همدارنګه ډېری داسې کسان شته چې سیاست یې مطالعه کړی وي. اما سیاست نه شي کولی. په دې هکله له ژورو څېړنو وروسته پوهان دې نتیجې ته رسېدلي. چې سیاست هم علم دی هم هنر دی. یعنې د سیاست علمي مطالعه کول علم دی خو د سیاست عمل (ډګر) علم نه دی بلکې یو هنر دی. چې د هر چا په انفرادي او ځانګړې کارکړنه او استعداد پورې اړه لري.
سیاست هغه سوله ئیز او غیر سوله ئیز مشرتوب دی چې د وګړو پر اړیکو، ډلو او ګوندونو (ټولنیزو ځواکونو) د هېواد په دننه کې پر حکومتي چارو او د دولتونو تر منځ پر اړیکو باندې واکمني لري.
دویم سیاست د اسلام له نظره: سیاست د هغې پوهنې نوم دی، چې د خلکو تر منځ ورورولي، مینه او یووالی پیدا کوي او په ټولو مسایلو کې اصلاح، تنظیم او ښکلا راولي.
د سیاست اصلي موضوع: د ډېرو پوهانو په نظر واک دی. یعنې د سیاست موضوع د واک لاسته راوړل، د واک ساتل او د واک لېږد دی.
واک څه شی دی؟ واک هغه فکري او عملي ځواک دی چې خپلو مطلوبو غوښتنو او شرایطو ته عملي بڼه ورکوي.
د سیاست څو نورې لنډې پېژندنې
۱- سیاست د یوه اندازه امکاناتو د غوره کارونو او د لږو امکاناتو څخه د ډېرې ګټې اخیستلو پوهه ده.
۲- سیاست پر انسانانو حکومت کول دي.
۳- سیاست د واک لپاره مبارزه ده.
۴- سیاست یانې په دې پوهېدل چې (څوک یې ګټي؟ څه شی ګټی؟ څه وخت یې ګټي، ولې یې ګټی؟ او څنګه یې ګټي؟).
دحکومتونو ډولونه
آریستوکراسي یا اشرف سالاري
هغه حکومت دی چې د ځینو پوهو او کدر هېوادوالو له لورې اداره کیږي، په دې ډول حکومتي نظام کې هغه کس چې د هېواد اداره او کنترول په غاړه لري، د اشرافو له ډلې وي. اریستوکراسي د کورني اصالت سره توپیر لري.
په کورني اصالت کې یواځي یوه کورنۍ پر هېواد مسلطه وي او په اریستوکراسۍ کې څو اشرافي کورنۍ کولی شي حکومت وکړي او د هغوی هر یو کولی شي د هېواد د ادارې او نظم په وړاندې د محتوا له پلوه بېلابېل عملونه او کړنې ولري.
جینوکراسي یا نخبه سالاري
هغه حکومت دی چې د تر ټولو پوهو او کدر کسانو له خوا اداره کیږي، په دې نظام کې خلاقیت، نوښت، هوش، عقل او پوهه د هغه کسانو لپاره چې غواړي په حکومتي دستګاه کې دخیل واوسي؛ اړینه ده.
کراتوکراسي یا قدرت سالاري
هغه حکومت دی چې د ځواکمنو له خوا اداره کیږي، په دې حکومتي نظام کې هغه کسان چې کافي ځواک لري، د چارو په راس کې راځي.
تکنوکراسي یا فن سالاري:
هغه حکومت دی چې د متخصصینو او پوهو کسانو له خوا اداره کیږي، په دې حکومتي نظام کې هغه کسان چې په علمي ډګرونو کې د تخصص او ځانګړي فن لرونکي دي، د هېواد په وړاندې په حکومت کې برخه اخلي او ټولې تصمیم نیونې په هغوی اړه لري. په دې نظام کې ډاکتران، اینجینران، پوهان، متخصصین او… د حکومت د محور اصلي ستنې دي.
د استبداد پر بنسټ د حکومتونو درجه بندي
هغه حکومتونه چې استبدادي ځانګړنې لري، عموما د یو شخص له لورې اداره کیږي او په یواځیتوب د ټول هېواد ځواک په لاس کې اخلي. د روم جمهوري د جنګ پر مهال د دیکتاتورانو پر انتصاب لاس پورې کاوه تر څو خپل هېواد اداره کړي، او رومي دکتاتورانو تر یوې لنډې مودې د هېواد اداره په لاس کې درلوده.
په مدرنه دوره کې چې کوم دیکتاتوران د قدرت په حال کې دي، هیڅ کله هم د قانوني حکومت، اساسي قانون یا نورو ټولنیزو، سیاسي نهادونو په واسطه نه شي متوقف کېدلای. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډېری اسیایي، افریقایي او حتی د جنوبي امریکا هېوادونه د دیکتاتور حکومتونو له خوا اداره کېدل. د معمر قذافي، ایدي امین، آدولف هیتلر او جمال عبدالناصر نه کولی شو د وخت د دیکتاتورانو په توګه یادونه وکړو.
دیکتاتور حکومت
هغه حکومت دی چې د یوه کس له خوا اداره کیږي چې د همدې فرد تصمیمونه د خلکو د نظارت او کنترول په موخه هیڅ مکانیسم او قانوني محدودیت نه پرېږدي.
مطلقه حکومت
مطلقه حکومت د یو واحد له لورې اداره کیږي چې مطلق ځواک په لاس کې لري. دغه واحد کولی شي د یوه دیکتاتور حکومت په څېر یو فرد وي او یا هم یوه ډله. د مطلقه حکومت مفهوم د حکومت هغه ډول دی چې د ظلم سره یوځای دی او دا ستم کولی شي، په ډلییزه توګه د ظهور تر کچې ورسیږي.
فاشیسم
دا ډول حکومت د یو رهبر له خوا اداره کیږي او دې ډول نظامونو کې تر ډېره پر ملي هویت او وطن پالنې تمرکز کیږي.
فاشیستی مفکورې ته ژمن رهبران کولی شي چې هر هغه څه چې د وطن پالنې پر ضد وي، غیر قانوني اعلان کړي ترڅو د ملي غرور باور ته ځواک وبښي.
دوی په دې باور دي چې ملت د یوې ملي ټولنې د ژمنې پر اساس رامنځ ته شوی دی. په داسې نظامونو کې هر مخالف په شدیدو فزیکي برخوردونو نسکوریږي.
د پاچاهۍ پر بنسټ درجه بندي
هغه حکومتونه چې د سلطنتي ځانګړنو پر بنسټ تشکیل شوي دي، د یو پاچاه، امپراتور او یا ملکې په واسطه اداره کیږي چې دا موقف ورته د کورني میراث نه پاته کیږي او دې کورنۍ ته سلطنتي کورنۍ وایي.
په نړۍ کې دوه ډوله مخالف پاچاهي نظامونه شتون لري:
لمړی مطلقه پاچاهي او دویم مشروطه پاچاهي. په مطلقه پاچاهۍ کې، پاچاه په خپلو اعمالو او غوښتونو کې هیڅ ډول محدودیت نه لري او په مشروطه هغې کې د پاچاه صلاحیتونه د اساسي قانون په واسطه محدود شوي دي. په مشروطه پاچاهۍ کې اساسي قانون ددې لپاره جوړیږي چې د پاچاه پر قدرت او د هغه پر کارونو نظارت ولري.
امپراتوري
پاچاهي یا سلطنتي نظام ته ورته نظام دی چې قدرت د یو حاکم یا امیر په لاس کې وي. یا دا چې ځواک یې د مختلفو نهادونو په واسطه محدود شوی وي.
د دموکراسۍ پر بنسټ درجه بندي
د دموکراتیکو ځانګړنو لرونکي حکومتونه تر ډېره په غربي ټولنه کې رواج لري او په څو شرقي هېوادونو کې، چې له غرب نه متأثره دي، هم دا نظام موجود دی.
په دموکراتیک نظام کې ټول کسان کولی شي د ولسي جرګې په ټاکنو کې خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي. دا دموکراسي ده چې خلک خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکوي او پر قدرت یې کښېنوي.
سیاسي ګوندونه هم د خلکو ډلې دي چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په موخه یو او بل ته ورته مفکورې لري. په حقیقت کې دموکراسي د خلکو حکومت د خلکو له خوا او د خلکو لپاره دی.
دموکراسي
دموکراسي یا مردم سالاري هغه حکومت دی چې د ټاکنو له لارې چې ګڼ شمیر هېوادوال په کې ګډون کوي، انتخابیږي او د چارو واګي په لاس کې اخلي. یو دموکراتیک حکومت د اکثرو خلکو له خوا د ملاتړ تر کچې رسیږي او دا د سالمو او رڼو ټاکنو په موخه یو ښه اقدام دی.
مستقیمه دموکراسي
هغه ډول حکومت دی چې د خلکو د مستقیم حضور له طریق نه پېژندل کیږي، یعنې خلک د ځانونو استازي دي او دوی خپله د نویو قوانیونو او عمومي سیاستونو په موخه رایه ورکوي.
لیبرال دموکراسي
د دموکراسۍ یو ډول دی، چې د حکومت ډول په کې د استازیتوب په اساس ټاکل کیږي او خپلې کړنې د لیبرالیسم د اصولو پر بنسټ پر مخ وړي. ددې نظام له ځانګړو ټکو څخه منصفانه، بې پرې او سالمې ټاکنې دي چې د څو ګوندونو تر منځ رامنځ ته کیږي.
لیبرال دموکراسي نظام عموما داساسي قانون پر اساس شکل نیسي، څه دا اساسي قانون په رسمي توګه لیکل شو ی وي او یا هم نه وي، ترڅو وکولای شي د حکومت د ځواک حد او حدود مشخص کړي او ټولنیزو قراردادونو ته ځانګړی اعتبار ورکړي.
یو لیبرال دموکرات نظام کولی شي جمهوري وي لکه: فرانسه، آلمان، هند، ایرلند، ایتالیا او د امریکا متحده ایالاتونه. او یا هم کولی شي مشروطه پاچاهي وي: لکه جاپان، اسپانیا یا بریتانیا.
دا هم امکان لري چې یو لیبرال دموکرات نظام دې په ولسمشریزه توګه وي،لکه فرانسه او تایوان. یا هم پارلماني نظام لکه استرالیا، کانادا، هند، نیوزیلند، لهستان او برېتانیا.
سوسیال دموکراسي
هغه ډول دموکراسي ده چې لیبرالي او سرمایه داري نظام ردوي. دا نظام ادعا کوي چې د سرمایه دارۍ نهایت، تکاملي او وروستی حالت ددې باعث کیږي چې د پانګه اچونې اقتصاد دې په سوسیالیستي اقتصاد واوړي.
سوسیال دموکراسي په دې باور ده چې ټول هېوادوال باید د قانون له اړخه له یو ډول عمومي خدماتو نه برخمن وي.
د جمهوریت پر بنسټ درجه بندي
جمهوري د حکومت هغه ډول دی چې هېواد په کې د یو عمومي امر په توګه په نظر کې نیول کیږي، یعنی هېواد د ځانګړو حاکمانو او ځواکمنو کور یا مالکیت نه بلل کیږي.دا ډول حکومت تر ډېره په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه د هېوادوالو له خوا ټاکل کیږي او میراثي نه دی.
په مدرنه دوره کې د جمهوریت لپاره تر ټولو ساده تعریف دادی چې: جمهوریت هغه حکومت ته ویل کیږي چې رهبر یې پاچاه نه وي.
د اساسي قانون اړوند جمهوري نظام
دا ډول حکومت د اساسي قانون په واسطه تر ډېره محدود شوی او تر ډېره ددې حکومت د ډېریو غړو ټاکنه د خلکو له خوا کیږي. په مدرنه دوره کې ددې ډول حکومت تر ټولو ښه مثال د امریکا متحده ایالاتونه دي.
اسلامي جمهوریت
د ایران، افغانستان او پاکستان هېوادونه هغه نموني دي چې د اسلامي شریعت او اسلامي قوانینو په واسطه اداره کیږي.
د ټولنې او اقتصاد اړوند نظامونه
د تاریخ له اړخه، ډیریو سیاسي نظامونو د اقتصادي ــ ټولنیزو اېدیالوژیو پر بنسټ رنګ نیولی دی.
سرمایه داري (کاپیتالیسم)
په یوه سرمایه دار یا ـــ آزاد بازار والا ـــ اقتصاد کې، خلک د خپل مالکیتونو، تجارتونو خاوندان دي او باید د خپلې شخصي او خصوصي ګټې په موخه خدمات وړاندې کړي. لکه صحي خدمتونه.
کمونیزم
په یوه کمونیست هېواد کې کارګر ه طبقه د تعاون او اصناف له پلوه د ټولو تجارتونو او کښتونو مالکه ده او صحي، روزنیز او امنیتي خدمات د ټولو تر منځ وېشل کیږي.
فئودالیسم
دا د دندو او ځمکو د مالکیت نظام دی. په فئودالیسم کې ټولې هغه ځمکې چې د پاچاه تر کنترول لاندې دي، په هغه پورې مربوطیږي. په دې وخت کې پاچاه ځینې ځمکې د اشرافو طبقې ته ورکوي ترڅو د نورو په وړاندې د پاچاه ترشا ودریږي. دغو بخښل شوو ځمکو ته اربابي ملک ویل کیږي.
سوسیالیسم
سوسیالیستي حکومتونه د ډېرو سترو صنعتونو خاوندان دي او دا ډول حکومت تر ډېره روزنیزو، صحي او امنیتي خدمتونو ته ژمن دی او خلکو ته اجازه ورکوي چې تر یوې کچې اقتصادي فعالیتونه او انتخابونه ولري.